بروموندال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بروموندال
د بروموندال د اورگاډی تمځای
د بروموندال د اورگاډی تمځای
د بروموندال د اورگاډی تمځای

Map
کورډېناټونه: ۶۰°۵۳′۰۰″شمال ۱۰°۵۶′۰۰″ختیځ / 60.883333333333°شمال 10.933333333333°ختيځ / 60.883333333333; 10.933333333333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد ناروی
ولایت هدمارک
پلازمینه د:
پراخوالی
 • پراخوالی 7.23 کیلومتره مربع (۴ نومبر ۲۰۱۹)[۱]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 10660 (۴ نومبر ۲۰۱۹)[۱]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
سيمه ييز د زنګ کوډ (+47) 62
جيو کوډ 3159894[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبه فورمه نورشک
رسمي وېبپاڼه www.ringsaker.kommune.no

بروموندال د رینګساکير ولسوالۍ مرکز/پلازمېنه او لويه ښاري سيمه ده. ددې سيمې زيات شمېر اوسېدونکي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي. ددې سيمې نفوس شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو ته رسېږي، چې ددې خلکو څخه يې په کمه کچه مهاجر هم موجود دي چې ددې ځای د خلکو شاؤخوا دری سلنه جوړوي.

د بروموندال سيمې انځور

تاریخ[سمول]

د بروموندال انځور چې په ۱۹۳۰ز کال له الوتکې اخيستل سوی.

بروموندال هغه وخت پرمختګ وکړ کله چې په ١٨٩۴ کې هامار خپل لارې برومندال ته پرانيستله. او شاؤخوا په ۲۰۱۰ کال کې برومندال ته د يو واړه ښار بڼه ورکول سوه، ددې تر مخه برومندال يو صحرايي سيمه ګڼل کيدله.

نوي ودانۍ[سمول]

ميوستوړنه چي د ووډ (لرګی) هوټل نوم يې ورکړ
د افغانستان او ناروې بېرغ په موله (Mølla) بروموندال کې

په ٢۴ جون ۲۰۱۰ باندې کله چې بروموندال د کلي څخه ښار ته واړول سو، نو پرمختګ هم ورسره ډېر سو. بروموندال مخکې لدې چې ښار سي هم ډېر څه درلودله، د مثال په توګه موللا ستور سينتر، کيوي مارکېټ، رېما ١٠٠٠ او داسې نور. د ښار کېدو وروسته دا ښار د رینگساکیر ولسوالۍ مرکز هم وبلل سو، او سره ددې د هدمارک ولايت د مهمو تجارتي مرکزونو څخه هم وګڼل سو. بروموندال وسمهال کال په کال د پرمختګ پر لور روان دی وس دلته کوي مارکېټ، رېما ١٠٠٠ او داسې نور تر ٢ زيات دوکانونه لري، او ورسره د نړۍ په کچه مهم رسټورانټونه او خوراک ځایونه لکه مکډونال او پېپېس هم موجود دی. خو تر دې ټولو ورهاخوا د نړۍ تر ټولو لوړ د درختي (لرګيو) څخه جوړ سوی هوټل چې ميوستوړنه نومېږي هم دلته جوړ او وسمهال ترې ګټه اخيستل کېږي.

سياحت[سمول]

په بروموندال کي د سياحت په برخه کې هم ښه کار سوی او کېږي. ددې ځای د سياحت د مهمو څخه شیانو څخه د بروموندال ميوستوړنه هوټل او ميوسا (درياب غاړه) ده.

د بروموندال مِکډونالډ چې د بروموندال ميوستوړنه هوټل پر مخامخ موقعیت

بروموندال کې ځينو پرمختګ او نورو بيا شاتګ وکړ، د مثال په توګه د هوس های (hos Hai) رسټورانټ چي په کال ٢٠١٨م کې يې خپل رسټورانټ وتړی، خو د بلي خوا بيا مِکډونالډ خپل مقام ژوندی ساتلی او ورځ تر بلې پرمختګ کوي..

سرچینۍ[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Tettsteders befolkning og areal — خپرونکی: Statistics Norway
  2. پیوستون : 3159894  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported