خالق رشيد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالخالق رشید (۱۳۳۵ لمریز لېږدي کال، د غزني ولايت) د افغانستان د پوهنتون پخوانی ښووند (استاد)، ليکوال، شاعر او څېړونکی دی.

مخینه

عبدالخالق رشید د ارواښاد څارنوال غلام سخي رشید زوی، د ښایسته خان لمسی د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ په حسن خان ښاره (کلي) کې پر ۱۳۳۵ لمریز کال په یوه نیمه باسواده او نیمه ځمکه واله کورنۍ کې زیږېدلی دی. د مور (اټغرزیږدې) له خوا یې اړیکي د کلات له اټغر سره تړلي دي؛ مورني نیکه یی (کیپتان عثمان غني) د عبدالخالق نوم د هوتکو د نامتو خان عبدالخالق خان هوتک نامه ته د درناوي په موخه پرې ایښی دی، ځکه چې له هغه سره یې خپلوي درلوده. د مورني نیکه کورنۍ یې د کومې ستونزې له لامله رشیدانو ته رامهاجره شوې وه او دلته د استاد رشید له پلارگنۍ سره، چې دوی دلته پخوا ځای پرځای شوي ول او ځمکې يې اخیستې وې، ځای پر ځای شوه.

ليکوال عبدالخالق رشید خپلې لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۴۳ ل ل کال د رشیدانو په ښوونځي کې، چې په هغو کالو کې نوی جوړ شوی وو او تر دریم ټولگي پورې وو، ترسره کړې. منځنۍ زده کړې یې په شلگر (اندړو) کې د سلطان شهاب الدین غوري په منځني ښوونځي کې، چې لا لیسه شوی نه وه، پیل کړې او تر ۱۳۵۲ ل ل پورې دوام ورکړ. د لېسې دوره یې د غزني ولایت په مرکز د سنایې (رح) په عالي لېسه کې پر ۱۳۵۴ کال په لوړه نومره سرته رسولې ده. پر ۱۳۵۵ کال د کابل پوهنتون دادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې شامل شو. پر ۱۳۵۸ ل ل کال يې له نوموړې پوهنځي څخه د کدر په درجې سره د لېسانس سند تر لاسه کړ. هغه څه موده د پوهنې وزارت په تالیف او ترجمې ریاست دنده ترسره کړه، څو ژباړې یې هلته هم چاپ شوې، بیا له یوې لنډې مودې (پوځي خدمت) وروسته په همدغه پوهنځي کې د استادۍ پر دنده وگومارل شو.

استاد رشید پر ۱۳۶۶ له کابل پوهنتونه د ماسترۍ سند په اخستلو بریالی شو او د ماسترۍ پايليک (تیزس) «د پښتو کره کتنې تاریخچه» یې د کاندید اکادیمسن محمد صديق روهي تر لارښوونې لاندې بشپړ کړ.

په ۱۳۶۸ کال کې د کابل پوهنتون د فرهنگي شورا د سروال (ریس) په توگه وگومارل شو چې د ده په دغې دندې سره په کابل پوهنتون کې یو نوی فرهنگی خوځښت پیل شو. دغه خوځښت ته د نورو آزادو هلو ځلو پیلامه ویلای شو. درې کاله یې د کابل ترخې شپې ورځې او جگړې په خپل ټول وحشت سره له خپلې کورنۍ سره وزغملې. په ۱۳۷۳ ل ل کال کې د کورنۍ جگړې له لامله پېښور ته ولاړ؛ هلته یې د بي، بي، سي راډیو له تعلیمي پروگرامونو سره دنده پیل کړه او لږ و ډېر یو کال پر دغه دنده پاتې شو. وروسته بيا هند ته ولاړ او هلته په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د ښووند په توگه ومنل شو. په نوموړي پوهنتون کې يې ۱۲ (۱۹۹۶ـ۲۰۰۸م) د پښتو او دري ژبو تدریس وکړ او هممهال یې د هند له نامتو پوهنتون (جامعه ملیه اسلامیه ) څخه په ادبیاتو او اقبال پېژندنه کې پر ۲۰۰۳ زېږدي کال دوکتورا هم واخستله.

