بي بي مبارکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بي بي مبارکه د ملک سلېمانشاه يوسفزي لور او د ملک شاه منصور خور او د ظهير الدين بابر ماندينه وه. ظهير الدين محمد بابر د الغ بېگ کوگاني وراره په ۹۱۸ ه سپوږميز کال کې کابل ونيو او ددې خېښۍ په نسبت يې خان د يوسفزو دوست باله خو بي بي مبارکې ته د گورگاني حکمران د کور ښڅو د شنډېدو دارو ورکړه او له اولاد ځخه يې واچوله. دا مېرمن د اکبر تر زمانې ژوندۍ وه او د همايون مېرزا مور يې حال کښلی دی او وايي چې دا يوه باتدبيره او مهربانه ښڅه وه. د بي بي مبارکې کورنۍ د بابر سره زياتې مرستې وکړې او د بابر د دوی په مرسته پر لوديانو بری وموند، خو د همايون مور وايي چې دغه پېښه پر بي بي مبارکط ډېره درنه لگېدلې وه.[۱] [۲]

بي بي مبارکه په ۱۵۱۸ م د اوړي په وتلو د کابل واکمن ظهير الدين بابر د باجوړ له غرونو واوړېدو او د سيمې هرځواک چې ورسره جنگ کوو، په ډېر وحشت یې ووژل. بيا د مړو سرونه کابل، بدخشان کندوز او بلخ ته ورواستول چې د خپل بري ډنډوره وغږوي. د شرابو او د اپيمو په نشه کې مست بابر د ځوانو ښځو هم شوقي و او پخپلو ليکنو کې ښه په ميړانه يې ذکر کوي. ده د نهو ( ځينې تاريخونه لس ښايي ) سره نکاح کړې وه چې اوومه پکې د يوسفزو ” بي بي مبارکه” وه. ښايي دا د هغې خپل نوم نه و ځکه د پير بابا ( شيخ علي ترمزي) مېرمنه هم چې د بونېر د يو اوسېدونکي لور وه، بي بي مبارکه نومېده. د هغې نوم په لومړي ځل حافظ رحمت خان په خپل تاريخ کې ياد کړو او يوه پوره افسانه يې وليکله چې بابر د ملنگ په جامه کې د شاه منصور کور ته ولاړو او دا پېغله يې وليده. که داسې وای نو بابر به ارو مرو څه نا څه پرې ليکلې وای. د يوسف زو مشر ملک احمد خان د بابر په بلنه د هغه سره ليدو نه ډډه کړې وه. ده خپل د تره زوی شاه منصور ورته د جرگې لپاره استولی و. شاه منصورپه باجوړ کې “کله منارونه” ليدلي و او پوهېدو چې دوی د بابر خونړي لښکر سره جنگ نشي کولی. د يوسفزو شپېته مشران د بابر تره الغ بيگ په کابل کې د يوې مېلمستيا په بانه په يوه ورځ وژلي و. په دې کې د شاه منصور پلار سلېمان شاه هم و. د محرم د مياشتې په پای کې بابر په تيمرگړ کې د سيمې مخورو کسانو سره وليدل. بابر ليکي چې شاه منصور ” د خوړلو لپاره راته ډېرخونده ور “کجایي … راوړل.” دا د اپيمو او مغزياتو يوه حلوه وه چې په خوړولو يې خلک نشه کېدل. د يوسفزو سره د روغې يو شرط دا و چې د دوی د مشر لور به بابر ته ورکړل کېږي. په پښتنو کې دا دود ” سوره” نومېږي او اوس هم په ځينو قامونو کې د دښمني د ليرې کولو لپاره رواج لري. ښايي هغه وخت د يوسفزو په ټبر کې هم دا پېغله د واده د عمر وه. بابر شاه منصور ته “وياړ خلعت او د يوسف زو د