حميد مومند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حميد مومند


پلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرگنده، خو داسې گومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. (۲)
د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنگزنو (اشارو) له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق گنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنگزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنگامه گرمه وه؛ لکه چې وايي:

په قوت د يار د در د گدايۍ د اورنگ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم

سره له دې يې هم د اورنگزيب عالمگير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنگزنه (اشاره) کړې ده.

خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې چې اورنگ څخه د حکم جام نسکور شو

څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو.
د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه گڼلی کيږي؛ لکه چې وايی:

د مومندو جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني

د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )
په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې گڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه گروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرگنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوگگر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنگ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)

زوکړه

دحميدبابابا په ژوندخبرې کول يوڅه ستونزمن کاردى داځکه چې ټولو ادبي تاريخونو ،تذکرو اونورو دې ته ورته اثاروکې دده دژوند اوکورنۍ دحال په باب ضد خبرې موندل کيږي . دپښتو ادب څيړونکو دده په ديوان کې ځينو تاريخې پيښوته داشارو له امله دده دزوکړې نيټه په خپل تحليلي ډول ډول ښودلى ده . پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو ټولو اثاروکې دحميد دزوکوې نيټه (( ١١٠٠هـ ق )) کال ښودلى دى .(١) (٢:ص٢٣٢ ).

پوهاند صديق الله رښتين دده زوکړى نيټه دحميدديوان دهغې چاپي  نسخې په مقدمه کې چې پښتو ټولنې خپورکړى (( ١٠٧٥هـ ق )) کال ښودلى دى (٣)(:ص ٣٣).همدرانګه هميش خليل دورکې خزانې په لومړى ټوک کې دحميد دزوکړې نيټه  ((١٠٨٣ هـ ق )) کال ښودلي دى.(٣)(٤:٢٣٥).

داکترانوارالحق درمرجان په مقدمه کې دغه نيټه د(( ١٠٧٥ – ١٠٨٠ هـ ق )) کال ښودلي ده .(٤)(٥:ص١). خوپه اريانا دايرۀ المعارف په پنځم ټوک کې دحميد دزوکړې تر (( ١١٠٠ هـ ش)) کال دمخ ښودل شوي د ه.

اوس چې دحميد دزوکړې په هکله دپښتو ادبي تاريخ دپوهانو نظريات راوړل نوددغو نظرياتو ترڅنګه دده ديوان ته هم مراجعه کوو اودزوکړې دکال دمعلومولو لپاره يې وقايع پکې ګورو ، اوبيا دهغو له له مخې يې دزوکړې دنيټې اټکل کوو، دحميد دديوان مطالعه څرګنده وي چې داورنګزيب عالمګير دپاچهي په وخت کې دده دشاعرۍ هنګامه ګرمه وه ، دمثال په توګه  له دې بيته :

په قـــــــــــــــــــــــوت ديـــــــــــاددردګـــــــــدايۍ داورنګ پادشاه ترتخت لاندې مواس شوم (١)(١٢:ص ٢٠٢ ) .

پورتنۍ موضوع ډېره ښه ښکاري . سربيره پردې يې داورنګزيب عالمګير (( ١٠٦٨- ١١١٨ هـ ق )) مړينى ته هم اشاره کړى ده : څه به شورنه وي دهند په ميخــــــانه کې چې اورنګ څخه دحکم جام نسکور شو (٢)(١٢:ص٢٠٢). داورنګ دمړينې کال ((١١١٨ هـ ق )) کال دى څوک چې دغه مهال دشعر ويلو داسې قريحه ولري چې ډېر مهم اجتماعي اوسياسي حالات په شعر کې بيان کړي ( په يوه ځاى کې يې داورنګزيب بې نياويو اوخودسريو ته هم اشاره کړى ده ) دښاغلي زلمي هيوادمل په وينا نوايا دې به په دغه مهال څوکلن وي ؟ حتماً وايو تر ديرشو کالو زيات ، نودهمدې اټکل له مخې دحميد دزوکړې نيټه دده دديوان دداخلي شهادتونو له مخې ((١٠٨٠ هـ ق ))کال څخه راپدې خوا کولاى شو . ټاټوبى : لکه څنګه چې دحميد بابا دزوکړې په هکله څيړونکي سره مختلف وو همداډول دحميد دې لاندې بيت : چې دعشق طاغوني رنځ دحميد مـــــل شو زربه ښخ په هديره شي دمــــــــــــــــــــــــــــاشو ټولوڅيړنکو اوحتى مستشرقينو ته داښودلي ده ، چې دحميد ټاټوبي دپيښوردښارلمرپريواته ته ، واقـــــــــــــــــــع د(( ماشوخيلو )) کلي بولي ، مګر مستشرقينو ته دانه وه معلومه چې دپيښتو دکلاسيک ادب دغه عظيم شان شاعردپيښور دجنوبي خواپه اته ميلۍ کې بډه بيرې ته نزدې د ((ماشوګګر)) په کلي کې زوکړى اوهورې يې استوګنه درلوده ،نه په ماشوخيلو کې ، دماشوخيلواوماشوګګرترمنځ واټن درې ميله دى ، دغه کلى دکوهاټ اوپيښور دلوى سرک پرغاړه واقع دى .


دحميد نيرنګ عشق دهغې چاپي نسخى په سرپاڼه کې چې په ١٢٨٤ هـ ق کال دپيښور کال په مصطفايي مطبعه کې چاپ شوي ده داسې کښل شوى : ((تاليف دعبدالحميد مومند دماشوګګر)) همدارنګه دنيرنګ عشق هغه مخطوطه چې دکابل پوهنتون په کتابخانه کې ساتل کيږي ، دهغې په پاى کې هم داکښل شوي چې دحميد د(( ماشوګګر)) اوسيدونکى ؤ . (١)(١٢:ص٩). ټبر: دحميد دټبرپه باب که مستشرقينو اونورو پښتنو پوهانو څه کښلي ، نو حميد دزوکړى دځاى اوځينو نورو خارجي دلايلو په بناء يې دى په قام مومند ښوولى دى . دحميد دديوان په ډېرو نسخوکې که يوڅيړونکى دده قوميت په باب دداخلي دليل پلټنه وکړي ، نوپرته له دې بيته :

     دحميد دساده شعر کمال ګوره                      چې شمله شوه دتمام سړبني 

نورڅه نه شي پيداکولى . نودهمدغو خارجي اوضعيفو داخلي دلايلو په بناء پښتو تذکره ليکوونکو ، اودحميد داثارو خپرونکو دده دقوميت په باب داسې نظريي څرګندې کړي دي چې حميد بابا په خټه ماشوخيل و چې دمومندو يو ه پښه ده (٢) (٢:ص٢٣٢). همدرانګه قاضي عبدالسلام دادبي سوغات په ((٣١٠ مخ )) چې دريم چاپ يې په پيښورکې په (( ١٣٧٠ هـ ق )) کال کې چاپ شوى ، ليکلي دي : (( حميد په خټه ماشوخيل دى چې دمومندو يوه پښه ده ، اودپيښور په لته دسړبن په کلي کې هستوګنه اوژوندکاوه .)) هميش خليل هم چې دنيرنګ عشق کومه نيمګړې نسخه په ورکه خزانه لومړى ټوک کې خپره کړى ده هلته يې دده دټبر په باب داسې کښلي دي : ((.... ولى بيا هم دډير معتبر داخلي اوجارجي شهادت له رويه موږ دا ويلي شو چې حميد بابا په قوم دباړې مومند ؤ.))

مګر دغو ښاغلو څيړونکو ته دحميد په اثاروکې داسې کوم سند نه ولاسته ورغلى چې حميد دې پخپله دخپل ټبر اوقوم په باب څه پکې ويلي وي خودملا ښايسته خان په خطي جونګ کې دحميد دوي غزلې له شاعرانه تصلفه ډک لاندې دوه بيتونه لري:

 دمومند جوهر خانې لره دې راشي           که څوک غواړي ښه لعلونه يمني 
                        +                +                    +                 + 

دمومند دمينې کوټ به کره ووځي که پرې پيښ شي نکته دان دانا صراف ددې بيتونو پيداکيدل دحميددټبر په هکله داسې شهودي دلايل دي چې هيڅ رد نه شي پيداکولي . دپښتو په پخوا نيو شاعرانو کې کاظم خان شيدا ( ١١٣٥ _١١٩٤ هـ ق ) هم دخپل ديوان په يوځاى کې داسې ويلي دي :

                                                   چې مومندو قيل وقال کړ
                                                    يعنې دوى سحر حلال کړ

دې بيت ته لمن ليک کې ليکل شوي دي : (( مطلب رحمان بابا اوحميد بابا دى .)) (١) (٨:ص٤ ).