استاد رشید په ۲۰۰۸ - ۲۰۱۱ زېږدي کلونو کې د هند په ډیلي کې د افغانستان د فرهنگي آتشې په توگه دنده ترسره کړه. هغه ددې تر څنگ پر علمي کارونو سربېره ډېرې فرهنگي هلې ځلې وکړې، سیمنارونه يې جوړ کړل او لومړي ځل يې په هند کې د افغاني تاریخي یادگارونو یو مستند فېلم هم برابر کړ چې تر اوسه پورې زموږ له افغان تلویزیونو څخه خپرېږي. په دغه موده کې يې د هند او افغانستان د فرهنگي میراثونو په معرفۍ کې هم ښه برخه واخيسته چې لړۍ يې تر اوسه نه ده پرې شوې. اوس چې د هند او افغانستان په اړه کومې فرهنگي چارې روانې دي، د دې ټولو تر شاه په تیره یوه نیمه لسیزه کې د رشيد صاحب ونډه د پاملرنې وړ ده.

په نهرو پوهنتون کې پښتو ژبه د یوه مضمون له کچې څخه تر لیسانس دورې پورې لوړول هغه کار وو چې په هند کې د پښتو ژبې او پښتو څېړنو په برخه کې نه هیرېدونکی کار وو. د پښتو څانگې بې. اې پروگرام د ۲۰۱۵ ز کال د جولای له میاشتې په رسمي توگه له معادل لیسانس څخه په لوړه کچه تر ماسترۍ او دوکتورا پورې دوام مومي چې دا هم د استاد له نه هیرودنکو خدمتونو څخه گڼل کېږي. پر ۲۰۲۰ ز کال پښتو لومړني ماستران ټولنې ته وړاندې کړل.

استاد رشید په پښتو، دري، اردو، هندي او انگلیسي ژبو پوهېږي او تر ۵۰۰ زیاتو علمي نړیوالو سیمینارونو کې يې برخه اخیستې او مقالې یې په کې لوستلې دي. همدارنگه هغه لومړنی افغان لیکوال دی چې د سارک هېوادونو د ادبیاتو د ټولنې لپاره یې هلې ځلې وکړې او لومړنی افغان لیکوال دی چې پر ۲۰۱۳ ز کال يې د سارک لیکوالو ادبي جایزه د اگرې په ښار کې ترلاسه کړه.

د استاد رشید لیکنې او څېړنې د هند په رسنیو کې ډېرې پاموړ دي، چې د لسگونو لیکنو او مقالو په لړ کې یې له دوو آثارو (د مهاتما گاندي ژوند او مبارزه) او علامه اقبال (اقبال او افغانستان شناسي) یادونه کولای شو. د استاد رشید تر نظر لاندې د هند په بېلابېلو پوهنتونو کې یو شمیر هندي زده کړيالو د ماسترۍ او دکتورا پايليکونه (تیزیسونه) هم بشپړ کړي دي. نوموړي پايليکونه د افغانستان پېژندنې، د افغانستان د ژبو او تاریخ او د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنگي او تاریخي پیوستون د اوږدې لړۍ په اړوند لیکل شوي دي. نوموړی لومړنی افغان استاد دی چې د هند د زیاترو پارسي څانگو په کریکولم کې يې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو څپرکی پرانست چې اوس په دغه برخه کې په منظمه توگه څېړنې کېږي.

مدني اکر

شاعر، ليکوال او څېړونکي عبدالخالق رشید پر ۱۳۶۱ ل ل کال د کابل او ننگرهار پوهنتون د تاریخ له استادې او لیکوالې رحیمې سره واده وکړ. ژوند یې سره له دې چې د استادۍ معمول ژوند وو، تر اوسه پورې په ټولو ټولنیزو ارزښتونو بسیا او له ویاړه ډک دی. دوی اوس د پېنځو بچیانو خاوندان دي چې ټول لوړې زده کړې لري او مشره لور يې مرغلره رشید اوس د کاناډا په البرتا پوهنتون کې په عقلي، عصبي او رواني زده کړو کې په خپله دوکتورا باندې کارکوي.

