حميده برمکي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
پروفيسر حمیده برمکی، دحقوقو څانګې کارکوونکې

حمیده برمکي دحقوقو پوهنځي استاده او په افغانستان کې د وګړود حقوقو په څانګه کې کارکوونکې وه. حمیده برمکي دخپلې کورنۍ له ټولو غړو سره د ۱۳۸۹ کال دسلواغې په ۸ نېټه، په کابل کې په یوې ځانمرګي بمي بريد کې ووژل شوه.

زده کړې[سمول]

حمیده برمکي د ۱۹۷۰ زېږيز کال دجنورۍ په ۴مه نېټه،په کابل ښارکې وزېږېده. له اریانا لېسې څخه د فراغت وروسته د دغو(۱۹۸۷-۱۹۷۷)کلونو شاوخوا د کابل پوهنتون دحقوقواوسیاسي علومو پوهنځي ته شامله شوه.دهغې د غوره پایلو په بهير کې هغې ته په قضایي ډګرکې د دندې دسرته رسولو لارهواره شوه. په ۱۹۹۹-۱۹۹۱ز کلونو کې مخکې له دې چې په کابل پوهنتون کې دحقوقو د څانګې استاده شي شاوخوا دغو(۲۰۱۱-۱۹۹۹)ز کالونو کې د قانون دعملي کولو په هکله د لازیاتې پوهې دترلاسه کولو په موخه،هغه د لویې څارنوالۍ د عملي کار (ستاژ) په پروګرام کې شامله شوه. په اکاډمیک ډګرکې دهغې دخوښې موضوع د مدني قانون بنسټیز مسایل و. حمیده برمکي د هغو ګوتو په شمېرافغانو ښځو په کتار کې راځي چې د لوړ نظر خاوندانې دي. نوموړې داسلام او رومن جرمنیک په حقوقي غونډالونو کې یې ژوره مطالعه درلوده چې دافغانستان لپاره د ترکیبي قانوني سرچینو بنسټ جوړوي.

ليکنې[سمول]

آغلې برمکي په دري ګړدود ليکنې کړي او د نوموړې څخه ېې د کارونو په پايله کې ېې مقالې او څو رسالې پاتې دي . نوموړې د يو مسلکي کتاب تابيا هم کړې وه چې په خواشينۍ سره ترې نیمګړی پاتې دی . د هغو له کتاره د کابل پوهنتون د «ترجمه اساسنامه» ترعنوان لاندې رساله په(۲۰۰۲)کال کې راووته. په انګرېزي ژبه د ماسټرۍ تيزس ېې د بلوګانا پوهنتون لپاره په کال ۲۰۰۴زېږيز کې وليکله.دهغې وروستی اثر د (حقوقووجایب) ترسرليک لاندې یو لوی کتاب دی چې دهغې داکاډمیکو ملګرو په مرسته به په راتلونکي کې بشپړ شي.د حمیدې برمکي اکاډمیک کارونه دافغانستان دحقوقي سیستم د سختیو دبشپړ درک په موخه دي. په همدې منظور هغې نه یوازې د کلاسیکو میتودونو یعنې د اسلام او سيکولر قوانینو له ژباړې څخه کار اخیستی، بلکې دافغانستان په حقوقي غونډال کې شته ستونزوته یې د حل لارې موندلو لپاره په حقوقي پرتله ییز تحلیل او شننې باندې باور درلود. هغې دري،پښتو،انګلیسي او عربي ژبې زده وې. د هغې د ښو اخلاقو، او دوستانه چال چلند له کبله ېې په خپلو زده کوونکيو او همکارانو کې ځانګړی ځای درلود او دهغې له اکاډميکو وړتیاؤ، حوصلې او له هرچاسره دهغې له مهربانه چلند څخه ېې ستاینه کوله. له پوهنځي څخه دلسانس پردرجې سربېره،پروفیسور برمکي د ماسټر ۍ درجه د توسعې ،نوښت او بدلون په څانګو کې د ایټالیا دبلوګانا له پوهنتون څخه په لاس راوړه. د ۲۰۱۰ کال په دسامبرکې نوموړې ددوکتورا اسکالرشیپ د جرمني په هامبورګ کې د ماکس پلانک دمقایسوي حقوقو او بین المللي خصوصي حقوقو له انستیتیوت څخه ترلاسه کړه. په کابل پوهنتون کې دحقوقو دماسټرۍ لومړنی پروګرام چې په نېږدې راتلونکې کې به پیل شي،دحقوقو دپوهنځي لپاره چېرته چې هغې تر ۱۹۹۲ کال پورې په هغه ځای کې زدکړې کړې وې،دحمیدې برمکي ترټولو مهم میراث دی.حمیدې برمکي دا پرګرام په هېواد کې دننه دممتازو حقوقپوهانود پرمختګ لپاره یو ډېر ښه فرصت لیدلو او ټول لوبغاړي یې دې ته قانع کړل چې دهغې لپاره لازمې اوګډې هڅې وکړي.

