بيولوژيکي وسلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیولوژیکې وسلې د ټولوژنې وسلو له ډلې شمېرل کېږي. په بیولوژیکي وسلو کې له ژوندیو ژونکو او ویروسونو کار اخیستل کېږي. بیولوژیکي وسلې کولای شي نېغ په نېغه اغېزه ولري، کولای شي د اوږد مهال لپاره خپلې اغېزې په داسې ډول پرېږدي چې په لنډ مهال ورته د چا پام نه شي. انټرکس د بیولوژیکي وسلو یوه سترگه او پېژندل شوې بېلگه گڼل کېږي. تبه، ستړیا او وینه تویېدنه بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو سره د مخامختيا گډې نښې گڼل کېږي. د انتقال آسانې او بېلابېلې لارې، ‌په لنډ مهال کې د نه پېژندلو ځانگړتیا، ټیټه بیه، لږ حجم، په سخته باندې دفع کوول، ودانیو او مړو موجوداتو ته زیان نه رسول دبیولوژيکي وسلو له گټو، همدارنگه زهرجنتوب، په سخته توپير، د خپراوي سخت کنټرول او د پېژندگلوۍ سختې لارې چارې د بیولوژیکي وسلو له ناسمو خواصو گڼل کېږي.



سرچينه

د بي بي سي پښتو يوه څيړنيزه ليکنه