حبيب الله غمخور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حبيب الله غمخور
حبيب الله غمخور
حبيب الله غمخور

ښاغلی حبيب الله غمخور (په انگرېزي: Habibullah Ghamkhor) د ۱۹۵۶ ز کال د جون د مياشتې پر 15مه نېټه د روزگان ولايت د ترينکوټ په ښار کې نړۍ ته سترگي روڼې کړي دي .

زده کړې

په ۱۹۶۳ ز کال د ترينکوټ د سيدال خان لېسه کې شامل او په ۱۹۷۵ ز کال کې یې پايته ورسوه . د کانکور د ازمويني نه وروسته په ۱۹۷۶ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين کې شامل شو، لومړۍ صنف يې چې ورته ۱۳ صنف هم وایي له امتحانه وروسته خلاص کړ او ۱۴ صنف ته کامياب شو. په ۱۹۷۸ ز کال داپريل په ۲۷ نيټه د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند دولتې واک ترلاسه کړ، ده په همدغه کال دسپتمبر په مياشت کې د تاريخ په رشته کښې د لوړو زدکړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږدول شو. په ۱۹۸۵ ز کال د تاريخ په رشته کې د ورونژ له دولتي پوهنتون څخه د ماسټرۍ د ډيپلوم دترلاسه کولو وروسته وطن ته راستون شو .

دندې

ښاغلی حبیب الله غمخور د نجيب الله په وخت کې د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د رياست د معاون او وروسته د ۱۹۸۶ ز کال څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پورې یې د کوچانو د رياست درئيس په توگه دندې درلودې .

له ۱۹۹۲ ز کال نه وروسته د سياسي اختلاف، اوکورنۍ جگړې د ناخوالو له کبله د زيات شمېر افغانانو په څېر له افغانستان څخه کډوال شو ، له هيواد څخه یې د روسيې په لور يون وکړ او روسيې ته ولاړ. په کال ۱۹۹۷ زدډسمبر د مياشتې په ورستيو ورځو کې ېې د روس هېواد پرېښود او د سويډن هېواد په لور کډه وکړه .

د ۱۹۹۷ زکال را په دې خوا د سويډن د مالمو په ښار کې اوسيږي . دا څو کاله کيږې چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په گډه د افغانستان د کلتوري هڅو په موخه په فرهنگي او سياسي هلو ځلو کې فعال دی . همدا رنگه د انټرنټ په پاڼو کې گڼې مقالې ليکي او پخپله هم يوه وونيزه د خپل ولایت روزگان په نوم چلوي همدا رنگه د ټول افغان ، لر او بر ، دعوت ورسره ورسره چې په سويډن کې د(( پيوستون )) (( نوې هيلې ))، د ايران - سويډن گډې چاپي خپرونې دي لیکني چوپړ ورته کوي او ددې سره د « مانا»، « اواي زن ايران »، ((کيوان افغان)) افغاني نشريه په امريکا کې، (افغان رساله) چې له کاناډانه خپرېږې اود ځينو افغانانو په مټ خپرېږي ونډه لري .

ښاغلی غمخور د روس په هېواد کې د سیاسي هلو ځلو تر څنگ په په فرهنگي هلو ځلو کې هم گړندی و . ده لومړنۍ ليکنې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د ((کمونار)) او ((ملدوی کمون)) ناحيو په ورځپاڼو ، د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي . د ښاغلي حبيب الله غمخور په آند چې وايي ٫٫

هر انسان د خپلې ټولنې خدمتگار دی اړتيا د شخصي ډلو ، گوندونو ، پخوانيو کمونسټي او غیر کمونیسټي ډلو پورې د تړلو نشته او نه هم افغانان د هغو څخه ښه يادښتونه لري او څوک چې په دغو کې ښکېل دي دوی سياسي تاجران بلل کېږي

٬٬.

په افغانستان کې یې د امين افغانپور د افغانستان د وتلي ژورنالسټ او ليکوال په هڅو د (هېواد) ورځپانې او ((جرگې)) مجلې کې ځينې مقالې خپري شوي هم دي .

فرهنگي کارونه

  1. په سويډن کې د افغانانو د علمی او فرهنگي مرکز او دوستۍ د فرهنگې ټولني رئيس په توگه دنده لري .
  2. په سويډن کې یې د ايران د علمي او فرهنگي ټولني د مشرتابه جرگې غړيتوب اخيستی .
  3. په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز لخوا د خپريدونکې خپرونې (( نوې هيله )) چې د ۲۰۰۱ ز کال راپدې خوا په دوو مياشتوکې يو ځل خپريږي ، مسوول مدير دی .
  4. په سويډن کې د افغانانو په غوښتنه د افغان ټولنې فرهنگي ، او مخکښه ليکوالو د نمانځغونډې جوړې کړي دي.
  1. په ۲۰۰۱ ز کال د جون په يولسمه نېټه د هيواد د نامتو شاعر او سياستپوه گل پاچا الفت په هکله نړۍ وال علمي سيمينار جوړ کړ.
  1. په ۲۰۰۳ ز کال د مۍ په مياشت کې (( د عبدالباري جهاني سره يو ماښام )) په نامه د مشاعرې غونډه جوړه کړې .
  2. د اروپاد نورو ښارونو په فرهنگي محافلو او غونډو کې فعاله ونډه اخلي .
  1. په ۲۰۰۱ کال کې په اروپا او امريکا کې دځينو افغان ميشته روڼ اندو سره يو ځای دنړۍ وال ملي جرگې ټولنې په جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده او د همدغی ټولنې د مشرتابه جرگې په غړيتو ب ومنل شو .
  1. په ۲۰۰۵ ز کال یې دپښتو ژبې د يو پوهاند علامه رشاد په ياد دمالمو په ښار کې نړيوال سمينار جوړ کړ پدغه سمينار کې په اروپاکې افغان ليکوالو او بهرنيو پوهانو،سياست والو او دسويډن هيواد پارلماني او دولتي استازو فعاله ونډه درلوده .
  1. د ۲۰۰۲م کال دسويډن د پارلماني او محلي اورگانو لپاره دمالمو په ښارکې د څلورو ناحيو د ټاکنو دگډ کميسيون غړيتوب ترلاسه کړی ، د اروپا د پارلمان لپاره او اوس بيا د سويډن د پارلمان او محلي ارگانو لپاره د ټاکنو هغه پخوانۍ دنده لري .

فعلأ د مالمو دښار په يوه ناحېه کې چې د ((قومونو او دولتي ارگانو تر منځ دمناسبو اړيکو دټينگولو او دهمدې ناحې داوسېدونکوسره دمرستو)) په نامه يادېږي دولتي دنده لري .

متاهل دی خو ماشومان نلري .

په فارغ وخت کي فرهنگې غونډې جوړوي او افغاني وبپاڼو ته سياسي تبصرې لیکي .

چاپ شوي آثار

تر اوسه یې لومړۍ کتاب د ډيورنډ کرښه يا د ناسور زخم په نامه چاپ ته د چمتو کولو په حالت کې دۍ ، چې فعلأ د بينوا ويب پاڼې په برېښنايي کتابتون کې پروت دی. دنړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کې یې تر ۱۰۰ زياتې مقالې خپرې شوې دي.

پښتو یې مورنۍ ژبه ده په دري او روسي ژبو روانې خبرې او ژباړنې کوي او په سويډني ژبه کې هم ښه لاس رسې لري.