سپر هېواد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بفر سټېټ نه مخ گرځېدلی)

بفر سټیټ یا سپر هېواد چې په لغت كې د حايل او جدا كوونكي په معنا دى او د بفر سټيټ اصطلاح د دوه لويو رقيبو دولتونو ترمنځ يو ضعيف مملكت چې د دواړو گاونډيانو سره نسبتاً مشابه روابط ساتي او د دوى د مخامخ جنگ د مخنيوي په خاطر د دواړو دولتونو په موافقه د دواړو دولتونو له حملې څخه د يو بل په گټه مصئون وي. دواړه لوى دولتونه په خپلو منځو كې د بفرسټيټ د ځمكې تماميت او ملي حاكميت يو بل ته تضمينوي او په خپله يې په رسميت پيژني ترڅو په نورو ساحو كې خپلې پراختيا غوښتنې او استعماري پرمختگ ته په ډاډه زړه ادامه وركړاى شي. په ۱۹ مه پيړۍ كې او حتى د شلمې پيړۍ په لومړۍ ربع كې افغانستان د روس او انگليسي امپراطورۍ ترمنځه د بفرسټيټ په حيث د دواړو له خوا پيژندل شوى ؤ.