حوثیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حوثیان اصلا د دوی یوه نیکه ته منسوب دي چې حوث نومیدی نو حوثیان یوه قبیله ده او په مذهبي لحاظ دا قبیله له الزیدیه مذهب سره اړیکه لري، زیدیه مذهب اصلا زید بن علي ته منسوب دی او د دویمي هجري پیړۍ په نیمايي کې رامنځته شوی ده، دا مذهب یو څه له اعتزال نه متاثر دی او په فروعو کې حنفي مذهب ته میلان لري دا مذهب د اهل السنة او اهل التشیع ترمنځ وقوع لري بلکي ځیني علماء په دې نظر دي چې دوی له اهل تشیع نه اهل سنت ته نږدې دي.

د یمن حوثیان څوک دي؟[سمول]

زموږ ډېری وروڼه د عربي نړۍ د سیاسي، ټولنیزو او گروهیزو موضوعاتو په اړه پوره معلومات نه لري، په دې لیکنه کې د يمن پر حوثیانو معلومات درسره شریکوم، دا څه موده په عربي نړۍ کې سیاسي اوښتونونه او غورځنگونه په گرمیدو او زیاتیدو دي په ځانگړې توگه په سیمه کې د شیعه ایران نفوذ او له اروپا او امریکا سره د ایران نږدېوالي عربي نړۍ له لویو جگړو سره مخامخ کړه، په سیمه کې په روانو غورځو پورځو کې دوه لوی سیالان سره په ښکر دي چې هغه سعودي عربستان او ایران دي، ایران د څو عربي هیوادونو په شخړو کې مستقیما دخیل دی او په عربي نړۍ کې د شیعه مذهبو په پارولو او مسلح کولو بوخت دی، لکه په سوریه کې د واکمني نصیري ډلي ملاتړ، په لبنان کې د حزب الله تمویل او د ایراني اهدافو مخته وړل، او په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او مرسته. پرون 26/03/2015 سعودي عربستان د سیمي د څو نورو هیوادونو په ملتیا د یمن پر حوثیانو د (عاصفة الحزم) په نوم برید پیل کړ، په راتلونکې موده کې به دا جگړه د میډیا مهمه موضوع وي او په دې جگړه کې یو لوری حوثیان دي چې په اړه یې زموږ خلک کم معلومات لري دا لاندې د حوثیانو په اړه لنډ معلومات دي.

الزیدیه مذهب[سمول]

حوثیان اصلا د دوی یوه نیکه ته منسوب دي چې حوث نومیدی نو حوثیان یوه قبیله ده او په مذهبي لحاظ دا قبیله له الزیدیه مذهب سره اړیکه لري، زیدیه مذهب اصلا زید بن علي ته منسوب دی او د دویمي هجري پیړۍ په نیمايي کې رامنځته شوی ده، دا مذهب یو څه له اعتزال نه متاثر دی او په فروعو کې حنفي مذهب ته میلان لري دا مذهب د اهل السنة او اهل التشیع ترمنځ وقوع لري بلکي ځیني علماء په دې نظر دي چې دوی له اهل تشیع نه اهل سنت ته نږدې دي، ځکه دوی له اثنی عشري شیعه گانو سره په عقایدو کې ډېر توپیر لري لکه په دوی کې میراثي امامت نشته، دوی امام معصوم نه بولي دوی د اثنی عشریه په څیر تقیه ناروا بولي دوی صحابه نه ښکنځي ، دوی خلفاء راشدینو ته په احترام قایل دي او په ځانگړې توگه ابوبکر او عمر رضي الله عنهما ستر صحابه او د امت سرخیلان مني، دوی له اهل السنت سره دښمني نه لري په سني امام پسي لمنځونه کوي، متعه ناروا بولي دا راز د اهل التشیع له نورو مشهورو عقایدو سره هم مخالفت لري.

