جان محمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان محمد خان

جان محمد خان (مړينه: ۱۷ د جولای، ۲۰۱۱ کال) د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پخوانی سلاکار، د ولسي جرگې غړی، د پوپلزيو يو قومي مشر او د روزگان ولايت يو پخوانی والي و چې د ۲۰۰۲ کال د جنوري له مياشتې تر مارچ ۲۰۰۶ کال پورې يې د ولايت د لوړپوړي چارواکي په توگه دنده ترسره کوله.