توت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توت

توت ډېرگړی توتان. دا يو ډول مېوې ده چې ونه يې هم د توت ونې په نامه يادېږي.

مخينه

توتان چې په انگریزي یې Mulberry بولي، هغه میوه ده چې په افغانستان کې په تازه او وچه بڼه پيداکېږي. د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د توتانو ونې شته. د توتانو ډولونه ۱۶ ښودل شوي، چې په هغو کې سپین توتان، بې دانه توتان، شاه توت، ابراهیم خاني، شستي توتان او شیرتوت نامتو دي. ددغې مېوې ځينې نور ډولونه برامخاني توتان، پلوتوت، للندري توتان، خسکي توتان، تورتوتان، شنډي توتان، لوړه توتان، پاغونډه توت او داسې نور.

باید وویل شي چې د افغانستان د تودو سیمو په پرتله د سړو سیمو توتان خواږه او خوندور دي. توتان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شته، خو د شمالي، پنجشیر، هرات، کندهار، غزني، بامیانو، میدان وردگو، بدخشان، بغلان، لوگر او د کابل شاوخوا سیمو، په تیره للندر او د شیوکیو توتان، چې کابل خیلي یې بولي، ډیر اوڅار دي.

د افغانستا ن ځينې خلک توتان وچوي او بیا یې اوړه کوي چې تلخان یې بولي او په پښتو ژبه ورته ستوان وایي چې په ژمي کې یې له چایو سره خوري.

توتان د ځینو ناروغیو لکه سرطان، شکرې ناروغۍ، د پښتورگو، گېډې او ټوخي ناروغیو ته ډیر گټور دي او بېلابېل ویټامونه لري. په دغو ویټامینونونو کې بي ویټامینونه همدا راز کاربوهایډریډونه، قندونه، فایبرونه او پرو ټینونه گډون لري.

اخځليک

۱- د لیکوال لطيف یاد فېسبوک پاڼه.