زده کړه :

دحميد بابا ديوان اودنورو اثارو مطالعه داخبره په ډا ګه کوي چې حميد دخپل وخت دوديز علوم لوستي وو ، په ديني اوشرعي علوموکې دښې مطالعې څښتن و ، اوپه ادبي علومو کې يې هم ښه لاس درلود ، په پارسي اوعربي اوحتى دهندي ژبو په ځينو لهجوپوهيده . په ديوان کې يې ديوې پښتو _ هندي ملمع غزلې اوځيني هندي الاصله لغاتونو موجوديت ددې خبرې ښه لاسوند دى . دده داثارو مطالعه داهم راښيي چې حميد له پښتو ادبه سربيره په پارسي ادب کې هم ژوره مطالعه درلوده ، اوددې ژبې په ادبياتو هم لاس برى و ، دده له اثارو اوادبي مهارته داهم راڅرګنديږي چې ده په کوچنيوالي کې په زده کړه پيل کړى وي . ځيني څيړونکي په دې ګروه دي چې حميد مدرس ملا ؤ اودمروجو علومو طالب العلمانو ته يې تدريس کاوه ، ددې ادعا ملا تړ دده ځينو اثارو دمخطوطاتو له اختتاميه ليکنو هم څرګنډيږي ، دحميد نيرنګ عشق هغه خطي نسخه ده چې دزلمي هيوادمل په کتابخانه کې خوندي ده ، دهغې په پاى کې کښل شوي دي : (( تمت تمام شد نيرنګ عشق ازتصانيف مولوي عبدالحميد پشاوري )) . مړينه اومزار : ډيرو څيړونکو په روايتي ډول دحميد دمړينې نيټه ١١٤٥ هـ ش ښودلى ده خو دحميد په شرعة الاسلام کې دقوي شهودي دليل په پيداکيدو سره هغه مات شو خوسره له دې ځينې ښاغلي دراورټي نظر چې ګواکي حميد په ١١٤٥ هـ ق کې زيږيدلى دى اوس هم مني ،بايد يادونه وشي چې تر ١١٤٨ هـ ق کال پورې دحميد دژوند يقيني توب کومه روايتي خبره نه ده اوچايې روايت نه دى کړى ، بلکې شاعر په خپله دشرعة الاسلام په خاتمه کې ويلي دي :


         خــــــــــــــــانمـــــــــــه کړه په خير                        چې لــه خيره نه شم غير 
        وکړه مــا خداى ته داتيښته                           په زرســـل اته څلويښته 
        دشوال په شپږ ويشــــــــــــــتم                            په دا داد خـــداى وکتم 
        که کا خـــــــــــداى دافيروزي                         دحــــــــميد فقــــير روزي 

دحميد دمړيني يقيني تاريخ نه دى څرګند ، ځکه دراورټي نظر چې دده مرګ کال يې ١١٤٥ هـ ق بللى ؤ _ دشرعة الاسلام په پيداکيدو سره باطل شو ، بل داسې سند دده دمړينې په باب په لاس کې نه شته خو په ديوان کې له يوه بيته ښکاري چې تر پنځه پنځوس کلنۍ پورې رسيدلى دى ، دى وايي : له هغه چې پوهيدلى په ښه بديم رسيدلى دپنجاوپنج ترحديم اوله يوه بله بيته يې داهم ښکاري چې ډير سپين ږيرى شوى ، اوزوړوالي يې ملا غبرګه کړې ده ، ده ويلي دي :

                            چې پيري مې ږيره سپينه کړه ملا بغرګه
                           بويه قد دسروى قــصـــــــــــــــا تر تخرګه (١)(١٢:ص٣٠٦).

دغه رنګه له يوه بل بيته يې داهم ښکاري ، چې شاعر دمحمد شاه مغلولي ( ١١٣٠ – ١١٦٠ هـ ق ) په زمانه کې ژوندکړى دى ، دى وايي :

                                        که دښکلو د درګاه ګدايي مومم
                                        هى توبه دمحمد شاه له  سلطنته (٢)(١٢:ص٢٥٣).

له دغو بيتونو پرته مونږ په دې باب بل کوم سند دده په اثارو کې نشو پيداکولى ، خو لوى استاد ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو وروستيو اثاروکې دحميد له نامه سره دغه اعداد ( ١١٠٠ _ ١١٥٠ هـ ق ) کښلى دى . دحميد مزار دماشو ګګر په لويه هديره کې دى ، دادبيات سرحد مولف ليکلي دي: چې قبر يې خاورين اوډير خسته حال دى . مګر نوى روايات داسې دي چې دغه قبر جوړشوى اوکله کله دادبيانو اوشاعرانو مشاعرې پرې کيږي .


همدارنګه ويل شوي دي چې : دماشوګګر دبهلول زو په هديره کې دحميد په نامه قبر مشهور دى اوکوم پوخ قبر چې اوس پهدې هديره کې دحميد په نامه جوړشوى دى ، ويلى شي دمشهورحميد بابا دى اوداهم بايد هيره نه کړئ چې بهلول زي په عامه اصطلاح بالړزي تلفظ کوي . اثاراوتاليفات : تراوسه دحميد بابا څلوراثاره پيداشوي دي چې په لاندې توګه معرفي کيږي : ١ _ ديوان : دحميد په اثارو کې دډير شهرت څښتن دده ديوان دى ، چې دپښتو په ادبي حلقوکې د درومرجان په نامه شهرت لري. ٢_ نيرنګ عشق : دحميد په داستاني مثنو ياتو کې نيرنګ عشق هغه لوړ ادبي شهکار دى چې په پښتنې ادبي حلقو کې يې هم ښه شهرت ګټلى دى . داد(( عزيز اوشاهد)) دمينې داستان دى ، چې په پارسي ژبه دپنجاب دکنجاه نومې کلي اوسيدونکى داورنګ زيب مغولي د دورې شاعر مولانا محمداکرم غنيمت په (( ١٠٩٦ هـ ق )) کال کې په پارسي نظم کړى وه اوبيا پښتون شاعر حميد بابا ددغې مثنوي پښتو ژباړه ، دپښتنو دادبي دنيا ذوقمندانو ته وړاندې کړي ده . ٣_ شاه ګدا: دشاه ګدا کيسه دحميد بابا بل داستان دى ، دغه داستان دهلالي چغتايي له درې شه و درويش نه دغلام محمد اخونزاده په سپارښتنه ترجمه کړى دى . ٤ _ شرعة الاسلام : داهم دحميد بابا څلورم اثردى ، ددې اثر پيداکيدل حميد پيژندونکو اودپښتو ادبي تاريخ څيړونکو ته دڅيړنې اوتحقيق نوى ورپرانيست .

دتجنيس لنډه پيژندنه

      تجنيس همجنس کول (١)(١٠:ص ٣٧٧).تجنيس ، جناس ، تجانس اومجانسه دعربي ژبي  هغه مترادف کلمات دي چې الفاظ يې بيل اومعنى يې يوه ده په لغت کې يوشانوالى ، ورته والې ، يورنګوالې ، همجنسي توب له يوه جنسه (٢)(٧ :ص ٢١٤ ).ته ويل کيږي لکه څنګه دنامه څخه يې معلوميږي دعربي ژبئ کلمه ده او اوس هم په خپل شکل کارول کيږي دغه صفت دعربي ژبې په ادبياتو کې رواج وموند خو داچې زمونږ ژبه کې رواج لري داځکه چې داسلام مقدس دين ستر 

کتاب په عربي ژبه نازل شوى دى نوداسلام دين چې کله افغانستان ته راغى نو دعربي ژبې زياتي کلمې زمونږ ژبې ته راننوتلې اوهمدارنګه زمونږ اکثره پخوانيو علماو عربي ژبه اودعربي ژبې علوم زده کړي وه چې په دې وجه دعربي ژبي ادبيات پښتوته هم راغلي دي تجنيس هم ددې له جملې څخه دي چې دبديع علم يافن پورې اړه لري په پښتو ژبه کې رواج ومونداودوخت په تيريدو سره يې پرمختګ وکړ دادبي فنونو په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې دوينا يا شعر په يوبيت يانيم بيتي کې دوې يا زياتې داسې کلمي راشي چې په بڼه ، وزن ، دتورو په شمېر ، ليک اولوست کې يوشان يا څه سره ورته وي اوپه معنى کې سره توپير ولري جناس (تجنيس ) تجانس اومتجانسه بلل کيږي (٣)(١١:ص ٧٨).لکه څنګه چې بيلا بيل علوم ورځ په ورځ پرمختګ کوي په همدې ډول په ادب کې هم پرمختګ اونوښتونه رامنځته کيږي لکه څنګه چې دبديع علم ته هم نوى وايي چې تجنيس دادبي صنعتونو په لومړي سرکې راځي په لومړى سرکې لنډ بيايې ډولونه پيداکړه چې تراوسه يې ځينو اوه اوځينو لس ډولونه ښودلي دي يا پيژندل شوي چې بيا هرډول يې پهډوه يادرې قسمه دي خولکه څنګه چې زمونږ علمي رساله دعبدالحميد مومند په کلياتو کې تجنيس دى نوما په دې کلياتو کې په اوه ډوله تجنيس وموند چې په لاندې ډول به هر يو واضع شي .