علاقی حکومت” ورکړو او دا جرگه ختمه شوه. بيا د محرم په اته ويشتمه نېټه د شاه منصور ورور طاوس خان خپله ورېره د څو نورو ملکانو په بدرگه د چکدرې په لار وروستله او بابر په ۱۰ جنوري ۱۵۱۹ م کې ورسره نکاح وتړلو او دا يې د باجوړ کلا ته ورواستوله. يوه افسانه دا هم ده چې د واده په شپه بي بي مبارکې د خپل قام د امن لپاره ورته زولۍ غوړولې وه. خو د يوسفزو ژبه فارسي وه او بابر په ترکي کې خبرې کولې. دوېمه دا چې د روغې نه وروستو د دې خواست اړتيا نه وه او درېمه دا چې بابر د خپلو سياسي فېصلو لپاره څو مشاورين لرل. د بي بي مبارکې يو ورور مير جمال په ۱۵۲۵ م کې د بابر سره هندوستان ته تللی و او ښايي لوړه رتبه يې لرله. د بابر د زوی هندال سره يو کس د مير جمال په نوم پاتې و. وروستو د همايون او د اکبر په وختونو کې هم د مغلو يو لوړ رتبه کس مير جمال نوميدو. د بي بي مبارکې نه وړاندې بابر شپږ ښځې لرلې چې دوه پکې مړې وې. دا عايشه سلطان، زېنب سلطان، ماهم بيگم، گل رخ، معصومه او سلطان بيگم نوميدې. د ماهم بيگم ۵ اولادونه او د دې زوی همايون وروستو د هند باچا شو. د دلدار اغاچه درې اولادونه و چې هندال او گلبدن او گل رخ و. د بابر د يوې مېرمنې گلرخ زامن کامران او عسکري د همايون سره د تخت لپاره وجنگيدل. د مبارکې نه وروستو بابر دوه يا درې نورې ښځې وکړې چې يوه گلنار بله نرگل او درېیم افاق په اړه شک دې چې نکاح کړې وه او که نه. حافظ رحمت خان ليکي چې بي بي مبارکه د بابر د خوښې ميرمنو نه وه او ممکن په حرم کې نورو ښځو نه غوښتل چې د هغې اولاد ووشي او وروستو په تخت دعوا وکړي. نو د هغې حمل يې په کوم زهر تاوان کړو او وروستو هغه د اولاد زېږولو جوگه پاتې نشوه. په مغل ټبر کې د سازشونو خبره نوي نه وه او هلته ښځو به د يو بل پر ضد سازشونه کول خو د دې خبرې هيڅ ثبوت نشته چې يو چا به بي بي مبارکې ته زهر ورکړې وي. د بي بي مبارکې ذکر د بابر د لور گلبدن بيگم په يادښتونو کې کېږي چې ” همايون نامه” نومېږي. هلته دا هر ځای د ” افغان اغاچه” ذکر کوي. هغه په ۱۵۲۹ م کې د بابر له خوا اگرې ته وروغوښتل شوه. د هغې سره ماهم بيگم او گلبدن هم وې. يوه پيښه چې گلبدن يې ذکر کوي، داسې ده چې يوه ورځ مونږ ښکته دالان مخې ته ناست و. زما دايي ( خدمتگاره) بره د لمانځه لپاره ولاړه نو ما افغان اغاچه ته وويل چې زما لاس راکاږه. هغې دومره په زوره زما لاس راښکلو چې هډوکی مې وختلو ( د لاس هډوکې بې ځايه شو) زه بې توانه او په ژړا شوم. بيا دوی يو شکسته بند راته راوغوتلو چې زما لاس يې راته وتړلو او باچا اگرې ته ولاړو. بي بي مبارکې د هند په لر وبر کې سفرونه کړي و او کړاونه به يې ليدلې وي. يو وارې د هندال، دلدار بيگم او گلڅېرې سره په سفر کې د جټانو