حبيب الله رفيع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد حبيب الله رفيع

حبيب الله رفيع (۱۳۲۴ ل. - ) (په انگرېزي: Habibullah Rafi) د افغانستان يو نوموتی ليکوال، شاعر او اديب او تر څنگ ېې په کابل پوهنتون کې د تاريخ او پښتو ادبياتو په پوهنځيو کې استاد دی. ښاغلی رفيع د نصرالله نقشبند زوی دی او اصلي ټاټوبی يې د وردگو ولايت دی.


مخينه

حبيب الله رفيع دافغانستان يو پيژندل شوی ادبي، فرهنگي او ټولنيز شخصيت دى. دی دوردگو ولايت د سيداباد په والسوالۍ کې په اوړي موسم کې د آبدرې نومي يوه كلي كې زيږيدلې او دده پېژندلگلوي ېې د څېړنيزو تاريخي، ادبي او ژبپوهنيزو اړوندو سکالوگانو باندې لیکني آثارو څخه افغانانو او بهرنيو ته مالومه ده. ښاغلی رفيع د افغانستان په رسنيو کې يو فعال ويناوال، چارپوه، څېړونکی او مالومات وړاندې کوونکی دی. هغه د افغانستان په لیکني رسنيو او خپرونو كې يو گړندی لیکوال دی او هر ډول تاريخي، ژبنيز، گروهيرز او فلسفي لیکنې ېې کړې دي. د هېواد د هرې ورځپاڼې او مجلې پاڼې چې واړوې نو د ښاغلي حبيب الله رفیع ليكنې به د سرلیک په توگه پکې وموندل شي. همدا رنگه كه د راډيو غوږ تاو كړﺉ نو په يوه نه په يوه څپه كې به ېې غږ اورېدونکي واوري. نوموړی په اوسني پير کې تر ډېره بريده په ورځنيو سياسې، ادبې او فرهنگي مسايلو خپلې څېړنيزې ویناوې وړاندې کوي او په تدريسي بحثونو کې په علمي کره کتنو رڼا اچوي. ښاغلی حبيب الله رفيع په افغانستان کې د اوسمهال د ادب د ډگر د نويو ځوانانو د روزنې په برخه كې ډير بوخت دی. دی له هغو ځوانانو سره، چې د رسنيو نړۍ ته نوي ورغلي، په ادبي سمونو کې ډېر زيار باسي او د هغوی په فرهنگي روزنه کې ېې ونډه لرلې ده.

زده كړې

حبيب الله رفيع په خصوصي ديني مدرسو كې ېې زده کړې کړې دي. سربېره پر دې د افغانستان له تعليمي مرکزونو د ليسانس او تر هغې لوړو علمي کورسونو څخه سندونه تر لاسه کړي دي. همدارنگه يې د هېواد له دننه او له بهرنيو افغاني ټولنو څخه ستاينيز بري لیکونه او ستاينلیکونه ترلاسه کړي دي.

د حبيب الله رفيع د ښوونکي په شان ژوند او تجربه

استاد حبيب الله رفيع پر ۱۳۲۴ لمريز كال د وردگو ولايت د سيدآباد والسوالۍ دوړي آبدري په كلې كې د مولانا نصرالله نقشبندي كره زېږېدلې د. زده كړې يي په دينې مدرسو كې كړې. له شعر او ادب سره يې له اماشوتوب نه ډېره مينه درلوده.

استاد له پېنځه كلنۍ څخه له خپلې اروښادې خور څخه د پښتو ژبې شعرونه او ادبې متنونه اورېدل او بيا به يې په خپله لوستل. په يوولس كلنۍ كې يي په خپله د پښتو شعرونو ليکل پيل كړل. پر ۱۳۴۰ ل كال د خپلې علاقې له امله د پوهنې وزارت د تاليف رياست د عرفان او پوهنې مجلې د مهتمم په توگه پر مسلكې دنده بوخت شو. پر ۱۳۴۳ ل كال د تاريخ ټولنې غړى او د اريانا مجلې مهتمم شو.

پر ۱۳۴۸ ل كال د افغان ملت مجلې مسؤل مدير شو. تر يوې دورې سياسې بند وروسته بيرته د [[تاريخ] ټولنې غړى شو. پر ۱۳۵۱ لمريز كال د پولكلور او ادب رياست د پولكلور مجلې غړى. پر ۱۳۵۷ ل كال د پښتو څيړنو د نړيوال مركز غړى وو. وروسته بيا د كمونيستي دولت په راتلو له كاره كوښه شو. پر ۱۳۵۸ ل كال د كب په مياشت كې د څرخي پله په زندان كې واچول شو. پر ۱۳۵۹ كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى شو. د همدې كال په منې كې د حج په سپڅلي سفر سعودي عربستان ته ولاړ. پر ۱۳۶۰ لمريز كال د زمري په مياشت كې د غرونو له لارې پېښور ته مهاجر شو. په پېښور كې يي قلمي جهاد ته دوام وركړ، د امان كتاب خپرولو مؤسسه يې جوړه كړه، د پېښور له پښتو اكاډمۍ او آريا سټډي سنټر سره همكار وو.