١- تام تجنيس :

            تام په لغت کې پوره بشپړ ټول يا خيلو اکتوب ته وايي په ادبي اصطلاح کې ادبي صنعت ته ويل کيږي چې دمتجانسو کلمو دتورو په شمير وزن بڼه ليک اولوست (تلفظ ) کې يوشان وي او يواز ې په معنې کې سره توپير ولري اوپه دوه ډوله دى(١)(١١:ص٧٨).

الف : تام مماثل تجنيس

       مماثل په لغت کې ورته يا متشابه ته وايې اودبديع علم په اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کيږي چې متجانسې کلمې دواړه نوم يا فعل وي دعبدالحميد مومند په کلياتو کې مثالونه دادي :
        ساده روى خط ته هوس له سادګۍ کا 
                           وچمن ته پريښوى نشي دچمن  لاس (٢(٩:ص٧٦).

په پورته بيت کې لومړى چمن دشين ځاى په مانا اودويم چمن دنه منونکي يا سرکښ په معنې راغلى دى چې تام مماثل بلل کيږي . دانايان له دښمنانو سلانه کا ته به څه کوې دنفس شيطان سلا (٣)(٩:ص٢). دپورته بيت لومړنۍ سلا کلمه دمشورې په مانا راغلې ده اوپه دويمه کلمه کې دمنلو په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږې . نه زما ده نه دستا ده دادنيا

             پاتې شوې له هرچا ده دادنيا (٤)(٩:ص٢). 
  دپورته بيت لومړۍ دنيا کلمه دمال اودولت په مانا راغلې ده اودويمه کلمه دنړۍ په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .
  ماخوښه دتورو سترګو په تور نيسې
                     فلک کوم له نوره خلقه کى کور کا (١)(٩:ص٩).

په پورته بيت کې لومړى متجانيسه کلمه (تور) رنګ په مانا رغلې ده اودويمه دتورکلمه دتهمت په مانا راغلې ده. چې.

                                        اوره مه اوره وينه مه وينه ((حميده ! )) 
                                        دړوندو په کلي کور عالم ځان کورکا (٢)(٩:ص١٠). 

دپورته بيت لومړۍ متجانيسه کلمه ( کور) دکاله (خانه ) په مانا اودويمه (کور) دړوند په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .

                                     هلته څه غرض چې نه غرض متل دى 
                                     ځکه نه کا په ډيوه بلبل غرض (٣)(٩:ص٢٠). 

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى اودويمه (غرض ) کلمه دمطلب يا هدف په نامه راغلې دي اودويمه کلمه دلاسوهنې يا کارلرلو په مانا راغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .

                                    په محنت سره تڼاکې لاس چمن دى 
                                   څه په لعلو پسې مږي چمن خلق (٤)(٩:ص٢٠). 

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه ( چمن ) دګلزار په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه ده نه منونکي پښيمانۍ په مانا راغې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .

                                    له نااهلو دزړه راز ساتلى بويه 
                                   وچمن ته پېيښونه شي چمن خلق (١)(٩ :ص١٢١).    
        دپورته  بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه دشين يا ګل ګلزار ځاى په مانا راغلې ده اودويمه چمن کلمه دنا اهلو يامغرور سرکښو په مانا رغلې ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس بلل کيږي . 
                         زه(( حميد )) واړه پوچ ګوى يم سرترسره 
                        بې له دې چې دخوبانو ګفتګوکړم (٢)(٩:ص٢٩٧).

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه (سر) پيل يا شروع په مانا راغلې ده اودويم سر داخر يا پاى په مانا راغلې ده چې تام مماثل تجنيس بلل کيږي .


چې په مادي هم له مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادي پرې ناحق دبل ايداد کړم (٣)(٩:ص١٠٤ ). دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى کلمه (مادي) دتحمل بار يا ذمه وارۍ په مانا راغلې ده اودويم (مادي) اړيکي يارابطي په مانا راغلي ده چې دبديع علم له مخې تام مماثل تجنيس په نامه ياديږي . که هرڅويې دزارۍ پېشه کړه پېشه هيڅ يې نه مونده زړه سوى له بدانديشه دپورته بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه متجانسه کله (پيشه ) دکسب يا کاروبارپه مانا راغلې ده اودويمه (پيشه ) دوړاندې کولو په مانا راغلي ده .


ما بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا جفا واړه درګوره پس له دې مې په هــــــــــــــــجران مه وژنه ګوره (١)(٩:ص١٢٠).

      دپورته  بيت په متجانسوکلمو کې لومړى متجانسه کلمه(( ګوره)) دليدلو په مانا اودويمه ((ګوره)) دمتوجه اوپاملرنې يا تاکيد په مانا راغلې ده چې دواړه کلمې نومونه دي ځکه يې تام مماثل تجنيس بولي . 

چې چپچلى دې دعشق بې دمه ماريم

           خودبه راڅخه اوکاږي يــــــــــــــــــودم (٢)(٩:ص٢٤١ ).
         دپورته بيت د(دم ) په کلمه کې تجنيس راغلى دى ، لومړى دم د( اودې ) په مانا ، دويم (دم ) د(سا) په مانا اودرېم (دم ) دوخت په مانا کارول شوى دى اودريواړه نومونه دي . 


ب – مستوفي تام تجنيس

که چيرته له متجانسو کلمو څخه يوه يې نوم اوبله يې فعل کارول شوى وي نومړى تجنيس يې بولي (٢)(٩:ص٢٥٢).

لکه دعبدالحميد مومند کليات په يوه بيت کې : 

چې دشونډو دې خوراک شوې بُتا ! ويني له هوسه نه سهېږي زمـــــــــــــــــــــــــا ويني

دپورته بيت د( وينې ) په کلمه کې تجنيس پيښ شوى دى ، لومړى (وينې) دليدو په مانا اودويم (ونيې ) د(خون ) په مانا کارول شوى دى داچې لومړى ( وينې ) فعل اودويم يې نوم دى نوځکه يې مستوفي تام تجنيس بولي.

له ژړايې هسې اوښکې په مخ سروې ګويا بهنده چينې دغره په سروې (٢)(٩:ص٥٢٧).

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې لومړى متجانسه کلمه (سروې ) بهيدولوياروانې په مانا دى اودويمه کلمه ( سروې ) دسريا پورتنۍ برخې په مانا رغلي دي چې لومړى کلمه فعل اودويمه کلمه نوم ياصفت دى نوځکه يې تام مستوفي تجنيس بولي.

چې عزت دسردار انودرويشي ده هسې فخر دنبيانو درويشي ده(٣)(٩:ص٥٠٨).

دپورته بيت د( درويشي ) په کلمو کې تجنيس پيښ شوى دى لومړى درويشي دلباس په مانا اودويمه درويشي دفقر په مانا رغلي دي چې يويې نوم اوبل يې فعل دى ځکه يې مستوفي تجنيس بولي . ناقص ( نيمګړى ) تجنيس :

دتجنيس هغه ډول دى تچې متجانسې کلمې په بڼه اودنورو په شمېر کې سره يو شان وي مګر توپير يې يوازې په يوغږ ( تلفظ ) اومانا کې وي

لکه دعبدلحميد مومند په ځينو بيتونوکې چې په لاندې ډول دي :

چې يوه ګړۍ وصــــــال راڅخه پس کړي شي ګړۍ له ډېرې ځـــــلې په ما کال پس (٢)(٩:ص٧٨).

          دپورته بيت په (پس ) کلمه کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى پس دوروسته په مانا اودويم پس دنااهله انسان په مانا راغلى دى 

د( حميد ) دزړه ړڼا په ښکلي مخ ده په داکورکې نشته بله بله شمع (٣)(٩:ص٩٥).

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس راغلى دى لومړى کلمه (بله ) په ب زور دى اود دويمي کلمي ( بله) دب په زوره کى دى چې په ويون ياتلفظ کې فرق لري اودبديع علم له مخې ناقص تجنيس بلل کيږي . چې استا ددهغه ګروه په هر هنر شو لــــــــــــــــــه صدفه لکه درښهردرشو

دپورته بيت په متجانسو کلمو کې ناقص تجنيس واقع شوى دى ځکه چې لومړى کلمه (در) ددال (پيښ ) دى اودويمي کلمي ددال زور دى چې په تلفظ کې توپيرلري نوځکه يې ناقص تجنيس بولي ! داپيغام چې دشاهد دغوږ و درشو په شکست کې پير ، په پېر دبهادرشو (١)٩:ص٣٠١ ).

دپورته کلمه کې اوږده د(پير) په متجانسو کلمو کې دلومړى پير څرګنده (ى) ده اودويمه کلمه کې اوږده (ې) راغلې ده چې په تلفظ کې توپير لري نوناقص تجنيس بلل کيږي . لا احصا‌ء ثنا ، دجبر عذر خواهي کړه په داخپلې کوتاهۍ دلارې کوتاهي کړه (٢)(٩:ص٤٥٧ ).

