جلال الدين حقاني
مولوي جلال الدین حقاني پر ۱۹۵۰ ز کال زېږېدلی دی . دی په افغانستان کې د کورنۍ جګړې یو ډګري بولندوی دی . د حقاني شبکې پوځي مشري د ده زوی سراج الدین حقاني پر غاړه لري . جلال الدین حقاني په افغانستان کې پر ۱۹۸۰ یمو زېږدیزو کلونو د شوروي اتحاد د پوځیانو پرضد کارنده هاند او هڅه کوله ، په تېره بیا د ۱۹۸۷ کال په پای او ۱۹۸۸ ز کال په سر کې چې کله شوروي پوځونو د ګردېز او خوست ترمنځ لارې خلاصولو (( مګیسترال )) عملیات ترسره کول، ده له شوروي پوځونو سره جګړه کې کارنده برخه درلوده . حقاني په لومړي سر کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار سره یو ځای او د هغه یو بولندوی وو ، خو وروسته چې لږ څه نامتو شو ، نو ترې جلا شو . دی د پکتيا ولايت د پښتنو له ځدراڼو قبیلې څخه دی . لوېدیزې رسنۍ د ده پلویان او تر لاس لاندې کسان د حقاني شبکې په نامه یادوي . په سیمه کې د ده د کسانو له خوا ځانمرګي بریدونه هم ترسره کیږي .
نيوليک |
[سمول] د مجاهدینو مشري
[سمول] له طالبانو سره اړېکي
زه همدارنګه د حقانی شبکی په اړه دومره مستقیم مالومات لرم کله چی ګلبدین حکمتیار د احمدشاه مسعود سره څینی وعدی او توافقنامی لاسلیک کړی، نو دلته د پاکستان د آي اس آي اعتماد په ګلبدین حکمتیار د شک لاندې راغلو او دا شبکه پرې بې اعتماده شوه، نو دا چی حقانی د آي اس آي خاص کس دی نو همدارنګه د آي اس آي به وینا تری حقانی د ملګرتیا نه لاس واخیست او سره جلا شول او وروسته بیا احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار هم سره په خپلو کی په څینو سیاسی او مادی وعدو سره مخالفین شول او حکمتیار بیرته یواځی پاتی شو