سیاسي ژو ند[سمول]

پراکاډمیکو کارونو سربېره حمیده برمکي له وړوکتوبه بشري حقونو ته ژمنه وه.مخکې یې دافغانستان په ملي رادیو تلویزون کې دیوې ځوانې ویاندې په توګه(۱۹۸۷-۱۹۸۵د ښځو دحقونو او ځانګړو ګټو د پراختیا لپاره ځانګړې مینه درلوده. د کورنیو جګړو په منځنۍ دوره کې یې د«نقش زنان دربازسازی اجتماعی افغاستان» ترعنوان لاندې یوه مقاله ولیکله.(جزوه، افغانستان......فردا، ۱۹۹۳) له هغه وروسته هغې له تاوتریخوالي پرته مسایل،دافغانستان دټولنې د زیان منونکو قشرونو دحقونولپاره سختې سیاسي هڅې دخپلو اکاډمیکو کارونو په ترکیب کې شاملې کړې.دطالبانو له سقوط وروسته هغې وکړای شول چې په ټولنه کې کاروکړي او بې له ځنډه خپل اړوند ځای ته منصوبه شي په دې وخت کې هغې دکابل پوهنتون دښځو دشوری دغړې په توګه،په اظطراري لویه جرګه او دسولې په جرګه کې داستازې په توګه(۲۰۰۲) او (۲۰۰۹) خدمت کړی وو. هغې په ۲۰۰۹ کال کې خپل دبشري حقونوسازمان( موسسه خدمات حقوقي خراسان) تاسیس کړ.د خراسان د حقوقي خدمتونو د موسسې بنسټیزه موخه له خپلو حقونو څخه دوګړو دپوهې اوچتول ، ښځو او نورو ګوښه شویو ډلوته دوړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کول وو. په هماغه کال دهغې نوم د ریاست جمهوري ددفتر په واسطه دافغانستان د ښځو چارو د احتمالي وزیرې په توګه یاد شوی وو.

د ۲۰۰۸ کال دمارچ څخه تر مړینې پورې،حمیدې برمکي دماکس پلانک په انستیتیوت کې چې دالمان دهېواد یو داسې څیړنیز انستیتیوت دی چې له عدلي ،قضایي بنسټونو اوپوهنتونونوڅخه په پراخه فعالیتونو سره ملاتړ کوي د بین المللي حقوقو او عامه مقایسوی حقوقو لپاره،داستازې په توګه دنده ترسره کړې ده.نوموړې له افغان او الماني څېړونکي ټیم سره یو ځای،د هېواد دقضایي بنسټونو دپیاوړتیا،په بین المللي کچه د علمي حقوقي فرهنګ دپراختیا او په افغانستان کې دشته قوانینو دښه والي په موخه،په ځانګړې ډول د سترې محکمې لپاره د پروژو د اجرا اوتطبیق نوښتګره وه. دهغې نورې دندې: دلس پور (ایپک) دبین المللي حقوقو دانستیتیوت دپروژې همغږونکې،دکابل پوهنتون د ملي څیړنیزې پالیسۍ دمرکز دحقوقو اوسیاسي علومو ددېپارتمنت ریسه(۲۰۰۶-۲۰۰۸)،د افغانستان د ارزیابۍ او څېړنې دواحد(ای ار ای یو) حقوقي سلاکاره(۲۰۰۶)،دحقوق اسلام څخه دښځو د خبرولو دبرنامې مدیره،(بنیاد اسیا)(۲۰۰۴)،د ښځو حقوقپوهانو دشوری دبرنامو مدیره(۲۰۰۴-۲۰۰۳)،دقانون اوجندر دکمېسیون غړې(یونیفم)(۲۰۰۴-۲۰۰۳)،او دکابل پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو دپوهنځي دمرستیالې په توګه(۲۰۰۲).