دپورته بيت (کوتاهي ) په متجانسو کلمو کې لومړى کلمې زورکۍ واله (يا) ده اوددويمې کلمې څرګنده (ي) ده چې دبديع علم له مخي ناقص (نيمګړى ) تجنيس بلل کيږي . زايد تجنيس :

زايد په لغت کې زيات کړل شوي ته وايې او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سر، مينځ يا پاى کې يو تورى زيات راغلى وي اوپه دوه ډوله دى . الف مزيد تجنيس :

که له متجانيسو کلمو څخه ديوې په سرکې يوتورى زيات راغلى وي مزيد تجنيس ورته وايې (٣)(١١:ص٨٤).
لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې ګورو : 

څوبه ګورم دقيامت و ورځوشپوته دانجام په دم قــــــــــدم کې داغاز را(١)(٩:ص١).

دپورته بيت ( دم ، قدم په متجانيسو کلمو کې دقدم په متجانيسو کلموکې دقدم په کلمو کې (ق) تورى زيات راغلى دى داچې زيات تورى دکلمې په سرکې راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

نه له تارسره ســـــــــــهيږم نه بې تا

               مبتلادې کـــــــــــــړم په څه بلا بتا(٢)(٩:ص٤١).

دپورته بيت (تا،بُتا ) په متجانيسو کلموکې دبُتا کلمې په سرکې يو تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

دم قدم دخپل دم خـــواهش راکې هيڅ نشته

                کاغذي روغ کـــــــــــــــــــــړى بت تش کالبوت (٣)(٩:ص ٤١ ).

دپورته بيت ( دم ، قدم ) په متجانيسو کلموکې دقدم کلمه کې دسر تورى (ق) زيات راغلى دى دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

چې ګـــــــــــــــــــرميږي په ازاربازار دښکلو

                 نه اړکــــــــــــــــــــــــــــــــېږي په ازاردپيرفقير(٤)(٩:ص٦٤) 

دپورته بيت ( ازار ، بازار په متجانسو کلموکې دبازار په کلمه کې دسر تورى (ب ) تورى دازرد کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . چې دښکليو کش مکش پرې نه تيريږي په داهسې ســــــــــــــــــــلامته ږيره تف (١)(٩:ص١٠١).

  دپورته بيت (کش ، مکش ) متجانيسو کلموکې دمکش په کلمه کې دسرتورى (م ) دکش له مخې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس ورته وايي . 

چې واهه به يې په داشـــــکرو شخوند لولو لو به يې هالــــــــــه کاوه خوند (٢)(٩:ص٢٧٣).

دپورته بيت (خوند، شخوند) متجانيسو کلمو کې دشخوند په کلمه کې دسر (ش) تورى دخوند له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . ساده دل په مينه واخيسته دامينه بل جواب باندې ونه شو بې امينه (٣)(٩:ص٤١٤).

دپورته بيت ( مينه ، امينه ) په متجانيسو کلمو کې دامينه په کلمه کې دسر تورى (الف) توري د(مينه ) له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي . ده رټلي ، خداى (ج) رټلي دي بېشکه ده ترټلي خداى (ج) ترټلي دي بې شکه (٤)(٩:ص٤٥٥).

دپورته بيت په رټلي ، ترټلي په متجانيسو کلمو کې دترټلي کلمي په سرکې د(ت) تورى درټلي دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .


په ساده حسن وجمال هسې رنګين شه چې جهان يې دخوبۍ لاندې ترنګين شه (١)(٩:ص٤٥٧).

دپورته بيت رنګين اوترنګين په متجانيسو کلمو کېدترنګين کلمې دسرتورى (ت) درنګينې له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

زُ حل حل ځيني مشکل دهر محل که عطارد په عطارد دخط نهل که (٢)(٩:ص٤٥٩).

دپورته بيت ( حل زُ حل ) په متجانيسو کلمو کې دزُحل په کلمه کې دسرتورى (ز) دحل له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي. پريستلى دې هجران له لاسو پښويم افتاده په دستګيرۍ دستا دښويم (٣)(٩:ص٤٦٤ ).

دپورته بيت ( پښويم ) ښويم په متجانيسو کلمو کې دپښويم په کلمه کې دسرتورى (پ) دښويم له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيدتجنيس بلل کيږي .


فراست له شريعته سره مل کړه هله وړاندې شه ښه کاروته عمل کړه (١)(٩:ص٥٨٢ ). دپورته بيت ( مل اوعمل ) کلمو کې تجنيس راغلى چې دعمل کلمي د(ع ) تورى دمل له کلمې څخه زيات راغلى ځکه زيد ورته وايې . دخداى (ج) فضل يې له ځانه سره يارکه دغليم ديش وياريې خپل ديارکه (٢)(٩:ص٥٩٤). دپورته بيت ( يار) په کلمو کې مزيد تجنيس راغلى د(ديا) په کلمه کې دسر(د) تورى د(يار) دکلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي () هغ ځاى غسل کفن شه هم دفن شه دژوند وکتاب يې ختم په دفن شه (٣)(٩:ص٦٠١ ) دپورته بيت ( کفن اودفن ) په کلمو کې تجنيس راغلى دفن په کلمو کېدسر د(ک ) تورى دفن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيد تجنيس بلل کيږي .

مزيل تجنيس مزيل په لغت کې دبرطرفه کووننکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي (١)(١١:ص٨٥ ). لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلکې ګورو . چې نظر له ناتوانۍ وچاته نه کا دهغوبيمارو سترګونازونياز را (٢)(٩:ص١). دپورته بيت ( نازاونياز ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې د(ى ) تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه هرنفس دتلو اواز کا چل چلا (٣)(٩:ص٢). دپورته بيت (چل ،چلا ) په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي واقعي دتورو سترګو توردى دا (٤)(٩:ص٢) دپورته بيت ( تورو ، تور ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى (و) تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي .

مزيل تجنيس مزيل په لغت کې دبرطرفه کوونکي په معني دى اوپه ادبي اصطلاح کې دزايد تجنيس هغه ډول دى چې له متجانيسو کلمو څخه ديوې کلمې په منځ يا پاى کې يوتورى زيات راغلى وي (1)(١١:ص ٨٥ ). لکه عبدالحميد مومند په لاندې بيتونو کې يې بيلګې ګورو . چې نظر له ناتوانۍ وچاته نه کا دهغوبيمارو سترګونازونياز را (٢)(٩:ص١). دپورته بيت ( نازاونياز ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دنياز دکلمې په منځ کې د(ى ) تورى زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . دخپل دم وچليدو وته غوږنيسه هرنفس دتلو اواز کا چل چلا (٣)(٩:ص٢). دپورته بيت (چل ،چلا ) په کلمو کې مزيل تجنس راغلى دچلا په کلمه کې دپاى الف تورى دچل له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي واقعي دتورو سترګو توردى دا(٤)(٩:ص٢). دپورته بيت ( تورو ، تور ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتورو په کلمه کې دپاى (و) تور ى دتور له کلمې څخه زيات راغلى دى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي .

عاشقي ده واقعي دسود سودا ځکه سرورکوي شمع په خندا (١)(٩:ص ٥).

دپورته بيت ( سود، سودا ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى د سوداپه کلمه کې دالف تورى سود دکلمې څخه زيات راغلى ځکه مزيل تجنيس ورته ورته وايي . چې دعشق هوسناکې ورته په خواشي ډيرويرژلي کاندي ګډ په تن تنا (٢)(٩:ص٨). دپورته بيت ( تن ،تنا ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دتنا په کلمه کې الف تورى په پاى کې دتن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . تما شا دګلشن څه کوم بې تا يا سمين وسمن څه کوم بې تا(٣)(٩:ص١٤).

دپورته بيت ( سمن ،سمين ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دسمين په کلمه کې (ى) تورى په منځ په کې دسمن له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . چې په مخ يې زد وګيردخط آغازکا نوربدل دساده رويو ناز په نياز کا (٤)(٩:ص ٢١).

دپورته بيت ( ناز ،نياز ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دنيا په کلمه کې (ى) تورى په منځ کې دناز له کلمې څخه زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي .

ستا مزرو سترګو حرام کا دحــــــــــــــرم په هو سوخواب (١)(٩:ص٣٣)

دپورته بيت ( حرام اوحرم ) په کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دحرام په کلمه کې ( الف ) تورى دکلمې په منځ کې دحرم له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه يې مزيل تجنيس بولي .

هسې تللى يم په فکر دجانان ډوب لکه کاڼى په تلي کې دعمان ډوب (٢) (٩:ص٣٤).

دپورته بيت ( تللى اوتلى ) په کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دتللى په کلمه کې يو (ل ) تورى په منځ کې دتلي له کلمې څخه زياته راغلى چې دبديع علم له مخې مزيل تجنيس بولي . چې مرګ خوارۍ په خوا لرې خند اکړې نشته تاغوندې ((حميده ! )) شوخ وشخ (٣)(٩:ص٤٩).

