جيارډيا لامبليا
|
Giardia lamblia |
||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
Giardia cell, SEM
|
||||||||||
| Scientific classification | ||||||||||
|
||||||||||
|
|
||||||||||
| Giardia lamblia (Kunstler, 1882) |
جيارډيا لامبليا (چې پخوا د لامبليا انټېسټېنالېس په نوم سره هم يادېده يا جيارډيا ډيوډونالېس او جيارډيا انټېسټېنالېس) يوه فلاجلي پروټوزوني پرازيت دی چې د انسانانو د معدې او کولمې لارې منتن کوي او د جيارډياسېز ناروغي مېنځ ته راوړي.
کوربانه [سمول]
جيارډيا انسانان په ناروغۍ اخته کوي. دا يو تر ټولو عام پرازيت دی چې پيشوګانې هم پرې اخته کېږي. د دغه پرازيت په پېورو کوربانو کې غواګانې، سګ لاهوان، هوسۍ، سپي او پسونه هم شامل دي.
نښې نښانې [سمول]
کله چې څوک په دغه پرازيت اخته شي نو بيا همدا پرازيت د جيارډياسېز ناروغي منځ ته راوړي، دا د معدې او د کولمو د په لاره کې يوه منتن ناروغي ده چې نښې يې ډېر زيات نس ناستي يا دستونه دي، او کولمې تاو کوي او دردونه هم ورسره احساسېږي. ددې ناروغۍ نورې نښې د باد له وجې د نس پړسوب، ستړيا، زړه بدوالی، کانګې، د بدن د تول کمښت، او باد خوشې کول. په ځينو ناروغانو کې بيا يواځې زړه بدوالی او کانګې تر ټولو لويې نښې وي. کله چې د جيارډيا لامبليا پرازيت د ناروغ بدن ته لار پېدا کړي نو ناروغ په ځان کې دغه نښې نښانې وروسته د لس ورځو ويني. جيارډيا په نړېواله کچه د کولمو د ناروغيو يو لوی لامل دی او دا هغه غېرباکتريايي د نس ناستې ناروغي ده چې په شمالي امريکا کې ډېره پېښېږي. په اصل کې د دغه پرازيت د اصلي ژواکپوهنې په هکله مونږ ډېر لږ پوهېدلای شو.
تاريخ [سمول]
د جيارډيا لامبليا د ټروفوزويټ بڼه لومړی ځل په ۱۶۸۱ کال کې د انتون وان ليوون هوک لخوا د هغه پخپلو غايطه موادو کې وموندل شوه. د هغه کتنې بيا په يو عدسي مايکروسکوپ باندې بيا بيا د يو برتانيوي مايکرولوجېسټ يا ککتوکپوه براين جې فورډ لخوا وکتل شوې. هغه دا هم په ډاګه ښکاره کړ چې څوک څومره په اسانۍ سره د جيارډيا پرازيت په يوه ساده او زوړ مايکروسکوب ترلاندې کتلی شي.