پر ۱۳۶۴ لمريز كال په اسلام آباد كې د جهاد د ثقافتې شورا او افغان جهاد مجلې د ليكوالې ډلي غړى وو. پر ۱۳۶۵ ل كال د څه وخت لپاره په مصر كې د قاهرې د پښتو څانگې وياند وو.

پر همدې كال په پيښور كې د جهادي څېړنو د مركز او د (قلم) د ليكوالې ټولنې غړى وو. پر ۱۳۶۸ كال په پېښور كې د افغان لنډ مهال حكومت د تاريخ ټولنې او د افغانستان مجلې د ليكولي ډلې غړى شو. پر ۱۳۶۹ ل كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او سپېدې مجلې د ليكوالې ډلې غړى شو.

پر ۱۳۷۳ ل كال د افغانستان د مرستو مركز غړی وو او ورسره يې د (تلوسې) مجله هم چلوله. پر ۱۳۷۸ ل كال كاناډا ته ولاړ او پر ۱۳۷۹ ل كال بېرته پېښور ته راستون شو او په پېښور كې يې د افغانستان د كلتوري خدمتونو اداره جوړه كړه.

پر ۱۳۸۱ ل كال بېرته هېواد ته راستون شو او د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنگې شورا غړی شو. دا مهال نوموړی د (كليد) اونيزې سرپرست وټاكل شو. پر ۱۳۸۲ ل كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ د دايرت المعارف د مركز ريېس وټاكل شو چې اوس هم پر همدې دنده بوخت دٰٰی.

استاد حبيب الله رفيع پر گڼ شمېر چاپ شويو اثارو، چې لاندې وړاندې شوي، د ۸۰۰ په شاوخوا كې مقالې ليكلې دي. هغه د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده؛ دغو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده.

ليکوال حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سرو زرو مډالونه او يو د لويې جرگې مډال هم وركړل شوی دی.

نوموړي د خپلو سفرونو په لړ كې پاكستان، ايران، سعودي عربستان، امريكا، كاناډا، عربي اماراتو، بلجيم او انگلستان ته سفرونه كړي دي. د رفيع صاحب نه دوه مشران وروڼه الحاج احمدالله، چې د كاناډا په ټورنټو ښار كې د مسلمانانو د ټولنې مشر او د همدغه ښار د يو جومات د امام په توگه دنده ترسره كوي. دويم ورور يې الحاج دادالله نومېږي، چې په خپل پلرنې استوگنځي كې ژوند کوي او د سيمې قومې مشر دى. رفيع صاحب د وروڼو ترڅنگ دوه خوندې لري، چې مشره خور د ده استاده او د ملك محمد حسين خان ميرمن وه. دويمې خور يې هم دينې زده كړې كړې، چې د مفتى سلطان حميد ميرمن وه او نوموړى د نورالمشايخ امام وو.

حبيب الله رفيع شپږ اولاده لري، چې مشره لور يې ثريا رفيع، نورې لوڼې يې آريانا رفيع، خاطره رفيع او برېښيا رفيع دي. دوه زامن يې هر يو امان الله رفيع او ذكي الله رفيع نومېږي چې كورنۍ يې اوس په كاناډا كې ژوندكوى. د رفيع صاحب اولادونه كه څه هم د لوړو زده كړو څخه برخمن دي، خو د استاد په شان د ادب مينه وال نه دى.

د نوموړي دواړه زامن د الكترونيك انجنيرنيك په څانگه كې زده كړې كوي او هر يو يې تکړه كمپوزر هم دى او د خپل پلار ډېر اثار دوى كمپوز کړي او چاپ شوى دي. د رفيع صاحب د ژوند په اړه كه هر څومره ډېره رڼا واچوو بيا هم كمه ده، خو په دې ليكنه چې د استاد په اړه وشوه، نوره بسنه كوو.

دندې

پر ۱۳۴۰ كال د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د «عرفان» او «پوهنه» مجلو مهتمم. پر ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى، د «آريانا» مجلې او د كتابونو مهتمم. پز ۱۳۴۸ كال د «د افغان ملت » جريدې مدير. پر ۱۳۵۱ كال د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د «فولكلور» مجلې مدير. پر ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى. پر ۱۳۵۷ كال د پښتو ټولنې غړى. پر ۱۳۵۷ كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى. پر ۱۳۵۸ كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى.