دپورته بيت ( شوخ ، شخ ) په متجانسو کلمو کې دشوخ په کلمه کې د (و) تورى زيا ت راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي . جنګوم اور پومبه له نادانيه چې جلب دستا دناز نيسم په نياز (٤)(٩:ص ٧١).

دپورته بيت (ناز اونياز ) په متجانيسو کلمو کې د(ى ) تورى دنياز په کلمه کې زيات راغلى چې دبديع علم له مخې يې مزيل تجنيس بولي .

هر ورځ مې پالنګ باندې حاضريږي چې يي خيال دخط وخال شه راته پېښ (١)(٩:ص٨٤).

په پورته بيت کې ( خيال اوخال ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دخيال په کلمه کې د(ى) تورى دخال له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

خو چې عش په زړه مېشته کاعقل درومي ځان ګوښه کا هم په دا چې دها تيا نو ترميان څوک کاندي کښ کيښ (٢)(٩:ص٨٦).

دپورته بيت ( کښ ، کيښ ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دکيښ په کلمه کې د(ې ) تورى دکښ له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس ورته وايي .

لکه څوک وايي سندرې په مړې ناوې تش په توره تل ډم ډوم دى داخلاص (٣)(٩:ص٨٨).

دپورته بيت د( ډم ، ډوم ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د (ډوم ) په کلمه کې ډ (و) تورى دډم له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . څو خودي کړي خود دماغ څو مې سيځي داغ په داغ (٤)(٩:ص ٨٩).

دپورته بيت ( خودي ، خود ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دخودي په کلمه کې (ي) تورى دخود له کلمې څخه زيات راغلى ځکه ورته مزيل وايي . که شاهان وتخت وتاج ته لري شوق عاشقان تاخت وتاراچ ته لري شوق (١)(٩:ص١٠٥).

په پورته بيت د ( تخت اوتاخت ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دتاخت په کلمه کې د(الف ) تور ى دتخت له کلمې څخه زيات راغلى دى ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . هسي شان په لږه لوږه مبدل شي چې ګونګټ اخلې په طمع داملوک (٢)(٩:ص١٠٩).

په پورته بيت کې د(لږه ، لوږه ) په متجانيسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د( لوږه ) په کلمه کې د (و ) تورى دلږه له کلمې څخه زيات راغلى د ى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

چې ريښتينى سيده صاف نه وي حميده ! بولي بول عاقلان داهسې بول (٣)(٩:ص١١٧

  دپورته بيت ( بولي ، بول ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى دبولي په کلمه کې د(ي ) تورى دبول  له کلمې څخه زيات راغلى دى نو ځکه يي مزيل تجنيس بولي . 

ايېنه دزنګون ونيسه ومخ ته پکي وګوره احوال دجام جم (٤)(٩:ص١٢٤).


دپورته بيت د (جام ، جام ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس راغلى دى د (جام ) په کلمه کې د( الف ) تورى دجم له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . نه يې مثل په جهان کې نه مثال شته نه يې څوک په کاروبارکې سموسيال شته (١)(٩:ص٤٤٣).

په پورته بيت کې د ( مثل اومثال ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى . دمثال په کلمه کې د( الف ) تورى اودمثل له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

چې يې وشو په فلک دحکم غږ زريي کړه (ه) دنمر ، سپوږمۍ حلقه په غوږ (٢)(ص٤٤٦).

دپورته بيت د( غږ اوغوږ ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دغوږ په کلمه کې د ( و ) تور ى دغږ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي . هسې رنګ مې په يکتا کړې له قامته چې جداراځنې نه شي ترقيامته (٣)(٩:ص٤٥١).

دپورته بيت د( قيامته اوقامته ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى د(يامته ) په کلمه کې د(ى ) تورى دقامته له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي . حوادث له حرکته په ارام وو دجهان له خيلا نته په احرام وو (٤)(٩:ص٤٥٦).


دپورته بيت د ( ارام اواحرام ) په متجانسو کلموکې مزيل تجنيس واقع شوى دى . د( احرام ) په کلمه کې د( ح ) تورى دارام له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

چې خوړې يې همه عمر پسې شولې عر ش يې خاورې دقدم کړ اخر شکولې (١)(٩:ص٤٥٩).

دپورته بيت د( شولي اوشکولې ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دشکولې په کلمه کې د( ک ) تورى دشولې له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

که يو غشى ستا دلاسه په ماخښ شي ترقيامته به خاطر زما پرې خوښ شي (٢)(٩:ص٥٣٠).

دپورته بيت ( خښ اوخوښ ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شوى دى دخوښ په کلمه کې د(و ) تورى دخښ له کلمې څخه زيات راغلى نو ځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

لا له بل که هسې اورپه هوروتورکې چې يې وسه خپل کيکوړى په تنورکې (٣)(٩:ص٥٣٧ ).

دپورته بيت د( تور اوتنور ) په متجانسو کلمو کې مزيل تجنيس واقع شو ى دى دتنور په کلمه کې د (ن ) تورى دتور له کلمې څخه زيات راغلى نوځکه ورته مزيل تجنيس وايي .

مرکب تجنيس :

    که متجانسې کلمې په بڼه ، حرکت ، دتورو په شمېر او وزن کې يو شان وي مګر يوه يې مرکبه اوبله يې بسيطه وي . مرکب تجنيس بلل کيږي . نوموړى تجنيس په درې ډوله دى : 

ا لف : متشابه مرکب تجنيس : که چيرته متجانسې کلمې يو له بله سره په ليک اوتلفظ کې توپيرونه لري ، متشابه مرکب تجنيس ورته

وايي (١)(١١:ص٨٦). لکه 

راښکاره چې شرافت دشرافت شه داعاشور له ناپوهۍ ګاڼۀ اختر ما (٢)(٩:ص٧). دپورته بيت دشرافت په کلمه کې مرکب تجنيس راغلى دى ، لومړى شرافت مرکبه کلمه ده ، ( شراوفت ) اودويم دشرافت بـسيطه کلمه ده .

ب – مفروق مرکب تجنيس :

دمرکب تجنيس هغه ډول دى چې مرکبه کلمه يې دمرکبې په بڼه اوبسيطه يې دبسيطې په بڼه وليکل شي يا داچې مرکبه کلمه يې په ليک کې له بسيطې کلمې سره توپير ولري لکه (٣)(١١:ص٨٨). مفروق مرکب تجنيس دحميد بابا په کلياتو کې ونه ليدل شو.



ج – مرفو مرکب تجنيس : مرفو په لغت کې دګنډل شوي په معنى دى اوپه اصطلاح کې مرفو مرکب تجنيس هغه تجنيس د ى چې له متجانسو کلمو څخه ديوې په سرکې دوه يا درې توري زيات راغلي وي .(١)(١١:ص ٨٩ ). لکه عبدالحميد مومند چې په لاندې بيتونو کې وايي :

سرزما سرکوزي نه مني دتاج ګڼه تاج زما وسرته دى محتاج (٢) (٩:ص٤٥).

دپورته بيت ( دتاج اومحتاج ) په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى لکه څنګه چې دمحتاج کلمه کې ( م اوح ) توري دتاج په کلمه کې ګنډل شوي دى نو ځکه مرفو مرکب تجنيس يې بولي

لاکه مخ له خال وخط اب وتاب ډير ولې تاب وي داورېځې دافتاب ډير(٣)(٩:ص٤٥).

دپورته بيت مرفومرکب تجنيس کلمې تاب اوافتاب دي دافتاب کلمې د (الف اوف) تورى دتاب په کلمه کې ګنډل شوى دى چې په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي .

په بيداد فلک چې څوک دادوفر ياد کا دادانه کا بېهوده په اسيا غرض (٤)(٩:ص٩٠).

دپورته بيت مرفو مرکب تجنيس کلمې دداداوبيداد (ب اوى) ددادپه کلمه کې کنډل شوي دى چې په دې وجه مرفو بلل کيږي .

که درلودى دلبرانوڅه انصاف نشته ماغوندې په مينه کې څوک صاف(١)(٩:ص٩٩)

پورته بيت کې مرفو (مرکب تجنيس دصاف اوانصاف په کلمه کې راغلي دى دانصاف کلمې (ان ) دصاف په کلمه کې ګنډل شوي دي چې مرفوع مرکب تجنيس بلل کيږي .

په نسيم يې دنفس لکه ګل واشي په خنداشي له غمونو بې پرواشي (٢)(٩:ص٤٧٥ ).

