جاوېد اقبال رمدايي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډگر جنرال جاوېد اقبال رمدايي د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون ریس يا ټولمشر دی . دی د پوهنتون د ټولمشرۍ يا رياست لپاره په ۲۰۱۳م زېږدي کې د اگست په ۲۰مه وټاکل شو . اقبال دغه دنده د خپل سيال پخواني ريس ډگرجنرال ناصر خان جنجوا څخه ترلاسه کړه او ډگر جنرال ناصر خان جنجوا ترفیع وکړه او سترجنرالي یې ترلاسه کړه او کوټې ته یې ولېږه .

پوځي او تعلیمي مخینه

جاوېد اقبال رمدايي د سند ولایت د پلي پوځ په يوې فرقې کې چې د پاکستاني پوځي دود لمخې ۶۲ م PMA نومېږي په ۲۴م اکتوبر کې کال ۱۹۸۰ زېږدي خپله دنده پیل کړې وه . ښاغلي اقبال د خپلې پوځي دندې په پړاؤ کې د پوځ ټول تمریناتي کورسونه ترسره کړي او همدارنگه د پاکستان څخه دباندې یې هم پوځي زده کړې کړي دي . ده خپل د دندو په لړ کې ملي او نړېوالو پوځي دندو کې د بولندوی په توگه برخه اخيستې . دغه جنرال د کوټې له کمانډ اېنډ چيف کالج پوهنځي څخه، ډفنس سرویسېس کمانډ او سټاف کمانډ کالج په بنگله دېش له ډهاکې څخه فارغ شوی . همدارنگه د انگلستان له رايل ډفنس کالج څخه یې هم پوځي زده کړې ترلاسه کړي او دوه ماسترۍ لري چې يوه یې د جگړې په هکله زده کړو کې اخیستې او بله یې د اسلام آباد او انگلستان د کنگز کالج لندن څخه په گډه په تگلاریزو چلندلار کې اخیستې . ده په نیويارک کې د ملگرو ملتونو په نړېوال مرکز کې د پاکستان دايمي استازي د مشاور دنده هم ترسره کړې . دغه جنرال دوه ځلې د پلي پوځ او پلي بولندويانو سالاري کړې . د مېجر جنرالۍ په وخت دی د جنرال بولندوی په توگه (GOC) د ۱۹مې فرقې لپاره د اورپکو سره د جگړې په تکل سوات ته ولېږل شو . په هغه جگړه کې ده خپل پوځ ته امر وکړ چې د اورپکو په لور مخامخ جگړه پيل کړي چې په ترڅ کې یې دی ټپي هم شو . دغه مهال جگړه د سوات سیمې په نصرت دره کې پرمخ روانه وه . له همدې دندې وروسته یې د اسلام آباد په امر عمومي لارښود په توگه د B- Division او پلي پوځ جگړه ییز پوهنځي کې مقرر کړ چې ورته NDU وايي .