بژېونوف صومعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بژېونوف صومعه په پراگ کی
د مقدس مارکېټا کلیسا

بژېونوف صومعه (په چېکي: Břevnovský klášter) د نارينو تر ټولو پخواني چېکي صومعه ده چی په پراگ کی د بژېونوف په برخه کی پرته ده. نوموړي صومعه يه ۹۹۳ کال (میلادي) کی د شاهزاده بوژيوي Bořivoj او اسقف Vojtěch لخوا جوړه شوه او د ۹۹۳ کال څخه تر اوسه پورې د بېنېډيکټو راهبانو مهم مرکز ده. دغه صومعه د ۱۹۵۸ کال څخه د چېک د جمهوريت ملی یادگار دي. په دی صومعه کی یو مشهور بير هم پخول کېږي.

تاريخ[سمول]

بژېونوف صومعه په ۱۰ پېړی کی تاسیس شو د دی صومعې لمړنی ابوت (مشر) راهب اناسټازیوس وو. به ۱۱ پېړی کی د مقدس بېنېډيکت (Benedikt) او ویتېخ (Vojtěch) رومانی کلیسا جوړه شوه. په ۱۴۲۰ کال کی ټوله صومعه د کاتولیک د مخالفينو لخوا ویچاره شوه. په ۱۶ پېړی کی ابوت توماس ساتوریوس د بژېونوف صومعه بيا جوړ کړ. او قدیمی خانفا یی هم تاسیس کړ. اوسنی وډانۍ په ۱۸ پېړی کی د ابوت (د صومعې مشر) اوټمار زينکې لخوا جوړې شوې او ټولو وډانيو د باروک په سبک کی جوړې شوې. د صومعې نوی کليسا (مقدس مارکېټا ) په ۱۷۱۵ کال کی تقدیس شوه او په ۱۷۴۰ کال کی د صومعې بیا جوړولو پای ته ورسېده. بژېونوف صومعه په ۱۹۵۱ کال کی د چکوسلواکيا د حکومت لخوا لغو شوه او د داخلې وزارت په ارشیف تبدیله شوه. په ۱۹۹۳ کال کی ابوت اناسټاز اوپاسېک بژېونوف صومعه بیا جوړه کړه او په صومعه کی د عظيم اسقف مرکز یی هم جوړ کړ. په ۱۹۹۷ کال کی پاپ یان پاوېل ۲ دغه صومعه په رسمی توکه ملاقات وکړ.

عکسونه[سمول]