حبيب منګل
ډاکټر حبيب منګل يو افغان سياستمدار دی.
حبيب منګل د ببرک خان منګل زوی دی، چې په 1327 کال د خوست ولايت د کلندر ولسوالۍ د سترکوټ په کلي کې اوسېدلی دی .
د نوموړي پلار د خوست، پکتيا او پکتيکا يو قامي مشر و، چې د هغه وخت د جمهوري دولت په لويو جرګو کې يې د خوست او پکتيا ولايتونو د خلکو په استازيتوب ګډون هم کړی و .
حبيب منګل خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په رحمان بابا لېسه او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې کړې دي .
نوموړي د خوست په ملکي روغتون کې د ډاکټر په حيث هم کار کړی او د سمنګان ولايت د عامې روغتيا رياست يې هم چلولی .
ښاغلی منګل د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم په ډلې پورې اړه لري او د دغې ډلې د واکمنۍ پرمهال يې لوړې ديپلماتيکې دندې ترسره کړې دي .
په مسکو، فنلنډ، رومانيا او قبرس کې د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د استازي په توګه هم پاتې شوی دی .
نوموړی د افغانستان د 1388 کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د هغې ډلې له خوا چې ځان (د ډيموکراسۍ او پرمختيا د پراخ غورځنګ) بولي، کانديد دی .
د ده مرستيالان پوهنوال ډاکټر محمد داود راوش او نفس دي .
نوموړی هم لکه د نورو کانديدانو په څېر د پرمختيا، ديموکراسۍ او عدالت نارې وهي .
حبيب منګل وايي چې زموږ په هېواد کې د امريکا او ناټو ځواکونو شتتوالی که له يوې خوا د اوسني دولت د پر پښو درولو اصلي او مهمترين عامل دی، خو له بل پلوه بيا د دوی له شتون سره د افغانستان د خلکو ملي واکمني له محدوديت سره مخامخ شوې ده .
دی وايي که چېرې د افغانستان خلک په ټاکنو کې ده ته رايه ورکړي نوموړی به د افغانانو د سوکالۍ لپاره ترخپله وسه کوښښ وکړي .