تاند (وېبپاڼه)

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Taand.jpg

تاند (په انګرېزي: Taand) يوه دوه ژبنۍ وېبپاڼه ده چې په پښتو او انګرېزي ژبه ليکنې او مطالب خپروي. د دغې وېبپاڼې بنسټ د ٢٠٠٧ز کال په اپرېل کې د عصمت اله څاروان لخوا ايښودل شوی. دغه وېبپاڼه د چېک جمهوريت له پلازمېنې پراګ څخه خپلې منظمې خپرونې ترسره کوي او همکاران يې په افغانستان کې دننه او بهر ورته کار کوي.

مخينه

تاند په پښتو او انګرېزي ژبو ليکنې خپروي، چې تر ٢٧٠٠٠ زياتې ليکنې يې خپرې کړي. ١٤٢١ کسانو په تاند کې خپل برېښناليکونه ثبت کړي، چې وخت ناوخت ځينې عاجل خبرونه په خپل برېښناليک کې ترلاسه کړي.د تصويري خبرونو شمېر يې ٦٧٧ دى او تاند په خپله کاري موده کې ٥٤ نظرپوښتنې کړي، چې وايبره يې په پاڼه کې موندلاى شئ. تاند د ٢٠٠٧م زېږدي کال د اپرېل له ٦ مې په فعاليت پيل کړى چې تر اوسه يې په منظم ډول بېلابېل خبري او مالوماتي مطالب خپاره کړي او هڅه يې کړې، د نړيوالو اژانسونو په څېر مهم خبرونه ژر تر ژره تر نورو مخکې له ټولو جزئياتو سره لوستونکو ته ورسوي. په خبري برخه کې ډېر گړندي ملکاران دننه په افغانستان او نورو سیمو کې هم لري . تر اوسه د تاند د فعاليت له پيل څخه پر تاند څو ځلې د هککرانو له لوري بريدونه هم شوي او يو ځل د تاند ټول مطالب هم ړنګ کړل شوي، خو وروسته ٩٩ سلنه مطالب یې بېرته په ارشيف کې خوندي کړای شول.

له نړيوالو اژانسونو سره برابري

تاند له هغو پاڼو څخه ده چې له نړيوالو ويبپاڼو، اژانسونو او ورځپاڼو بېلابېلې ليکنې ژباړي او خپروي. د پاڼې يوه ځانګړنه دا ده چې تاند تر نورو چټکه ده او هڅه کوي خپله بېطرفي وساتي.

روغتيايي پوښتنې-ځوابونه

د خبري مطالبو، ليکنو او شننو تر څنګ په تاند کې بله ځانګړنه دا ده چې لوستونکي خپلې روغتيايي پوښتنې له پرلیکه ډاکټر سره شريکوي او پر لیکه ډاکټر په تفصيل سره ځواب ورته ليکي. دا برخه په نورو پاڼو کې نه شته.

سرچینې

  1. http://who.is/whois/www.taand.com

باندنۍ تړنې

Domain Name: TAAND.COM Registry Domain ID: 912718116_DOMAIN_COM-VRSN Registrar WHOIS Server: whois.bluehost.com Registrar URL: http://www.bluehost.com/ Updated Date: 2014-03-22T04:20:23Z Creation Date: 2007-04-06T13:51:26Z Registrar Registration Expiration Date: 2015-04-06T13:51:26Z

  • تاند وېبپاڼه [1]
    • www.taand.com