توکمپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

توکمپوهنه د دوه نومونو توکم او پوهنې يو تړنګنوم دی. په انګرېزي ژبه يې اېتنولوژي (د يوناني نه اېتنوس, په مانا د "توکم، يا خلک") بولي. دا پوهنه د وګړپوهنې يوه څانګه ده او په دې کې د بېلابېلو توکمونو د اصل، د وېش سيمې، د تخنيکي پرمختګ، د ژبې، د دين، د ټولنيز جوړښت او د کلتور د شننو او سره پرتللو جاج اخيستل کېږي .