جلالكوټ
د ويکيپېډيا لخوا
جلالکوټ (جلال اباد)د کنړ او کابل سیند په نښلونې ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننګرهار ولایت منځۍ (مرکز) دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومتري لوی لاری په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او د په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د ګاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.
دا رنګه جلالکوټ د ختیځو سیمو ستر سوداګریز او ټولنیز منځۍ هم دی.
نيوليک |
[سمول] پېښلیک
د چین نامتو بودایی راهب هوان زانګ یا ژوان زانګXuan Zang په لرغوني پیر کې کال ۶۳۰ز د هډې ښار ته راغلې ؤ، او داسې یې وانګېرله چې هند ته راغلې دی. د جلالکوټ ښار د بنسټ ډبره درېیم مغول واکمن جلال الدین محمد اکبر په شپاړسمه زېږدي پېړۍ کې ایښې ده.
دا ښار د انګرېزانو د تاړاک پر مهال د هغوی لاس ته ورغې، مګر د په دواړو یرغلونو کې له ماتې سره مخ شول. د افغانستان خپلواکۍ ګټلو څخه وروسته لومړنۍ لویه جرګه په ۱۳۰۱ل، چې له ۱۹۲۰ز کال سره سمون خوري، په همدې ښار کې جوړه شوه.
سراج العمارت د امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان د اوسېدا ځای په ۱۹۲۹ز کال رنګ او وسوزول شو. بل د یادولو وړ بڼ چې ددې امیرانو کورنۍ پورې اړه لري د امیر شهید بڼ دی. دا بڼ د نوموړو امیرانو پلرنۍ هدیره هم ګڼلې شو، ځکه چې پدې بڼ کې د امیر امان الله خان،امیر حبیب الله خان، سردار نصر الله خان، د امان الله خان ماندینه، خور یې نجیبه سراج هم پدې هدیره کې په ابدي خوب ویده دی.
د یادولو وړه د، چې د افغان جهاد قومندان او پښتون مین مشر حاجي عبد القدیر هم په دې هدیره کې خاورو ته سپارل شوې دی.
[سمول] Trivia
- Jalalabad is featured as a map on the PC game Battlefield 2 as "Road to Jalalabad".

