تشیالیونی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تشياليونى (كيهانورد، فضانورد) يا ستوريونى (استرونافت) هغه چا ته ويل كېږي، چې په تشيال الوتنه كې يې ازمايښتونه ترسره كړي وي او له تشيال تخنيك نه يې كار اخيستى وي.

تشيال الوتنه په بېلابېلو هېوادو كې په بېلابېل ډول مانا كېږي. د هوا الوتنې د نړيوال فدراسيون له طبقه بندۍ سره سم، هغه الوتنه، تشيال الوتنه گڼل كېږي چې تر سلو كيلومترو لوړه ترسره شي. د امريكا متحدو ايالتونو د پوځي هوايي ځواكونو له طبقه بندۍ سره سم، هغه الوتنه تشيال الوتنه گڼل كېږي چې له پنځوسو ميلو (يانې۸۰ كيلومترو او ۴۶۷ مترو) لوړه ترسره شي. په روسيه كې تشيال الوتنه د مداري الوتنې (د مدار الوتنې) په نامه هم ياديږي. مانا دا چې الوتونكې دستگاه بايد لږ تر لږه يو ځل د ځمكې پر شاوخوا راوڅرخي. د همدې دليل پر بنسټ په بېلابېلو سرچينو كې د تشياليونو ټوليز شمېر په خپل منځ كې توپير لري.

د ۲۰۱۰ زېږدي كال د مى تر ۳ نېټې پورې د هغو تشياليونو، چې د مدار الوتنه يې ترسره كړې، شمېر ۵۱۴ كسو ته ورسېد. له دغه شمېره ۴ كسانو پر باليستيكي كرښه تشيال الوتنه كړې چې لوړوالى يې د هوا الوتنې د نړيوال فدراسيون له ډلبندۍ سره سم تر ۱۰۰ كيلومترو زيات وو. ۶ كسانو پر باليستيكي كرښه تشيال الوتنه كړې، چې لوړوالى يې له ۵۰ ميلو ډېر، خو د امريكا متحدو ايالتونو د پوځي هوايي ځواكونو له ډلبندۍ سره سم تر ۱۰۰ كيلو مترو ټيټ وو. بايد وويل شي چې د پورته ياد شوي شمېر تشياليونو په شمېر كې ۵۴ كسه ښځمنې وې.

لومړنی افغان کیهانورد وپیژنئ[سمول]

لومړنی افغان کیهانورد یا ستور مزلی  ښاغلی عبدالاحد مومند و، چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې یې د وخت د شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته فضا ته پرواز وکړ. عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹میلادي کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ نیټه د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د سردې د کلي  د محمد سرور په متدينه کورنۍ کې دنياته سترگي غړولې دي . ابتدايه زده کړې يې د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځي او وروسته د غزني  د سلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا یې د کابل په حبيبه  ليسه کې زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶)) کال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې  وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت  کې  دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته دوام ورکړ . ښاغلی مومند په ۱۹۷۸ کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو، چي په ۱۹۸۱ کال  یې  دکراسنودار اوکيف  په  پوځی هوايي مسلکي مکتب کې  د پيلوټۍ په برخه کې مسلکي زده کړي  په برياليتوب سره پاي ته ورسولې او وطن ته راستون شو . ښاغلى عبدالاحد مومند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري  د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسوله . د ۱۹۸۴ کال نه  تر ۱۹۸۷ کال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل د اوکراين هيواد د کيف په ښارکي د يوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کې عالي اومسلکي تحصيلات وکړل . په ۱۹۸۷ کال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي  عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران ، محمد جهيد، اقا جان، سراج الدين، امير خان، خيال محمد، شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيسته. د۱۹۸۷  کال د دسمبر په ۱۲ عبدالاحد مومند د اتوکانديدانوله جملې نه يوله هغوکسانوڅخه وټاکل شو چي د پرواز لپاره چمتو شي . له روغتيايي معايناتو اوځانگړې  زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ مه د شوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړ . د سهار پر څلوربجو او۲۳  دقيقو د کيهاني بېړيو دپرواز له ډگر بايکانورنه  د((مير ستيشن )) په لور چي په فضاکې موجودوو ددوي بېړۍ  وتوغول  شوه ، دا بيړۍ په برياليتوب سره د مير له فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته یې له دوو نورو ستورمزلوسره چي له پخوانه د مير په نړیوال کيهاني تم ځای کې وو  خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پېل کړه. ښاغلی مومند په یوه مرکه کې ویلي (( چي ماشوم وم د الوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکر هم نسو کولاي ،خوکله کله چي به زموږ د کلي پر سر الوتکه تېرېدله  ما فکر کاوه چي الوتکه هم د بسونواولارۍ موټر غوندي کلېنر لري ، نودا به مې په فکر کې راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنروای ، څومره به ښه وای، دا خومې هيڅکله تصورنسو کولای چي زه به پيلوټ اوفضا ته کيهاني سفر وکړم )) د يادولو وړ ده کله چي يوري ګاګارين د لومړنی انسان په توګه فضا ته ولاړ ، هغه وخت عبدالاحد مومند دری کلن و ، يوري ګاګارين فضا ته له تللويوکال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی، هغه وخت ښاغلی مومند څلورکلن وړوکی ماشوم و او د غزني په سردي کلي کې یې له نورو ماشومانو سره په خاورو کې لوبې کولې، ځکه به یي هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي. عبدالاحد مومند  له دغه بریالي پرواز او تحقیقاتو وروسته په افغانستان  کې د علومو اکاډيمۍ  په تشکيل کې د فضايي تحقيقاتو انستيتيوت  جوړ او هلته یې په تحقيقاتي کار پيل وکړ . په دې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولو  وروسته د هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه په دنده وگومارل شو ،پردې دنده یې د شپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ. ښاغلى مومند د ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې په کابل کې د تنظیمي جګړو له امله  لکه نور روشنفکران اووطنپال افغانان د هيواد پرېښودو ته مجبورشو، د آلمان فدرالي جمهوريت ته ولاړ اودهمدې هيواد شتوتگارت  په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره میشت شو . ښاغلى عبدالاحد مومند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى. عبدالاحد مومند د څلورو مسلمانو ستورمزلو په جمله کې لومړنی مسلمان ستورمزلی یا فضانورد دی چې قرانکریم یې فضا ته وړی او هلته یې تلاوت کړی دی. عبدالاحد مومند له فضا څخه له خپلې مور، د وخت له جمهور ریس ډاکټر نجیب الله او د هغه وخت د مخابراتو له وزیر محمد اسلم وطنجار سره په پښتو ژبه خبرې وکړې. د نورو سترو ویاړونو او علمي تحقیقاتو تر څنګ لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند دغه دوه ویاړونه هم لري. موږ ته په کار ده د خپل هیواد دا ویاړونه هیڅکله هیر نه کړو او تل یې ونمانځو.

سرچينې[سمول]

۱- په تشیال کې لومړنی افغان، د محمد طاهر کاڼي راټولوونه او ژباړه، د ۱۳۹۰ لمريز لېږدي (۲۰۱۱) زېږدي کال چاپ.

۲- http://ru.wikipedia.org/wiki/%CA%EE%F1%EC%EE%ED%E0%E2%F2[مړه لينکونه]