==۳==د افغانستان دبشر حقونو په کمېسیون کې د اطفالو دحقونو کمیشنره: حمیده برمکي په ۲۰۰۹ کال کې دماکس پلانک په انستیتیوت کې دخپلو مسولیتونو په ساتلو سره،دافغانستان دبشري حقونو په کمېسیون کې د اطفالو دحقونو دکمېشنرې په توګه وټاکل شوه.هغه په خپله نوې دنده کې نه یوازې په هېوادکې دننه بلکه په بین المللي کچه له زیات شهرت څخه برخمنه شوه. حمیده برمکي دافغانستان په جګړه ځپلي هېوادکې په ژوره توګه د اطفالو دزیان مننې څخه اندېښمنه وه.بېلابېلو ولایتونوته یې سفرونه کړي وو ترڅو د بشري حقونو دکمېسیون له کارکوونکو سره سلا وکړي او دقضیو په هکله څېړنه او تحلیلونه وکړي، او په څرګند ډول یې په دولت نیوکه کوله.دمطالعاتو له پایلو څخه یوه ددې ښودونکې وه چې له اطفالو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ورځ په ورځ په زیاتېدو ده.دهغه له خپرېدو وروسته بې له ځنډه ،حمیدې برمکي د ماکس پلانک دانستیتیوت او دافغانستان دبشر دحقونو دکمېسیو ن ترمنځ ګډ کار چې د ښځې او ماشوم دحقونو په اړه د ورکشاپ جوړول وو ، دافغانستان په یوه سیمه کې پیل کړ.دهغې دا کار د پولیسو په واسطه د اطفالو داستخدام او دنظامي چارواکو په واسطه له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې دپای ته رسولولپاره ډېر اغېزمن وو.په همدې وخت کې دامنیتي ځواکونو په واسطه د قانوني عمرڅخه د ښکته اطفالو د استخدام په وړاندې چې ډېر ځورول کېدل اوهمداراز له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې دعمل په وړاندې دهغې مبارزه خورا اغېزمنه وه .همداراز حمیده برمکي د اطفالو دازدواج په اړه ډېره اندېښمنه وه. ټاکل شوې وه چې دهغې تر مړینې یوه ورځ وروسته له سترې محکمې سره د نجونو له حقونو څخه دملاتړ په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړي.

حمیدې برمکي دهېواد په قضایي نظام کې دعرفي قوانینو په اړه په روانو بحثونو کې،روښانه دریځ اختیارکړی وو. دخپلو تجربو پربنسټ په ډېرو قضیو کې ترهغه وخته چې کورنۍ جګړه شتون ولري هغې د اروپا په سیستم له عصري قضایي نظام څخه په کلکه ملاتړ کاوه او دسنتي بنسټونو او دشخړو دحل د ډولونو لکه دپښتنو جرګه چې له بشري حقونو څخه په ځانګړي ډول داطفالو او ښځو له حقونو څخه په سترګو پټولو باندې پېژندل شوې ده،درسمي کولو مخالفه وه.

مړینه او درناوی[سمول]

