تور زېړی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تور زیړی یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول وایرس په نتیجه کې چې هیپاتیت بي نومیږي منځ ته راځي. دا وایروس د انسان په ینه یا جگر کې د التهاب سبب گرځي چې دې د ینې یا جگر دې ډول التهاب ته په طبي اصطلاح کې هیپتایتیس واېې. په ټوله نړی کې د ۲ بلیونه څخه ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته دي په اکثر خلکو کې دا ناروغي د یوه لنډ وخت لپاره پیدا کیږي چې له تداوی وروسته ترې په بشپړه توگه شفا پیدا کوي چې دا ډول ېې د حاد تور زیړي په نامه یادیږي. د تداوی او جدي پاملرنې په صورت کې، په دې ډول تور زیړي کې ینې یا جگر ته کوم زیان نه رسیږي.

ځینې وخت داسې هم پیښیږي چې یو شخص د تور زیړي په ناروغۍ اخته وي ولې پر ځان پوه نه وي، ځکه چې په دې حالت کې په ناروغ کې د تور زیړي هیڅ ډول اعراض او علایم نه ښکاري خو په دې حالت کې کولای شي چې نورو روغو کسانو ته د تور زیړي میکروب انتقال او هغوی د تور زیړي په ناروغۍ اخته کړي.

ځینې وخت دا ناروغي د اوږدمهال لپاره د انسان په وجود کې موجوده وي چې دا ډول ېې د مزمن تور زیړي په نامه یادیږي. مزمن تور زیړی د ینې یا جگر د سرطان او خرابوالی سبب هم گرځي. د مزمن تور زیړي پیښې په ماشومانو کې ډیرې لیدل کیږي.