جان محمد تره کی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حاجي جان محمد تره کی (۱۳۰۶ ، لمريز کال ، غزني مقر ولسوالۍ ، کمکۍ ناوه ، سور کلی- د ۱۳۹۲ لمريز کال د وري ۳۱ لندن) د نظر محمد تره کي زوی ، د وتلي ليکوال او سياستوال نور محمد ترکي کشر ورور دی .

مخينه

حاجي جان محمد تره کی پر ۱۳۰۶ لمريز کال د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د کمکۍ ناوې په سره کلي کې په یو څه ناڅه لوستې (باسواده) شپني او بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د جان محمد تره کې لپاره د وخت حالاتو مرسته ونه کړه چې رسمي زده کړې تر لاسه کړي ، خو هغه وخت چې له خپل مشر ورور نور محمد تره کي سره د کابل ښار ته راوکوچید له زده کړو سره تودې مینې هغه دې ته اړ ايست چې د ورځنیو کارونو تر څنگ له خپل مشر ورور څخه د لیک او لوست زده کړه وکړي . جان محمد تره کی په گوندي او سیاسي کړیو پورې کوم تړلی شخصیت نه وو ، خو د خپلو خلکو د نېکمرغۍ ، خپل هېواد د ابادۍ او سوکالۍ ستر ارمان یې درلود . جان محمد تره کي په ټولگټو (فوائد عامې) وزارت کې د یوې لنډې مودې کار څخه پرته چې هلته ېې د کاتب یا محرر په توگه دنده ترسره کړې ، بله هیڅ ډول رسمي دنده نه درلودله . یوه اوږده زمانه ېې د خپلې کورنۍ د معشیت لپاره یو ډول سوداگریز فعالیت درلود. ده کومه پانگه نه درلودله چې ډېر گټور څه تر سره کړي . هغه به له مزار شریف څخه نیولې تر کابل ، کندهار او هراته پورې د پنبې د رانیولو او پلورلو کار کاوه او کله به هم چې دې هڅو د ژوند څه نه پوره کول نو د یو ډول گرځنده بزازۍ هڅې به ېې کولې. نوموړی د خپلو اقتصادې هڅو په لړ کې په دې وتوانیده چې له یو شمېر د ده په شان د لږ اقتصادي توان درلودونکو سره په گډه یو ډول سهامي ترانسپورتي شرکت جوړ او دی يې د ویاړمن مشر پهتوگه وټاکل شي. دغه شرکت دغزني د سنايي ترانسپورتي شرکت په نوم و چې ونډه والو ېې له یوه یا دوو موټرو څخه زیاته ونډه پکې نه درلوده. جان محمد تره کی د ۱۳۵۷ لېږديز لمريز کال د غويي د میاشتې داومې نیټې تر پاڅونه پورې په همدغه شرکت کې پاتې شو. وروسته د حالاتو بدلون او د شرکت اقتصادي ماتې دی هم د نورو وڼده والو په شان درنې وزگارتیا ته ورساوه. د غويي تر پاڅونه وروسته سره له دې چې د ده مشر ورور نور محمد ترکی د واکمن گوند او دولت مشر و خو ، جان محمد تره کي د پخوا په شان په کور کې په سخته وزگارتیا ژوند تیراوه. کله چې پر ۱۳۵۸ لمريز کال نور محمد تره کی د حفيظ الله امين له خوا په شهادت ورسید، دهغه سپین سرې میرمن او د جان محمد تره کي ټوله کورنۍ د امین له خوا د څرخي پله جېل ته ولیږل شوه. پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته چې کله ببرک کارمل واک و ځواک ته ورسېد نو د څرخي پله د جیل ورونه يې پرانیستل ، جان محمد تره کی او کورنۍ ېې هم له جیل څخه راووتل . خو په واقعیت کې له یوه کوچني جیل څخه د وطن په نوم یوې نوې بندیخانې ته ور دننه شو. د مشر ورور شهادت ، د ژوند تر ټولو ترخو شپو له رواني پلوه په ملا کړوپ کړ. جان محمد تره کی چې یو متقي، مومن او د پخې دیني عقیدې خاوند و ، د شوري لښکرو تر وتو وروسته او په هېواد کې د جهادي واکمنۍ پر راتگ سره په دې هیله و چې د جهاد په نامه قدرت ته راغلې ډلې به د اسلام د سپېڅلي دین د درنو ارزښتونو په رڼا کې هر څه د دنیا او آخرت په گټه سمې لارې ته سیخ کړي ، خو د واک و ځواک پر سر خپلمنځي جگړې دومره خونړۍ راوختې چې د هېواد سپېڅلې خاوره يې د ټولو افغانانو لپاره سره کړه . جان محمد تره کی هم د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر تر ۱۳۷۱ (۱۹۹۲) ز کال وروسته له خپلې کورنۍ سره روسیې ته کډوال شو . دی سپېڅلې کعبې ته ولاړ او حج یې وکړ .

مړينه

جان محمدتره کی د ژوند په وروستيو کلونو کې له روغتیايي ستونزو سره مخ وو . ده د ۱۳۹۲ لمريز کال د وري پر ۳۱ (د۲۰۱۳ زېږدي کال د اپرېل پر ۱۹) د لندن ښار په رويال فري روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ لامله د ۸۶ کالو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې .

کورنۍ

جان محمد تره کی پنېځه زامن او دوې لوڼې لري . د زامنو نومونه يې دادي : نور احمد تره کی، گل احمد تره کی، شیر احمد تره کی، ببرک تره کی او زمرک تره کی.

اخځونه

  1. http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-17-36-49/2921-2013-04-25-05-28-05[مړه لينکونه]
  2. http://www.larawbar.net/36343.html Archived 2013-06-01 at the Wayback Machine.
  3. http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-18-15-31/2852-2013-04-20-06-04-00[مړه لينکونه]