بهارک ولسوالۍ (تخار)

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۶°۴۸′۱۸″شمال ۶۹°۲۴′۳۶″ختیځ / 36.805°شمال 69.41°ختيځ / 36.805; 69.41  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه تخار ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 691 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053318[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د بهارک ولسوالۍ د تخار ولايت یوه ولسوالۍ ده.[۳]

بهارک ولسوالۍ د تخار ولايت  لومړۍ درجه ولسوالۍ ده  حاصل خيزه زراعتي ځمکې  او ډېرو روانو  لرلو سره پېژندل شوې ولسوالۍ ده دا   تخاريانو منځ ښه شهرت څخه برخمنه ده

ښاغلي محترم لیکوال صديقي ، په جغرافيايي تاريخي کتاب کې داسې لیکلي.

تخار يو له هغو پخوانيو ښارونو څخه  دی چې پخوا د تخارستان او بهارستان  په نامه هم ياد دې ده  ،دغه ښار د کوشانیانو په وخت کې ( الان شي) په نوم هم ياد شوی  اوسمهال  بهارک په نامه يادېږي.

د بهارستان نوم ، د غالبا ښار د اسلامي دورې په وخت کې ورته کېښودل شوی، خو وروسته بیا  د مغلو درنې جګړې ډېر ورانۍ له امله ډېر ويجاړ شو ، د تاريخ په اوږدو کې  د بهارک  په یاد شوی.

جغرافيايي سيمه

بهارک ولسوالۍ  د  تالقانو ښار  په پنځلس کيلو ميټرۍ د ولايت مرکز  شمال ختيځ افغانستان په  47 ثاينه 24 درجې طول البلد ختيځ 20 ثانيې 49 دقيقې او 36 درجې طول البلد شمال   موقعيت لري.

سيمه 470 کيلو مټره مربع ده. له سمندر اوبو څخه 703 جګوالی لري.

شاواخوا سيمه

بهارک ولسوالۍ  چې موږ يې يادونه کوو ، له شمال ختيځ  لوري هزار سوموچ ولسوالۍ، لويديځ لوري ته د کندوز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ ،شمال لوري ته خواجه غار ولسوالۍ ته، او جنوب لوري ته د تالقانو ښار ته سره وصلېږي.

د ولسوالۍ نفوس ښځينه او نارينه:

تراوسه کومه دقيقه سر شميرنه نه ده شوې ، 94 کلي او مرکز سره د اټکل لمخې (96000) شپږ نوې زره کسان ژوند کوي .

واټن له مرکز ولسوالۍ تر تالقان او نورو  نږدې ولسوالۍ او ولايتونه.

له مرکز ولسوالۍ تر تالقانو ښار 15 کيلومټره واټن لرې

له مرکز ولسوالۍ تر خواجه غار ولسوالۍ 45 کيلومټره واټن لرې.

د بهارک ولسوالۍ پېژندل شوي /مشهور کلي

بهارک:

بهارک ولسوالۍ  94 کلي لري او پېژندل يا مشهوره کلي يې دادي: شور قودق ،جيده بلاق، مير همبر کوو، سپين جومات،

هزاره قرلق،  حاجي پهلوان ، ملا راکيټ ، خوجه چنګال شینواری، خروټي، جنګاور ، تخته کوپرک ،مياظفر کلی ،چايله مياخيلو کلی، دوراهي ، بدخشي بالا سید مختار او شرف الدين .

ژبې :

اوزبيکي؛  پښتو؛ دري . او داسې

نفوس او قومونه

ازبيکان ، پښتانه، تاجکان, عربان، مغل، او هزاره ګان په دغه ولسوالۍ کې اوسېږي  

دغه قومونه خپلمنځي اقتصادي ، تجارتي، خپلمنځي خېښي  راکړه ورکړه لري‌

په ازبيکي پښتو دري ژبو خبرې کوي.

بهارک ولسوالۍ يو تخمين لمخې ازبکان 60 ٪ سلنه  ، پښتانه 15سلنه , تاجکان ، 15، سلنه ، عرب او هزاره او داسې نور قومونه 10 سلنه دي.

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537247 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 7053318  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Takhar%20PDP%20Provincial%20profile.pdf