جنګ ورځپاڼه
د ويکيپېډيا لخوا
| جنګ ورځپاڼه روزنامہ جنگ |
|
|---|---|
| هېواد | پاکستان |
| بنسټ ایښودنکی | میرخلیل الرحمٰن |
| ژبه | اردو |
| وېب | www.jang.com.pk |
جنګ ورځپاڼه (په اردو کی: روزنامه جنگ) د پاکستان تر ټولو زړه او خپرېدونکې ورځپاڼه ده چی د اردو په ژبې کی د جنګ ګروپ لخوا د ۱۹۳۹ کال راهیسی خپرېږي. په دی ورځپاڼې کی د پاکستان او نړۍ اقتصادي، سیاسي، سپوړتي او ثقافتي اخبار شته. په اوس وخت کی د جنګ ورځپاڼه پرته له لاهور، کراچۍ، روالپنډي، اسلام آباد، کوټه او ملتان څخه په لندن کی هم چاپېږي. میرخلیل الرحمٰن چی د جنګ ګروپ بنسټ ایښودنکی وو په ۱۹۴۰ کال کی په دهلي کی یی د جنګ ورځپاڼې په خپرولو پېل وکړ. په دی وخت کی دغه ورځپاڼه د هندی مسلمانانو په منځ کی تر ټولو زیات لوستونکی لرل. په ۱۹۴۷ کال کی کله چی پاکستان جوړ شو نو د جنګ ګروپ خپله اداره نوي پلازمېنې کراچۍ ته نقل کړه.