په پورته بيت کې مرفو مرکب تجنيس دواشي اوپرواشي ) په کلمو کې مرفو مرکب تجنيس راغلى دى دپرواشي کلمې (پر) توري دواشي په کلمه کې ګنډل شوي دي په دې وجه مرفو مرکب تجنيس بلل کيږي . مکرر تجنيس :

هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې دبيت په پاى کې پرلپسي راشي په بله وينا کې که چيرته له متجانسو کلمو وروستۍ کلمه دمخکينۍ کلمې په وروستۍ برخه کې شامله وي مکرر تجنيس ورته وايې ،(٣)(١١:ص ٩٠). ددې ډول تجنيس بېلګې دحميد په اشعارو کې زما تر نظر لاندې رانغلې .



مطرف تجنيس : هغه تجنيس دى چې متجانسې کلمې يې په يوه توري کې سره توپير ولري مطرف تجنيس يې بولي . په دوه ډوله دى .

الف : مضارع مطرف تجنيس : مضارع په لغت کې ورته يا مشابه دى چې مخالف توري يې په وتو نځايونو (مخرجونو ) کې سره نژدې وي (١)(١١:ص٩١). لکه عبدالحميد مومند چې په ځينو بيتونو کې وايي :

محبت په قيل وقال نشي په حال شي څوک به څو په رڼا ځغلي دبرېښنا (٢)(٩:ص٧ ) . په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(قيل وقال ) په کلمو کې راغلى دى دقيل وقال کلمو ( الف ،ي ) مخالف توري په وتونځايونو کې نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . مړاوى رنګ زما پوښتنه له مړاوو سترګو داچې وي خبردارى دخوارپه خو ا ر (٣)(٩:ص٦٠). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(مړاوى ، مړاوو ) کلمو کې راغلى دى دمړاوى اومړاوو په کلمو دپاى ( و،ى ) مخالف توري په وتونځايونو سره نژدې دى نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . ناګهان په مدرسه دملا راغى په لباس کې دبلا په سلا راغى (٤)(٩:ص٢٧٣). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(بلا اوسلا ) په کلمو کې راغلى دى د( ب اوس ) مخالف توري چې په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس ورته وايي .

له حجابه چې يې مخ ووهي برق نه شي هېڅ دده دبرق دشوخۍ فرق (١)(٩:ص٢٨٥ ). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(برق اوفرق ) په کلمو کې راغلى دى دبرق اوفرق کلمو ( ب او ف ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . لايې کړې نه وې دوې ودرې نغمې دستې ايښې په سينه دشوق تغمې (٢)(٩:ص٣٠٣). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(نغمې ) په کلمو کې راغلى دى د(نغمې اوتغمې ) کلمو ( ن اوت ) مخالف توري په وتونحايونو کې سره نژدې دي نوځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . که مې اورپه سربليږي لکه شمع په وصال مې کړه له هجره خاطرجمع (٣)(٩:ص٣٢٣). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(شمع اوجمع ) په کلموکې راغلى دى دشمع اوجمع کلمو ( ش اوج ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي مضارع مطرف تجنيس بلل کيږي . څوڅو ځل يم تښتېدلى بيا راغلى نه يم تاددې ردۍ په داغ داغلى (٤)(٩:ص٤٥٠).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(داغلى او راغلى ) په کلمو کې راغلى دى د(د) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . زه په هره ساه خطا کړم ته عطا کړي په يوه عطا ته ورکې سل خطاکړې(١)(٩:ص٤٥٠).


په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(خطا اوعطا ) په کلمو کې راغلى دى دنوموړې کلمو ( خ اوع ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . هغه شپه چې محمد(ص) پورته باله شه په لويۍ دمعراج هومره پاله شه (٢)(٩:ص ٤٥٦).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(باله اوپاله ) په کلمو کې راغلى دى د(ب اوپ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . چې قـــــــــــــــــــــــــــــــــدم يې په رکاب دبراق کيښود په سفلي عالم يې تيغ دفراق کيښود (٣)(٩:ص٤٥٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(براق اوفراق ) په کلمو کې راغلى دى د( ب اوف ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . په بل شان مې تلونې نه ده دزړه څله څوپه سترګو دې ونه وينم يوځله (٤)(٩:ص ٤٦٣).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( څله اوځله ) په کلمو کې راغلى دى د( څ اوځ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

اصحاب واړه نجوم داقتدادي پيروان يې مشرف په اهتدا دي (١)(٩:ص ٤٦٦).


په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(اقتدااواهتدا ) په کلموکې راغلى دى دنوموړو کلمو په ( ق اوهـ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

طـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرفين په اظهاردحق مثُاب دي په يوه ثواب مخطي په لس مصاب دي (٢)(٩:ص ٤٦٦).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(مثاب اومصاپ ) په کلموکې راغلى دى د(ث اوص ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

اقتدالره لايق مذهب دده دى اهتدالره فايق مذهب دده دى (٣)(٩:ص٤٦٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( اقتدا اواهتدا ) په کلمو ې راغلى دى د( ق اوهـ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

لکه دى هسې صائب دده مذهب دى لکه دى هسې صاحب دده مذهب دى (٤)(٩:ص٤٦٧).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( صائب اوصاحب ) په کلمو کې راغلى دى د( ءـــــ او ح ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دى ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .


ده بيان که ورته حال لکه وهسې سوال جواب قيل وقال لکه وهسي (١)(٩:)ص ٥٠٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(قيل اوقال ) په کلموکې راغلى دى د( ح اوق ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي.

دکرم په اوبومړ دازار اورکا په عطا سره خطا زما دګوکه (٢) (٩:ص٥٠٧ ).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د(خطا اوعطا ) په کلمو کې راغلى د ى (خ اوع ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع تجنيس وايي .

کــــــــــــــــــــــــــه ويښته ولې دغشې په ويشته يمه زه له ضعيفۍ نرى ويښته (٣)(٩:ص ٤٣٠).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( ويښته اوويشته ) په کلموکې راغلى دى د( ښ اوش ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

له خماره دلاله ووپيالې زانګي له مستۍ نه هسې زغاشتې شي نه دانګي (٤)(٩:ص٥٣٢).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( زانګي اودانګي ) په کلموکې راغلى دى د( ز،د) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . په داهسې ورځــــــــــــــــــــــــــــوشپو ښايسته وخت وووت شاه له خپله لوره لکه بخت (١)(٩:ص٥٣٧).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( وخت اوبخت ) په کلموکې راغلى دى د( و اوب ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي.

که حوش ، که يې طيور ، واړه زېباوو په تصويرکې لکه نقش په دېباوو(٢)(٩:ص ٣٥٨).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( زېبا اودېبا په کلموکې راغلى دى د(زاود) مخالف توري په وتونځاى يونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

چې غصه به شه مزري په کينه خپله په پنجوبه يي وهله سينه خپله (٣) (٩:ص ٣٣٩).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( کينه اوسينه ) په کلموکې راغلى دى د(ک اوس ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف وايي.


په دياردنوبهارشوه وباګډه دچمن ګلونو لاس کيښود په کډه (١)(٩:ص٥٧٦).

په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( ګده اوګډه په کلموکې راغلى دى د(ک اوګ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

څويي نه کاندې وفا دپوزې پرړى يارديادجفا باردې کله وړى (٢)(٩:ص٥٧٨).

ټپه پورته بيت کې مضارع مطرف تجني د(پړى اووړى ) په کلموکې راغلى دى د( پ او و) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي . له اوبه چې طمع پريکړى شي له تږي خواه ناخواه په صبر سيځې سينه سږي(٣)(٩:ص٥٧٩). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( تږياوسږي ) په کلمو کې راغلى دى د( ت اوس ) مخالف توري په وتونځايونوکې سره نژدې دي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

داچې تاسي نه برى درکړى خداى دى نورڅه نه دي په دعا ددې ګداى دى (٤)(٩:ص ٥٩٦). په پورته بيت کې مضارع مطرف تجنيس د( دخداى اوګداى ) په کلموکې راغلى دى د( خ اوګ ) مخالف توري په وتونځايونو کې سره نژدي ځکه ورته مضارع مطرف تجنيس وايي .

ب – لاحق مطرف تجنيس : لاحق په لغت کې نښتي ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دى چې دمتجانسو کلمو بدل توري په وتونځايونو کې سره لرې وي (١)(١١:ص ٩٢). لکه عبدالحميد مومند چې وايي :

الهي دمحبت سوزو ګدازرا په داورکې دستي سمندرسازرا (٢)(٩:ص ١).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ساز، ګداز) په کلموکې راغلى دى د(س ، ګ ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي

په پردو مېړانه نه کيږي بې خپلو له لحده دا اوازجما ل جلال کا (٣)(٩:ص ٢٣).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( جمال ،جلال په کلموکې راغلى دى دجلال کلمې اول (ل ) اواجمال کلمې(م) مخالف توري په وتونځايونو کې سره لر دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . هسې پټ مهر په قهر کې کا ښکلي لکه څوک په کفرستان کې دينداري کا (٤)(٩:ص ٢٦). په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(مهراوقهر ) په کلموکې راغلى دى د(مهر) په کلمه کې (م ) اود(قهر) په کلمه کې (ق) يوله بل سهر توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . په دغه لمانځه نه شي ښکانځه شي چې دزړه دى په رباب مخ په مهراب (٥)(٩:ص٢٨).

