بېنزيل پېنيسيلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بېنزيل پېنيسيلين يا پېنيسيلين جي کيميايي جوړښت

بېنزيل پېنيسيلين (په انگرېزي: Benzylpenicillin) چې په عام ډول د پېنيسيلين جي (Penicillin G) په نامه هم يادېږي، د پېنيسيلين يو گولډ سټانډرډ يا معياري مرکب دی. په همدې نوم کې د جي (G) توری د گولډ (Gold Standard) په لنډون کارېدلی. پېنيسيلين جي په رگ کې تزريق کېږي او د خولې له لارې نه ورکول کېږي، دا په دې خاطر چې د معدې هايډروکلوريک اسيد همدا درمل له ثابت حالت نه غيرثابت حالت ته بدلوي او د غيرثابت حالت په وخت کې درمل خپله اغېزه له لاسه ورکوي. د دې پخاطر چې دا درمل په رگ کې تذريق کېږي، نو په بدن کې د فېنواکسيميتيل پېنيسيلين په پرتله يې کچه (گاټه والی) هم ډېره ترلاسه کېږي او همدا ډېره کچه د لوړې کچې باکټريايي ضد اغېزو په توگه څرگندېږي.