د شعر بېلگې یې

د عبدالخالق رشید پلار څارنوال غلام سخې خان ډیره موده په کابل ، غزني او دپکتیا کې د ولایت دسرڅارنوال په توګه کار کړی دی ، تر مرګ یوکال دمخه يی دطالبانو له خوا جبري تقاعد تر لاسه کړ او په کور کیناست. په ۱۳۸۱ کال د زړه ناروغي ورته پیدا شوه او د حوت د میاشي په (۲۸ ) یې له دغې نړۍ سره خداي پامانی وکړه. استاد رشید د خپل پلار د مړینې په مهال له وطنه دباندې و ، دغه شعر یې د هغه په مړینه ویلی دی:

دتقديركرښې مې په زړه باندې داغونه كيښول- ښه ورته وګوره په غم يې بيا غمونه كيښول

فلك ناترسه دى چې نه خاندې نه ژاړي په چا- د سلگۍ زړه وپوښته څه شان يې دردونه كيښول

يوه ورځ يې سرې دړۍ كتار كړې دواده په نامه- بله ورځ يې پرې بيا د اوښكو توپانونه كيښول

يوه يارانه ددې دنيا د وفا ناز نه لري- فقط د ډمى په ګډا يې خپل نازونه كيښول

هر خوا چې گورې له يوه درد سره يې ځان مل كړى - وگوره بيا يې زما د پلار په گور گلونه كيښول

زما د اوښكو په توپان باندې يې زړه ونه سو - د سر چترۍ رانه يووړه توپانونه كيښول

داغ يې په زړه راكړ، چې ويې كړله خپله چاره- په وينو ډك زخمو ېې گوره سره اورونه كيښول

د مينې كور كې به دې گورمه جنت دې ځاى شه - دغې دنيا خو لرې لري نصيبونه كيښول

څومره ظالم يې چې د يوه سړي ناز هم نه شي وړاى - په څه (سخي) مغرور دې هم د مرگ لاسونه كيښول

        *  *  *

لکنهوتي سپوږمۍ ته

څومره روښانه یې یه ښکلې سپوږمۍ،

نن د جمنا او گنگا د دغې ناوې،

د دغې ډمې په ښکلا کې ډوبې،

ددغې ښکلې لکنهوتی په اننگو کې مستې،

یو مساپر د نن په دغه ښار کې،

په ننداره کې ډوب دی.

یو مساپر او یو وزري پښتون،

تا ته گوري،

نن شپه د نوي کال ده،

او ته په دغه ښار کې،

د هغو ستړو پښتنو د کاروان

چې ستا سترگک او د رڼا لښکر بې،

د درنو پښو خاورې و،

د هماغو له کاله،

یو ستړی مات وزری،

دلته لیدلی شې نن؟

هغوی چې ستا رڼا ته یې سرونه،

د گنگا زړه کې ټیټ وو،

او تر خپل سر پورته یې څه نه لیدل،

د هغو هغو بریمنو بریتو،

یو بریتور مات وزر دلته پروت دی، تاته گوري

ته یې وینې؟

څومره روښانه یې یه ښکلې سپوږمۍ،

ای د گنگا جمنا د دغې ناوې،

د دغې ښکلې لکنهوتی په اننگو کې مستې،

نن شپه د نوي کال ده،

په دغه ښار کې اوسي دوه پښتانه،

یو له دې ښکلې بنگلې تاته گوري، تا ستایي،

او بل په هغه خوا کې،

هلته په قبر کې ارام ویده دی،

اوس دواړه تاته گوري،

ټول لکنهو آرام دی،

ډوب په خوبونو کې ټول،

په سپینو سپینو مړوندو باندې سرونه ایښي،

چی د پایزیب له شرنگا پرته د بل چا نه اوري.

او موږه دوه پښتانه،

مړ او ژوندی دواړه،

یوازي تاته گورو تا ستایو،

ځکه زموږ شیرشاه پرتا مین و،

ته یې خپل بخت بللې، خپله مینه...