په پورته بيت کې دلاحق مطرف تجنيس د(لمانځه اونمانځه ) په کلموکې راغلى دى د(ل اوښ ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لري دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي .

که يې خضر دحيوان په چشمه مومي مومم زه ديار له خولې اب حيات (١)(٩:ص ٣٨ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( مومي اوموم ) په کلمو کې راغلى دى د( دپاى تورى ( م اوي ) مخالف توري لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . په وعده يې دوفا په جفا پيښ کړم ودروهلم جوفرشو ګندم نماى دوست(٢)(٩:ص٤٠ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(وفا اوجفا ) په کلموکې راغلى دى د(دسر(و، ج ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي چې په کارزما دميني کاڅوک طعن پرې به وشي دهاروت اودماروت (٣)(٩:ص ٤١).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(هاروت اوماروت ) په کلموکې راغلى دى دسر(هـ ، م ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

زه دعشق په ملامت کې سلامت يم په يونس شوه دمورنس ، ګيډه دحوت (٤)(٩:ص٤١).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ملامت اوسلامت ) په کلمو کې راغلى دى دسر(م،س ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مذرف تجينس بلل کيږي . سترګې وساته که زړه ساتې ((حميده )) ورانوي دغه زخمي داولايت (١)(٩:ص٤٣).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ساته اوساتي ) په کلموکې راغلى دى ( هـ اوې) مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . کهپه څيړيې ګيريوان خاندې لکه صبح درست جهان به کړې دلاندې لکه صبح (٢)(٩:ص ٤٨).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(خاندې اولاندې ) په کلموکې راغلى دى د(خ اول ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي زه ناښاد چې دياريادکړم ښادي نه راځى په ياد (٣)(٩ :ص٥٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ياداويار په کلموکې راغلى دى د ( ر اود ) مخالف توري سره لري دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . دم قدم دښومردانو مردانه کاندې نامرد (٤)(٩:ص٥٥). په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(مردانه ) په کلمو کې راغلى دى د(هـ او و ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي

يو ((حميد )) له توره خطه شکوه نه کا دې وبا کړل ټول عالم خراب تراب ډير (١)(٩:ص٦٦).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(خراب اوتراب ) په کلموکې راغلى دى دسر(خ، ب ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

ددې دهر دچمن له ګلوبوي لاړ

                         له خوبانو نه يې هم دمهروخوى لاړ(٢)(٩:ص ٦٧). 

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(نام ،بام ) په کلموکې راغلى دى دسر( ن ،ب ) مخالف توري سره لرې وي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

چې دې نه که په نيکۍ دننګ ونام لوړ په دوه چمه دې دخټومه شه بام لوړ(٣)(٩:ص ٦٩) . په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(نام ،بام ) په کلموکې راغلى دى دسر(ن ،ب ) مخالف توري سره لري وي .لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

شوخې سترګې يې نه لرې شي نه برې که منډم پکې خسڼي دماموس (٤)(٩:ص ٧٩) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( لرې ، برې ) په کلموکې راغلى دى دسر( ل ،ب ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .


بلبل زړه مې ستا په باغ کې قدرت نه لرې زاغ (١)(٩:ص ٩٨).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(باغ ، زاغ ) په کلموکې راغى دى د(ب اوز ) مخالف توري سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

شدني درباندې وشوه که دکک وو که دلک (٢)(٩:ص ١٠٩).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( کک اولک ) په کلموکې راغلى دى د(ل ، ک ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي . ګاه سړى خوښ خرم وي ګاه له غمه وي هک پک (٣)(٩:ص ١٠٩) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( هک اوپک ) په کلموکې راغلى دى د( هـ ،پ ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي .


نهايت چې غلبه ورباندې شوق شو محبت يې دناموس دغاړې طوق شو (١)(٩:ص ٢٧٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(شوق اوطوق ) په کلموکې راغلى دسرتورى ( ش اوط ) مخالف توري چې په وتونځايونوکې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس ګڼل کيږي .

اې خواجه دملا زړه يووړيک لخته نوريې واخيسته يک لخت ورسره سخته (٢)(٩:ص ٢٧٤) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(لخته اوسخته ) په کلموکې راغلى د (ل ،س ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي چې باد باده دګلووڅښې پاڅي دبلبلو په نغموپه سرور ناڅي (٣)(٩:ص٢٧٧).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( پاڅي اوناڅي) په کلموکې راغلى دسرتورى (ن) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .

هسې ګل يې پيداکيږي په چمن کې چې شرميږي ځينې لعل په يمن کې(١)(٩:ص ٢٧٧).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(چمن اويمن ) په کلموکې راغلى د(چ اوي ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . يوفقير و دمعنوپه ملک امير په بشرله شرکه پاک ضمير (٢)(٩:ص ٢٨٨ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( امير اوضمير) په کلموکې راغلى د د(اميراوضمير ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . سازوباز نرم اوازيي ورته وښو دقدم نازو نيازيي ورته وښو (٣)(٩:ص ٢٨٠).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( سازاوباز ) په کلموکې راغلى د( ساز په کلمه کې س اودبازپه کلمه کې ب يو له بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سر لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .


هيڅ يې نه واته په غير فکر ذکر ذکر فکر ودده وړى په فکر (١)(٩:ص ٢٨٣ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ذکر اوفکر) په کلموکې راغلى د د( ذکر په کلمه کې ( ذ ) اودفکر په کلمه کې (ف) توري يوله بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونو کې سره لرې دي .

نه پوهيږم څه مذکور هغه قفس کړ چې يې اورپه ځاله پورې دنفس کړ(٢)(٩:ص ٢٨٦) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(قفس اونفس ) په کلموکې راغلى د(ق اون ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سر لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . له شاهده سره ستا څه دي زاهده دادعوه کوي بې ګواهه بې شاهده (٣)(٩:ص ٢٨٩).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(شاهداوزاهد ) په کلموکې راغلى د(ش اوز ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .

چې يې مات کړاشتياق دشرم درم په تلاش دياردوصل شو سرګرم(١) (٩:ص ٢٨٠).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( شرم اودرم په کلموکې راغلى د(ش اود ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي . بل دستا دمخ په مينه هسې مست وم چې حرام شه که خبر له نېست وهست وم (٢)(٩:ص ٣٠١).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( مست اوهست ) په کلموکې راغلى د(م ، ه ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . له خسته يې ديارانو کړم بيان څه په اوبو دسترګو لاس وينځم عيان څه (٣)(٩:ص ٣٢٥) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(بيان اوعيان ) په کلموکې راغلى د(ب ،مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .


رڼا کړى هغې شمعې زما کوردى چې يې پورې دسپوږمۍ په حسن پوردى (١)(٩:ص ٣٢٧ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(کوراوپور) په کلموکې راغلى د(ک اوپ ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .

بارې نه شي دا اميد زما له بخته چې يک لخته کا اسانه زما سخته (٢)(٩:ص ٣٢٩ ) .

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(بخته اوسخته ) په کلموکې راغلى د(ب ، س ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې مطرف تجنيس بلل کيږي . راشه راشه اى ساقي باقي مې رواړه په داباب دمحتسب خبره مه اوره (٣)(٩:ص ٣٣٩ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(ساقي اوباقي ) په کلموکې راغلى د (ب ،س ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لري دي مطرف تجنيس بلل کيږي .


هر چې ده په دغه باب درکړ جوا ب هم هغه زما جواب دى با صواب (١)(٩:ص ٣٤٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(جواب ، صواب ) په کلموکې راغلى د(ج ،ص ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . داډنډوکى واقعي دطوفان موج کا داسروکى ګرد غبار دعظم فوج کا (٢)(٩:ص ٣٨٢).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د(موج ،فوج ) په کلموکې راغلى د(م ، ف ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي ميخانې يې دسروشونډوهسې جوش کړ چې بې نوشه به يې پوش دسړي هوش کړ(٣)(٩:ص ٣٩٤).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( جوش ،هوش ) په کلموکې راغلى د(ج ،پ ) مخالف توري چې وتونځايونو کې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي .


که تاله يې له شوخۍ په ګرمۍ وړى اوس يې زړه له سنګدلان په نرمۍ وړى (١)(٩:ص ٤٠٨ ).

په پورته بيت کې لاحق مطرف تجنيس د( ګرمۍ ، نرمۍ ) په کلموکې راغلى د(ګ ،م ) مخالف توري چې وتونځايونوکې سره لرې دي مطرف تجنيس بلل کيږي . څو بالغ شي هلک په صحيح فکر مات به نه کا دحميد دفکر بکر (٢)(٩:ص ٤٣٧ ).

دپورته بيت د(فکراوبکر ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(فکر) په کلمه کې (ف) اود(بکر ) په کلمه کې (ب) يوله بل سره توپير لري چې ددواړو وتونځايونه هم سره لرې دي . دپورته بيت د( شمعې اوجمعې

چې يې بل کړه ديوه دعزت جزم په لمبه يې پروانه شه قدم بزم (٣)(٩:ص ٤٥٧ ) .

