برېښليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برېښليک يا برېښناليک (په انگرېزي: electronic mail يا e-mail) د ليک تر ټولو چټکه بڼه ده. برېښليک د هغه کمپيوټر په مرسته چې انټرنټ ته لاسرسی ولري لېږل کېږي. د ایمیېل یا برېښنالیک د څلوېښتمې کالیزې په مناسبت یوې ویبپاڼې (mashable.com) د برېښنالیک د تکاملي یا بشپړتیايي تاریخ د څلوېښتو کلونو ډیزاینونه خپاره کړي دي.

برېښنا لیک چې په لومړیو کلونو کې یوازې د یو کم شمېر ساینس پوهانو یا موسسو د ارتباط وسیله وه نن سبا دومره عام شوی چې حتی د ډېرو داسي کسانو لپاره چې ښايي په میاشتو کې یې یوه کرښه خط نه لیکه بې ایمیله گوزاره گرانه شوې ده.

ډېر خلک مجبوره دي چې د ورځې څو څو ایمیلونه ولیکي یا د نورو برېښنالیکونو ته ځواب ولیکي . لومړنی برېښنالیک د انفورماتیک یوه انجنیر، چې رې ټامیلسن نومېږي، په ۱۹۷۱ ع کال ولېږه.

ده یو کال وروسته د پوهنتونونو لپاره د انترنټ له لارې د مالوماتو د تبادلې یو خاص سیستم جوړ کړ. رې ټامیلسن په ۱۹۷۱ کال په خپل لومړني ایمیل کې لیکلي وو:qwertyuiop-send

(mashable.com) ویبپاڼې د لومړني برېښنالیک په ویاړ د ایمیل د ۴۰ کلن بشپړتیايي پړاو ډیزاینونه خپاره کړي دي.

د بریتانیا ملکه دوهم الیزابت لومړنۍ جگپوړې مقامه وه چې په ۱۹۷۶ کې یې برېښنالیک ولېږه. په ۱۹۷۸ کال ایمیل له پوهنتونونو دباندې د لومړني ځل لپاره وکارول شو. په ۱۹۸۲ کې د ایمیل (e-mail)کلمه د لومړي ځل لپاره وکارول شوه. په ۱۹۸۹ کې په برېښنالیک کې ښه راغلاست (welcome)، ایمل ورسېد(sent)، یو ایمیل لرئ، او خدای پامان عبارتونه ثبت شول چې تراوسه اکثره شته.

په ۱۹۹۷ کې مایکروسافټ هاټ مېل (hotmail)او وروسته اوټ لوک (outlook) په انترنټ کې فعاله کړل. په ۱۹۹۸ کې د سپم (spam) اصطلاح د اکسفورډ په ډکشنرۍ کې شامله شوه. په ۲۰۰۳ ع کال د امریکا د هماغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش له سپم سره د مبارزې قانون توشیح کړ. په ۲۰۰۴ ع کال په ایمیل او چټ کې کاروېدونکي لنډونې (لکه؛ ru) د اکسفورډ په ډکشنرۍ کې شاملې شوې. په ۲۰۰۷ ع کال گوگل جي مېل (gmail) د عامو خلکو لپاره وړاندې کړ. او په ۲۰۱۱ کې د (e-mail) کلمه په (email) بدله شوه.