نن شپه د نوي کال ده،

خو زموږ په کلې کې څوک نه دي خبر،

هلته څوک نه دي پاتې،

چې یوه او بل ته د نوروز مبارکي ووایې.

ای د جمنا او گنگا ښکلې ناوې،

د دغې ښکلې لکنهوتي په اننگو کې مستې،

زما د نوي کال سلام مبارکۍ خو زما مور ته یوسه

او ورته ووایه چې زوی دې نن شپه،

له حافظ جي شهید سره ناست گنگا ته ژاړي.

لکه چې غږ مې ناورې،

لکه چې خاندې پرموږ ؟!

هو پوه شوم خاندې پر موږ،

ځکه موږ دوه پښتانه،

مړ او ژوندی دواړه،

تا ته یو رنگه ښکارو

ځکه چې یو رنگه یو....

لکنهو - یوپی

د ۱۳۷۸ کال د نوروز شپه، (۲۰۰۰ ميلادي).


ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د پښتو هنري ادبیاتو د کره کتنې تاریخچه (دوه ځلې چاپ).

۲- کره کتنه په یوه نوي نظر، د پروفیسورۍ – پوهاندۍ اثر (نهرو پوهنتون)، (دوه ځلې چاپ شوی).

۳- د مهاتما گاندي ژوند، مبارزه.

۴- پیک ابر، د سانسکریت شهکار ژباړه ( په دري).

۵ – د وریځې ډالۍ، د سانسکریت شهکار ژباړه (په پښتو).

۶- عجب خان اپريدی (وړه رساله).

۷- ډولۍ - د کیسو لومړی جونگ.

۸- کنگل ژمی کنگل لاسونه، د کیسو دویم جونگ.

۹- برفانی سردی، برفیلی هاتهد (اردو ژباړه).

۱۰- شمشان گاټ (د کیسو دریم جونگ).

۱۱- د مرسلي پرسر ستوري (ناول).

۱۲- دلته خدایان خوشاله دي (ناول).

۱۳- یها بهگوانې خوش هین (اردو ژباړه).

۱۴- پښتو د خارجیانو لپاره (انگریزي).

۱۵ – عریان الغیب ، سمون او سریزه.

۱۶- د هندوستان د اساسي قانون لنډه پېژندنه.

۱۷- پښتني لنډۍ (یوه لنډه تحلیلي رساله).

۱۸ – ادهوري تصویر (د پښتو او فارسی لنډو کیسو ژباړه، په هندي).

۱۹- پښتو هندي ډکشنري (گډه).

۲۰ – غازي محمد جان خان، (دوه ځلې چاپ شوی).

۲۱ – راځۍ پښتو زده کړو، (۱) درسي کتاب.

۲۲- راځۍ پښتو زده کړو (۲) درسي کتاب.

۲۳- ورځلیک، د امير حبيب الله خان د ۱۹۰۷ زېږدي کال د يونليک ژباړه.

۲۴- د سپورت لارښود، اتم ټولگی (د تالیف او ترجمې له خوا).

۲۵- د سپورت لارښود، د نهم او لسم ټولگي، (د تالیف او ترجمې له خوا).


ناچاپ نښيرونه يې:

۲۶ – رشاد پوهنه.

۲۷- اقبال او افغانستان پوهنه، (د دوکتورا تیزس).

۲۸- په پښتو ژبه کې د تصوف او عرفان یو شمیر سرچینې.

۲۹- نامتو، ملي او روحاني مبارز ملا مشک عالم، ژوند لیک (د ارشیفي اسنادو په رڼا کې).

۳۰- د پښتو ژبې لوی کره کتونکی محمد صديق روهي، (رساله).

۳۱- خوشال پوهنه، (نوې څېړنه).

۳۲- یوه پېړۍ پښتو شعر، (رساله).

۳۳- د پښتو معاصرو ادبیاتو دوه بهیرونه، (استوگن او نااستوگن)، (د پوهندويي رساله).

۳۴- د پښتو اوسنیو هنري ادبیاتو تکاملي پړاوونه، (د پوهنیارۍ رساله، ۱۳۶۴ ل ل کال).