پېښور ته مهاجرت او ادبي کارونه

پر ۱۳۶۱ كال د پېښور پښتو اكاډمۍ علمي همكار. پر ۱۳۶۵ كال د افغانستان د جهادي څېړنو د مركز او د «قلم» مجلې د ليكوالې ډلې غړى. پر ۱۳۶۶ كال په اسلام آباد كې د افغانستان د ثقافتي شورا او د افغان جهادي مجلې د ليكوالې ډلې غړى. پر ۱۳۶۷ كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او د «سپيدې» مجلې د ليكوالې ډلې غړى. پر ۱۳۶۸ كال د افغانستان د جلا وطنه حكومت د تاريخ ټولنې او د «افغان» مجلې د ليكوالې ډلې غړى. پر ۱۳۶۹ كال د «تلوسې» مجلې مؤسس او مدير. پر ۱۳۸۰ كال بېرته هېواد ته راستنېدل. پر ۱۳۸۰ كال د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د عالي شورا غړى. ورسره د عرفان د فرهنگي مركز د نشراتو سرپرست او د «طلوع افغانستان» جريدې د ليكوالې ډلې مشر.

ليکوال، شاعر او څېړونکی حبيب الله رفيع د ۱۴۲ په شاوخوا كې چاپ شوي او همدا راز په لسگونو ناچاپ اثار لري، چې چاپ ته چمتو دي. د هغه يو شمېر اثار دلته وړاندې کېږي:

چاپ شوي آثار يې

  1. سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵ كال چاپ.
  2. برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶ كال چاپ، افغان ملت.
  3. د خلكو سندرې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
  4. د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، پښتون كتابفروشي.
  5. د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
  6. د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
  7. د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲ كال چاپ، پښتو ټولنه.
  8. پښتو پانگه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.
  9. ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.
  10. تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴ كال چاپ، تاريخ ټولنه.
  11. د روښان ياد (شعري مجموعه)، د ۱۳۵۵ كال چاپ، تاريخ ټولنه.
  12. خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵، د پښتو د انكشاف رياست.
  13. پښتو پانگه (دويم ټوك) د ۱۳۵۶ كال چاپ، پښتو ټولنه.
  14. پښتو خپرونې، ۱۳۵۶ كال، د پښتو د انكشاف رياست.
  15. پښتو كتابښود، ۱۳۵۶ كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه.
  16. د پښتونخوا د شعر هاروبهار (ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننگرهار مجله.
  17. معرفة الافغانى (سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
  18. د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
  19. په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه.
  20. د سره غره گلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  21. ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت گوند، پېښور.
  22. څوب، ۱۳۵۸ امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  23. ادبي ستوري ( دويم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت.
  24. ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل.
  25. زرينې څانگې، ۱۳۶۰ پښتو ټولنه.
  26. زنځيرۍ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور.
  27. په افغانستان كې د سيد جمال الدين افغان خدمتونه، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲ كال.
  28. د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون.
  29. اورونه او ويرونه، ۱۳۶۳، امان كتاب، پېښور.
  30. د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  31. زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  32. د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  33. انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  34. تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  35. ورك زوى څنگه پيدا شو (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  36. شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  37. د روسي ښكېلاك رنگونه او نيرنگونه، ۱۳۶۵ پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  38. د استقلال څلورمه جبهه (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  39. وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  40. د محمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  41. فالنامه (د خوشال خان خټك)، سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ.
  42. روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور.
  43. ږلۍ او گولۍ ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  44. افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه.
  45. آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  46. ملي زاويه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  47. ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  48. د ستوريو كرونده، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  49. محمود نامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  50. هوتكنامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  51. مهاجرت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  52. د بتانو هنگامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  53. وصيت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  54. د تمدن سوغات، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
  55. ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
  56. د افغانستان لنډكى تاريخ ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
  57. تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
  58. ليكونه او سرليكونه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  59. نامه ها سرنامه ها، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  60. مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  61. مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  62. تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  63. طمع، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  64. وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
  65. هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى.
  66. نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  67. كتابونه دريابونه، (لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز.
  68. كتابونه دريابونه (دويم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  69. وصيتنامه د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  70. نسبنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  71. خټكنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  72. هندوكوه نامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  73. اخلاقنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
  74. پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل.

مقالې

تر پېنځو سوو زياتو سمينارونو کی گډون:

د ۱۰۰ شااوخوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې گډون، مقالې اورول او دفاع كول.

سفرونه

ايران، عربستان، مصر، امريكا، كاناډا، جرمني، هالنډ، پاكستان او فرانسې ته.

باندنۍ تړنې

د ښاغلې حبيب الله رفيع وېبلاگ Archived 2009-07-12 at the Wayback Machine.

  1. https://www.spogmairadio.af/index.php/2017-10-04-10-23-29/information-b/chahra/item/9839-2019-06-11-02-21-12 Archived 2019-09-05 at the Wayback Machine.