حميد حسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حميد حسن
شخصي معلومات
مکمل نومحميد حسن
زېږېدنه۱ جون ۱۹۸۷(1987-06-01) ‏(عمر: ۳۶ کاله)
ننګرهار ولایت,
توپ سبکراسته لاس
د بالېنګ سبکښي مټي تیز
نړیوال معلومات
ملي لوبډله
ODI debut (cap 3)19 April 2009 v سکاټلنډ
تاریخ او وخت د ن د13 مارچ 2015 v برطانیه
کمیس نمبر66
T20I debut (cap 3)1 فبروري 2010 v ایرلینډ
اخری ټی ټونټی23 جولای 2015 2013 v پاپ نيو ګيني
ټی ټونټی کمیس نمبر.66
کورني ټيم معلومات
کلونهلوبډله
2011/12یوزپلنگ افغانستان
2006–2011م سی سی
2007–2010پاکستان گمرک
2013باریسال برنرز
راتلونکي شمیرې
سیالۍ او ډي اي ټي ټونټۍ اف سي ال اي
لوبه 30 18 12 47
منډې جوړي 86 50 58 124
بیټنگ اوسط 7.16 16.66 5.27 7.75
100s/50s 0/0 0/0 0/0 0/0
ټاپ اسکور 17 22 26 22
توپونو سپارل 1,482 397 2356 2,342
ویکټي 54 29 66 82
بالنگ اوسط 20.96 15.10 21.27 22.03
په اننگز کي 5 وکټ 1 0 6 2
په لوبه کي 10 وکټ n/a n/a 2 n/a
غوره توپوهنه 5/45 4/22 7/61 5/23
کيچونه/سټمپونه 4/– 1/– 3/– 8/–
سرچینه: Cricinfo, 22 February 2016
حميد حسن
مډالونه
د نارينه و کرکټ
شرکت‌کونکي هیواد  افغانستان
اسيايي لوبي
د سپينو زرو مډال 2010 ګوانګجو ټیم

حميد حسن د افغانستان تر ټولو تيز بالر چې په انگلستان کې د ايم سي سي له خوا هم لوبې کړي دي نوموړی د ١٩٨٧ کال د جون په لومړۍ نېټه ننگرهار کې زيږيدلى دى. حميد حسن د في ساعت ١٤٠ کيلومتره په رفتار تيز بالينگ کوي چې د کريکټ په لوبه کې خورا تيز بالينگ بلل کيږي. دۀ د افغانستان له خوا تر ټولو ډير مخالف لوبغاړي سوځولي دي. که څه هم د لوبډلې کپتان دۀ ته تر نورو وروسته توپ ورسپاري خو بيا هم د دۀ تيزي ډيرو ښو منډه جوړونکو ته هم لوبه گرانه کړې ده .

حميد حسن له محمد نبي عيسى خيل سره په گډه د انگلستان پخواني کپتان مايک گيټينگ د دې وړ بللى و چې د أي سي سي له خوا په انگلستان کې لوبه وکړي. دۀ يو کال د انگلستان په کلبونو کې هم لوبه وکړه او وستايل شو. د افغانستان له خوا د حميد حسن د برياليتوب يوه نخښه دا ده چې د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې دۀ د ټولو بالرانو په کتار کې تر ټولو ډير لوبغاړي سوځولي و. حميد حسن تر اوسه يوازې ٢٩ مندي کړي دي تر ټولو ډيرې يې اووه مندې وې او د منډو اوسط يې ٧.٢٥ دى ، خو په بالينگ کې يې بيا د ١٤.٢١ په اوسط ٥١ لوبغاړي سوځولي دي. د دۀ تر ټولو ښه بالينگ د ٢٧ منډو په بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول و.