۳۵- د پښتو ژبې تاریخي متون، (درسي رساله د کابل پوهنتون د تاریخ څانگې لپاره).

۳۶- ستړي زړونه ستړي کورونه، (د لنډو کیسو ۴ جونگ).

۳۷ـ پر خارجیانو سپي گران وي، (د لنډو کیسو ۵ جونگ).

۳۸- یوه اوږده لار، (د لنډو کیسو ۶ جونگ).

۳۸- زمرد د مار سترگې ړندوي، (ناول).

۳۹ـ یوازې مسیح دې زموږ مل شي، (ناول).

۴۰- پښتو او پانیني، (څېړنه).

۴۱- وکرم او اروشي، (د سانسکريټ ژبې شهکار ـ ډرامه)، (ژباړه).

۴۲- د معاصرې هندي شاعرۍ غورچاڼ، (ژباړه).

۴۳- هندوییزم څه شی دی ؟، (ژباړه).

۴۴ـ هند و افغانستان دو رخ یک تمدن، (څېړنه).

۴۵- محمود غزنوي، (ژباړه).

۴۶- جپ جي (سهارنۍ سندره)، د سکیزم مهم مذهبي اثر، (منظومه ژباړه).

۴۷- د رابیندراناټ ټاگور د شعرونو ژباړه.

۴۸ـ بیست سال در هندوستان.

۴۹- از میراث های ادبی دوران استقلال.

۵۰ـ سردار کلان، محمد عظیم خان اخرین والی کشمیر.

۵۱- یاقوتي غمي (د شعرونو ۱ جونگ).

۵۲ - اوښکې غزل، (د شعرونو ۲ جونگ).

۵۳ - مینه، (د شعرونو ۳ جونگ).

۵۴- د کنعان غمونه په کابل کې، (د شعرونو ۴ جونگ).

۵۵ـ وروستی پټان، (ناول) له اردو ژباړه.

۵۶ـ تاریخي آرشیفي لیکونه، (له میرمنې سره گډ) دوه ټوکه.

۵۷- فارسی شعرونه.

۵۸- کابل ته سل څلوریځې، (د شعرونو ۵ جونگ).

۵۹ـ د ډیورنډ نامنلې کرښه، (آرشیفي څېړنه).

۶۰- کرونولوژي تاریخ هندوستان و کشورهای همجوار، (ژباړه).

۶۱- پښتو او هندي گډ ویي، (لغتونه او جوړښتونه).

۶۲- علمي مقالې (۱ ټوک).

۶۳ـ علمي مقالې (۲ ټوک ).

۶۴ـ علمي مقالې (۳ ټوک).

۶۵– علمي مقالې (۴ ټوک).

۶۶ـ علمي مقالې (۵ ټوک، فارسی).

۶۷- سیاسي مقالې (۶ ټوک).

۶۸- د پېښور یادونه (لیدنې کتنې).

۶۹ـ زما زیږد سیمه (رشیدان)، زما خاطرې.

۷۰ـ د طفر حسن خاطرات، له اردو ژباړه.

۷۱- د امیر حبیب الله خان د ورځلیک انگرېزي متن، سریزه او سمون.

۷۲ـ انگرېزي او اردو مقالې.

۷۳- په هند کې پټاني سبک معمارۍ، مهمې بېلگې.

یادونه: په دغو لیکنو کې د ليکوال او شاعر عبدالخالق رشيد هغه لیکنې او شعرونه چې د افغانستان په مجلو او اخبارو کې له ۱۳۵۶ څخه تر ۱۳۷۳ پورې خپاره، چاپ شوي او شمیر یې تر ۵۰۰ مقالو پورې رسیږي، نه دي لیکل شوي، ځکه چې تر اوسه هغو ته لاسرسی نشته.

اخځليک

۱- http://www.tolafghan.com/posts/27182

۲- https://www.bbc.com/pashto/multimedia/2013/03/130315_im_pilwazai_peace_books_up

۳- استاد عبدالخالق رشید خپل ژوندلیک د برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته رااستولی وو.