بېجنګ

د ويکيپېډيا لخوا
(له بېجینګ نه مخ ګرځېدلی)
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
د بېجنګ ښار
China Beijing.svg

بېجینګ ( په چینی:北京; pinyin: Běijīng ) د خلکو جمهوریت د چین پلازمېنه او چینی د کولتور، سیاست او صنعت مرکز دی. دغه ښار د چین کمونست د ګونډ مرکز هم دی. په بېجینګ کې مهم وزارتونه او ادارې شتون لري. مساحت یې ۱۸۰۰۰ کیلومتره مربع دی. بېجینګ اوسمهال ۱۰۱۲۵۰۰۰ تنه وګړي لري. په بېجینګ کې د کیمیا، استهلاک او دروند صنعت شته. دغه ښار هم عصری لېږدونه لری. د بېجینګ په مرکز کی د لرغوني چین امپراطورۍ ماڼۍ هم شته.

تاریخ

بېجینګ ۲۰۰۰ کالونه مخکې تاسیس شو. مګر په دی وخت کی دغه ښار د ټی ( Ji ) په نوم یادېده. د ټی ښار په ۱۲۱۵ کال کی د مغل اردو لخوا ونیول شو. دغه ښار په ۱۳۶۸ کال کی د یوآن د کورنۍ ( Yuan dynasty ) پلازمېنه شوه. په ۱۴۲۱ کال کې د مینګ د کورنۍ ( Ming dynasty ) پلازمېنه شوه. او په ۱۶۴۴ کال کی د لی چخېنګ ( Li Cheng ) اردو لخوا نیول شو. دغه ښار هم د چخینګ د کورنۍ ( Qing dynasty ) حکومت په وخت کی د چین پلازمېنه وه. بېجینګ په ۱۹۱۲ کال کې د چین د جمهوریت تر تاسیسولو وروسته پلازمېنه شوه. د جاپان پوځ په ۱۹۳۷ کال کې د چین پر جهوریت برید وکړ او بېجینګ یې ونیوه. په ۱۹۴۹ کال کې د ماو څی ټونګ ( Mao Zedong ) لخوا د چین ولسي جمهوریت اعلان وشو او بېجینګ یې پلازمېنه شوه.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې