حامد غورځنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حامد غورځنگ د محمد بصير حميدي ځوۍ دۍ چې نن نه پوره ۱۹ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز كې زوکړى دى نوموړى دمگړۍ ته د جلال آباد په شاه مردخان مېنه کې اوسي.

زده کړې

دى ۷ کلن وو چې د ښوونځي ور يې وټکولو او په ۱۳۸۵ لمريز کال له مياعمر عالي لېسې بريالى را وواته. شاعري يي که څه هم لکه د پښتون کهول په خټه کې آغگلې وه خو په ۱۳۸۲ لمريز کال يې د کاغذ مخ د شعر په نوم تور کړ. دى د خپلې شاعرۍ لامل د يو شمېر شاعرانو د شعرونو لوستل را په گوته کوي او لومړنى شعر يې په سپوږمۍ مياشتنۍ خپرونه كې خپور شوى چې د ده په وينا دا ده ده يو ارمان وو.

حامد د خپل څلور كلن ادبي ژوند په بهير كې توانېدلى چې ۴۴ ازاد شعرونه او ۳۵ غزلې وليكي. نوموړى په معاصرو شاعرانو کې د رحمت شاه سايل شعرونه خوښوى او لامل يې د نوموړي د شعر سادگي او سندريز والى بولي. دى د ناشناس سندرې اوري او خوښوي يې. غورځنگ چاپ اثار نه لري.