دپورته بيت د(جزم اوبزم ) په کلموکې مطرف تجنيس راغلى دى د (جزم ) په کلمه کې د(ج) اود(بزم ) په کلمه کې د(ب ) تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي .


که په تن دزوى يې راشي نرۍ تبه له دې غمه راشي روح دپلا ر په ژبه (١)(٩:ص ٥٥٨).

دپورته بيت د(تبه اوژبه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(تبه ) په کلمې کې (ت) اودژبه په کلمه کې (ژ) تورى يوله بل سره توپير لري چې وتونځايونه يې سره لرې دي .

هر طبيب چې په ديارکې ودده رايې وباله په ډيروسايده بايده (٢)(٩:ص ٥٥٨ ) .

دپورته بيت د(سايده اوبايده ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پروت دى د (سايده ) په کلمه کې (سا ) اود(بايده ) په کلمه (با) تورى يوبل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يي سره لرې دي .

له څپويې اسمان زمکه ووخپه لګيده يې يوماهي دماه څپه (٣)(٩:ص ٥٥٩ ) .

دپورته بيت د(خپه اوڅپه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(خپه ) په کلمه کې (خ) اود(څپه په کلمه کې (څ) تورى يو له بله سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي .


په خوراک به تل ديوبل مړيده ! په پخساک به تل ديوبل نړيده (١)(٩:ص ٥٩٩ ).

په پورته بيت کې د(مړيده اونړيده ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس پورت دى د(مړيده ) په کلمې کې (م ) اود(نړيده ) په کلمه کې (ن ) يوله بل سره توپير لري ، چې وتونځايونه يې سره لرې دي .

چې راضي په داصلاح ددواړو زړه شه عررائيل دهريوه دساه په وړه شه (٢)(٩:ص ٦٠٥ )

دپورته بيت د(زړه اووړه ) په کلموکې لاحق مطرف تجنيس راغلى دى د(زړه ) په کلمې کې (ز) اود (وړه ) په کلمې کې (و) يوله بل سره توپير لري، چې وتونځايونه يې سره لرې دي .

     هرڅوک هسې په ښه يادشه لکه دوى شوو 

په دارنګ له غمه ښاد شه لکه دوي شوو (٣)(٩:ص ٦٠٦ ).

دپورته بيت د(ياد اوښاد ) په کلموکې لاحق تجنيس راغلى دى د(ياد) په کلمې کې (ي) اود(ښاد) په کلمې کې (ښ ) يوله بل سره توپير لري، دوتونځايونه يې سره لرې دي لاحق مطرف تجنيس بلل کيږي .

خطي تجنيس : که چرته متجانيې کلمې بې له ټکيو يوه بڼه ولري ، خطي تجنيس يې بولي (١)(١١:ص ٩٣). که دلې تيروبيرنه شي په حساب کې هورې نشته تيروبيرپه حساب کې (٢)(٩:ص ٢٧ ) . په پورته بيت د(تيروبير) په متجانسو کلموکې خطي تجنيس ارغلى دى دنوموړوکلمو څخه که ټکي لرې کړې نوخطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايې .

توروزلفو مې خاطر کړتارپه تار نه يې مومم که يې غواړم نارپه نار(٣)(٩:ص ٦٠ ).

په پورته بيت کې خطي تجنيس د (تارپه تار، نارپه نار) په کلموکې راغلى دى که ټکي ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . بيادمينې نوى خيال شه راته پېښ تاخت وباخت په سرومال شو راته پيښ (٤)(٩:ص ٨٤).

په پورته بيت کې خطې تجنيس د(تارپه تار، نارپه نار) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي خپل کړم راته ډيوه کړه په تياره کې لاله زارکړه راته اورپه تناره کې (٥)(٩:ص ٤٤٨ ).


په پورته بيت کې خطي تجنيس د(تياره ،تناره ) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي .

لکه څوک چې په خرسوروي مخ يې توروي شوروشر پسې دخلقو يې پيغوروي (١) (٩:ص ٤٤٢ ).

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(سوراوشور) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لري شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي . خوچې درست دباغ ګلونه رنګ وبوى کا بيا يې توې باد دخزان په تګ وپوى کا(٢)(٩:ص ٤٤٨ ).

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(بوى اوپوى ) په کلموکې راغلى دى که ټکى ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي

دايي وويل وشاه ته بيا يې لاړه ودنۍ دباد په ياد شوله ويجاړه (٣)(٩:ص ٦٠٠ ).

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(باداوياد) په کلموکې راغلى دى که ټکي داوبو ، يادسايه دپاره ياره له ډولۍ په تکيه کښېناسته خونخواره (٤)(٩:ص ٥٨٢).

په پورته بيت کې خطي تجنيس د(پاره اوياره ) په کلموکې راغلى دى که ټکي ترينه لرې شي خطي بڼه يې يوډول ده ځکه ورته خطي تجنيس وايي .


پايله

شاعر دټولنې يورښتينى انځور ګردى ،شاعر دى چې ټــــــــــــولنه دويښتيا او پرمختيا لورته بيايي ، که چيرته مونږ اوتاسې دخپل ګران هيواد دتير تاريخ شعر اوشاعري زمونږ دافغاني تاريخ هغه ځلانده باب تشکيلوي چې دډيره 

پښتو ادبيات بيلابيلي برخي لري ، دپښتو ادب په ځينو برخوکې داخلي اوخارجې پوهانو تريوه حده کاراوهڅي کړي ، مګر په ځينو برخوکې پوره تحقيق اوڅيړنه نه ده شوې ، داوسنۍ دورې دشاعرانو په شعاروکې ښکلاوې هغه موضوع ده چې تراوسه پوري دډيرو ليکوالو لخواورته پوره توجه نه ده شوې په دغه مونوګراف کې دکلاسيکې دورې دسترشاعر ښاغلي عبدالحميد ((مومند)) په شاعرۍ کې تجنيس کې څيړل شوى دى .اودنوموړي دژوند په اړه هم يوڅه معلومات راټول شوي اوثبت شو ى دي . دعبدالحميد بابا په اشعاروکې دتجنيس ډولونه کارول شوي دي هريو ډول يې په پوره بحث تشريح شو ى دى دارواښاد عبدالحميد ((مومند)) په اشعاروکې تجنيس هغه موضوع ده چې ځوان نسل ته پرې پوهيدل ډېر ضرور دي خداى (ج) دې وکړي چې زمونږ ځوانان اودادب مينه وال ،څرنګه چې دازما لومړنۍ څيړنيزه ليکنه ده نوکه کومه تيروتنه له ماڅخه شوې وي له تاسې ټولوڅخه يې بښنه غواړم . په درنښت ومن الله توفيق

زارخان ((محمدي ځدراڼ ))

ماخذونه ١- انورالحق ، د دورمرجان مقدمه ، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي ، ١٩٥٨ ع کال . ٢- حبيبي ، عبدالحى ، پښتانه شعرا ء لومړى ټوک ، پښتوټولنه ،کابل، ١٣٢٠ هـ ش کال . ٣ – حبيبي ، عبدالحى ، دپښتو ادبياتو تاريخ دريېم ټوک ، کابل پوهنتون ١٣٤٧ هـ ش کال ٤- حبيبي ، عبدالحى ،افغانستان ،درعصر ګورګانيان هند،تاريخ ټولنه ، کابل ، ١٣٤١ هـ ش کا . ٥ – خليل ،هميش ، ورکه خزانه ، لوموى ټوک ،پېښور يونيورسټي ،بک ايجنسي ،١٩٥٨ ع کال . ٦- رښتين ، صديق الله ، دحميد ديوان ،مقدمه ،پښتو ټولــــــنه ،کابل ١١٢٣ هـ ش کال. ٧ – زاهد مشواڼى ، عبدالقيوم ،پښتو پښتو سيند،دانـــش خپرندويه ټولنه ، ٢٠٠٩ ع کال . ٨ – شيدا ،کاظم خان ،ديوان ،اداره اشاعت ، سرحـــد پېښور، ١٩٦٥ ع کال . ٩ – صميم ،محمد اصف ،عبدالحميد ، مومند کلـــــــــــــــــــــــــــيات ،ترتيب ، اوډون دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٦ هـ ش کال. ١٠ – عميد حسن ،فرهنګ ،فارسي عميد،موسسه انتشارات ، امير کبير ، ١٣٨٦ هـ ش کال. ١١ – همکار،محمدابرهيم ، دبديع فن اوپښتون شاعري ،رڼا مرکزکلتوري څانګه ، ١٣٨٦ هـ ش کال. ١٢ – هيودامل ، زلمي ، دحميد مومند ديوان سريزه دافغانستان دعلوم اکاډيمي ، کابل ، ١٣٦١ هـ ش کال.