بوريوال كاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بوريوال کاکړ چې اصلي نوم يې نهال خان دى په خټه کاکړ په ټبر سنزرخېل دى. دی شاعر دی او په آزادي راډيو کې د خبريال په توگه دنده ترسره کوي.

مخينه

نهال خان کاکړ د سُهېلي پښتونخوا د لرغوني ښار بوري (لورالای )په ختيځې خوا کې په يوه کلي ( برنيمي ) کې په کال ١٩٨٧م زېږيز کې د اگست مياشتې په ٩مه نېټه ، ملک ميرزا خان عليزي په کور کي زېږېدلی. دغه سيمه ١٦ميله له ډېره غازي خان څخه لرې پرته سيمه ده. نوموړى د پلار څلورم زوى دى او درې نور مشران وروڼه هم لري چې د هر يوه نوم محمد نواز ، نورالله جان او عبدالله خان دي.د نوموړي د يوه نږدې ملگري يار محمد يار په وينا ښاغلي بوريوال کاکړ هغه وخت په شعر وئيلو پیل وکړ، کله چې د لسم ټولگي لوستونکی و.

زده کړې

ښاغلي بوريوال کاکړ اولي زدکړي د خپل کلي له مکتبه تر سره کړي او نهم او لسم صنف يې ده بوري ده ښار له تعمير نو پبلک هاى ښونځي ځخه لوستلي او دا مهال (٢٠٠٦ ) ده گورنمنټ ډگري پوهنځي ده دريم کال لوستونکى دى.

دندې

کله چي به يې غزل او يا نظم ليکلئ وو نو تر ټولو له مخه به يې ماته تېراوو ولي چي زه د نوموړي يوازينئ هغه ملگرئ يم چي دئ په دې برخه کي تشويق کوم او ده ليا زيار کښلو ورته وايم ښاغلى بوريوال کاکړ په خپله شاعري کي د پښتانه قام بې وزلي او در په دري ژاړي او تر خپله وسه يې ده يوالي اوقام پرستۍ پر لور رابولي او نوموړي ده لوئ او تاريخي افغانستان په هر غم او دړد ځان گډ احساسوي اوده هيواد هر ځائ ورته خپل او گران دئ ٠ ده دې له پاره به ده نوموړي يوازي دا يو شعر کافي وگڼو چي وائ.

دواړه مي خپل دي پرې خوږيږي مي يو رنگه زړگئ نسته توفير راته بوري او په کابل کي يو څه

ده خپل گران دوست بوريوال کاکړ په شمول ټول پښتانه ټبر ته اوږد او له خوشحالئيو ډک ژوند غواړم او ده ټولو پښتنو ليکوالو دي ژبه په حق او روښتيا وئيلو گويانه او قلم دې په داسي څه کښلو بريالئ وي چي ده لراوبر پښتانه قام د يوالي ثوب وگرزي٠