حوثیان[سمول]

لکه ومو ویل حوثیان یوه قبیله ده خو دوی ټول له الزیدیه مذهب سره اړیکه لري، په یمن کې د الزیدیه مذهب پیروان ډېر دي او په نورو سیمو کې کم دي زیدیانو د یمن په تاریخ کې د یمن په واک کې برخه لرلې ده او د حکومت په مختلفو مناصبو زیدیان پاتي شوي دي او دا رسوخ یې تر کال 1962م پوري و او له دې وروسته دوی له واک نه لري او آن له اهل السنت سره یې تعلقات هم خړ شوي دي، ځکه په ایران کې د خمیني له انقلاب وروسته ایران په اسلامي نړۍ کې په اهل التشیع باندي رسوخ او نفوذ زیات کړی دی، د اسلامي نړۍ په ټولو هیوادونو کې اهل التشیع اقلیت پاته شوي دي د ایران ملایانو په دې پلمه چې په اسلامي نړۍ کې اهل التشیع اقلیت دي او ظلمونه ورسره کیږي هر ځای یې له شیعه گانو سره اړیکي نیولې دي او هغوی یې د خمیني د انقلاب پیروي ته هڅولي دي. په دې لړ کې ایرانیانو د یمن په زیدیانو کې هم کار کړی دی او د هغوی سیاسي گوند (انصار الله) د ایران په هڅو او مرستو ولاړ دی کټمټ لکه په لبنان کې د شیعه گانو گوند ( حزب الله) او په نورو هیوادونو کې نور ورته شیعه گوندونه .

د انصار الله بنسټگر[سمول]

د یمن د انصار الله گوند مؤسس او بنسټگر بدر الدين بن أمير الدين بن حسين الحوثي (23 نومبر 1926 – 25 نومبر 2010) دی، د حوثیانو د اوسیدا ځای د یمن په شمال کې د صعده ولایت دی چې د یمن د پلازمیني صنعاء په شمال کې په 240 کیلومتري کې پروت دی، په کال 1986م په همدې صعده کې د “اتحاد الشباب”، په نوم ظاهرا یو مذهبي گوند تاسیس کړل شو، دې گوند خپلو پیروانو ته د الزیدیه مذهب تدریس کاوه چې بدر الدین الحوثي هم له دې مدرسینو نه و او دی د حوثیانو مشهور عالم و.

په کال 1990م کې چې شمالي او جنوبي یمن سره یو شول نو په یمن کې پر گوندونو لگیدلی بندیز ختم شو او د زیدیانو حزب الله په ( حزب الحق) بدل شو او د بدر الدین الحوثي زوی حسین الحوثي د دې گوند په لویو مشرانو کې راغی، او په کال 1993م، او 1997م کې حسین الحوثي د یمن د مشرانو د جرگې غړیتوب لرلی ده، په دې وخت کې د زیدیه فرقي علماو یوه فتوا صادره کړه چې هغه د امام له پاره د هاشمیتوب شرط لغوه کول و د دې علماو په سر کې مجد الدین المؤیدي و دوی استدلال کاوه چې پخوا د تاریخي شرایطو لامله د امام له پاره دا شرط لازمي و چې باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ (بنوهاشم) نه وي اوس حالات بدل شوي امام باید د خلکو په خوښه وټاکل شي که هرڅوک وي. خو بدر الدین الحوثي د دې فتوا سخت مخالفت وکړ ، ځکه بدر الدین په زیدیانو کې له ( الجارودیه) فرقې سره تړاو لري او دا فرقه د نورو زیدیانو په نسبت یو څه اثنی عشریه و ته نږدې ده، بدر الدین الحوثي د وخت شرایطو او د ایران نفوذ نور هم اثنی عشریه شیعه گانو ته نږدې کړ د نورو زیدي علماو د فتوا یې سخت مخالفت وکړ او د (الزیدیه في الیمن) په نوم یې یو کتاب هم ولیکه په کتاب کې یې کوښښ کړی چې زیدیه مذهب اثنی عشریه ته نږدې وښيي او په دې لړ کې یې یمن پرېښود ایران ته مهاجر شو او هلته یې څو کاله تیر کړل.

دا هم ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]