سره مخ شوه چې دوي ترې په تېښته او هغوي ورپسې ځغستل. يو بل سفر کې دا د سيند نه د پورې وتلو پر محال د اس نه په اوبو کې پريوته او تر څو چې راويستل کيده، قافله ورته ځنډيدلې وه. د بابر د زوی همايون د هندال سره د خپلې دعوې لپاره بي بي مبارکه د شاهدي لپاره راوبلله. گلبدن ليکي چې کامران مرزا افغان اغاچه ته احترام څرگند نکړو او همايون په دې سخت خواشينې شو. بابر وصيت کړې و چې د ده مړی به په کابل کې د ده باغ کې خښوي. خو کله چې بابر په ۱۵۳۰ م کې مړ شو د ده دريو زامنو د هند په تخت د کېناستو لپاره جنگ پېل کړو. لودي پښتانه چې د پاني پت په جنگ کې يې د بابر نه ماتې خوړلې وه، د شېرشاه سوري تر بېرغ لاندې راټول شول او مغل حرم په تېښته شو. د بابر مړې په اگره کې امانت وساتل شو او ۱۴ کاله پرې واوړېدل. دا څرگنده نه ده چې بي بي مبارکه په دې وخت کې چيرته اوسېده. شېر شاه سوري د همايون ټبر ته د هند نه د وتلو اجازه ورکړې وه. د بي بي مبارکې لپاره د استوگنې درې ځايونه و، يوه په سوات کې د پلار په کور کې، دوېم کابل او درېم پخپله اگره. زيات امکان دی چې بي بي مبارکه په هند کې پاتې وه ځکه هم هغې د بابر وصيت په ځاې کړو. د شېر شاه سوري نه يې کابل ته د خوندي تگ غوښتنه وکړه. هغه ورله د لارې ضمانت ورکړو او ۱۶ کاله وروستو بي بي مبارکه د بابر د مړي سره کابل ته ولاړه. هلته په ۲۷ اېکړ زمکې کې خپور بابر باغ چې د ۱۵۰۴ م او ۱۵۲۵ م تر منځ جوړ شوې و، د مغل واکمن مړې خښ کړې شو. د يوې ميراتې ښځې په توگه د بي بي مبارکې نوم د تاريخ له پاڼو ورک شو. څرگنده نه ده چې دا کابل کې پاتې شوه او که بيرته سوات ته ولاړه. دا هم څرگنده نه ده چې څه وخت مړه شوه او کوم ځای خښه ده خو د همايون د زوې اکبر د واک تر لومړيو کلونو ژوندۍ وه. د مړينې پر وخت ممکن بي بي مبارکه د ۵۰ کالو وه. سرچينې. ۱. تزک بابري. مخون ترجمه، رشيد اختر ندوي. سنگ ميل لاهور چاپ ۱۹۹۹م. ۱۴۷ او ۱۴۸ مخونه. ۲. ملاکنډ د تاريخ په رڼا کې. مېجر (ر) محمد نواز خان. ژباړه شهباز محمد. شعېب سنز. خپروونکي او پلورونکي. منگوره . سوات. ۲۰۱۰ م . ۲۹، ۳۰ مخونه. ۳. همايون نامه. گلبدن بيگم. اردو ژباړه. ندوي. سنگ ميل چاپ لاهور. ۱۹۹۵ م . ۴. مغل او سوات. ډاکټر سلطان روم. مقاله. د سوات وادۍ ويبپاڼه. ۵. تواريخ حافظ رحمت خاني. مولف. پير معظم شاه. ديباچه پروفېسر محمد نواز طائر. پښتو اکيډمي پېښور يونيورسټي. ۱۹۷۱ م. ( ۱۹۸۷ بيا چاپ) جدون پرېس. ۹۶ نه تر ۱۰۳ مخونه. د چاپ نېټه ۸ ستمبر ۲۰۱۳ م - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2342#sthash.OQB7krbu.dpuf

پايڅوړ

  1. د ښاغلي محمد ابراهيم عطايي يادداښت.
  2. د پښتو تاريخ - د مرحوم قاضي عطاالله خان تاليف - ۱/۲۴ مخ.