د۲۰۱۰ کال دجنوري په ۲۸ نېټه،حمیده برمکي،دهغې مېړه مسعود یما دسردارمحمد داودخان په روغتون کې دطب ډاکټر او دمالیې وزارت کارکوونکی دخپلو څلورو اولادونو سره (نارون دنیا، واره سحر،مرغانه،نیلا او احمد بلال) په کابل ښارکې په فاینست سوپر مارکیټ کې په یو ځان وژونکي برید کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل.لږترلږه اته تنه نورهم په دې پېښه کې له منځه ولاړل. یوه له هغې څخه دهېواد ځوانه قاضي ناجیه دصدیق الله صالح لور وه.هغه په ۲۰۰۹ کال کې دقضایي ستاژ دهغه کورس زده کوونکې وه چې دماکس پلانک دانستیتیوت له خوا چې حمیده برمکي یې همغږونکې وه او دسترې محکمې په ملاتړ جوړشوی وو،.حزب اسلامي او همداراز طالبانو چې ممکن د حقاني یا کومې بلې تروریستي شبکې پورې اړوند وي،ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.برید په ناڅاپي توګه وشو،ځکه دا ډول بریدونه درخصتۍ په ورځو کې کم پیښیږي.ګمان کېږي چې ځان وژونکي د کوم لوړ پوړي چارواکي دوژلو قصد درلود ، خوکله چې پخپل لومړي پلان کې ناکام شو، نو سوپر مارکېټ یې په ناڅاپي ډول انتخاب کړ. مبصرین له دې واقعیت څخه په کلکه نیوکه کوي چې دافغانستان دولت په ښکاره ډول له هغه سازمان سره دسولې په خبرواترو لګیا دی چې د غیرنظامیانو پرضد یې له تاوتریخوالي د ډک عمل مسولیت منلی. دبشر دحقونو دخپلواک کمېسیون مشره سیما ثمر دحمیدې برمکي په اړه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په کابل کې خبرې کوي: حمیدې برمکي خپل مور اوپلار رحم الدین خان او انیسه،څلور خورانې او څلور وروران،دخپل مېړه مور محبوبه حقوقمل چې دهېواد له پخوانیو نومورو سناتورانو اوهمداراز داساسي قانون دکمېسیون غړې ده، یوازې پرېښودل.د۲۰۱۱ کال دجنوري په ۲۹ نېټه ، په شهدای صالحین کې له دوه زرو زیاتو کسانو خپلوانو او همکارانو یې د خاورې سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی وو. دعیدګاه په جامع جومات او په نوي ښار کې په ښځینه سالون کې له لس زرو زیاتو کسانو د درناوي او ډاډینې مراتب دهغې د فاتخې په مراسمو کې، وړاندې کړل. دافغانستان دبشر دحقونو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۱ کال دفبرورۍ په لومړۍ نېټه د غم مراسم جوړ کړي وو.د یواکاډمیک او بین المللي شخصیت په توګه دحمیدې برمکي د یاد دژوندي ساتلو لپاره، ټاکل شوې ده دحقوقو اوسیاسی علومو دپوهنځي ریاست او دماکس پلانک انستیتیوت په ګډه دحمیدې برمکي په نوم دمقایسوي اوبین المللي حقوقو کتابتون جوړ کړي. دواړه اړخونه دحمیدې برمکي د یاد لپاره دکابل پوهنتون په انګړ کې دیو منار دجوړولو پلان لري.


غوره شوې خپرونې[سمول]

۱ - دوجایبو حقوق( دکابل پوهنتون- درسي کتاب) . ۲۰۰۸

۲ - په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ عوامل اودهغې دښه والي لپاره ممکنې حل لارې(دکابل پوهنتون دڅېړنیزې پالیسۍ ملي مرکز) ۲۰۰۸-۲۰۰۷

۳ - په اسلام کې دښځې حقوق او دافغانستان اساسنامه(د ۲۰۰۶ کال په جون کې د کابل د بنیاد اسیا په واسطه خپره شوې رساله)

۴ - د افغانستان په بیا روغونه کې د ښځو رول، دکار په بازار کې دښځو ادغام،په تبعید او توسعه کې وضعیت .،...(دماسترۍ تېزس، داېټالیا دبلوګانا پوهنتون) ۲۰۰۵

۵ - په اسلام کې دښځې سیاسي حقوق ( ددحقوق په مجله کې خپره شوې مقاله،دحقوقواوسیاسي علومو پوهنځي)

۶ - رشوت اودهغې دزیاتېدو عوامل(دعدالت په مجله کې خپره شوې مقاله، دعدلیې وزارت) . ۲۰۰۶

۷ - انفرادي قراردادونه(دحقوق په مجله کې خپره شوې مقاله، دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی) . ۲۰۰۶

۸ - دښځې پرضد تاوتریخوالی( دحقوق بشر په مجله کې خپره شوې مقاله،کابل) ۲۰۰۴


په نور معلومات[سمول]

http://en.wikipedia.org/wiki/Hamida_Barmaki