براندنبورګ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

براندنبورګ (انګرېزي: Brandenburg) د المان یو ايالت دی.[1]

د براندنبورګ ايالت، د المان په شمال ختيځ کی پروت دی. دغه ايالت د جرمني پر پايتخت برلين باندی راګرځيدلی دی، او د ۲۹،۴۷۷ کيلومتره مکعبه مساحت په درلودلو سره د المان د ډيرو هوارو مځکو درلودونکو، ايالتونو څخه بلل کيږي . د دغه ايالت مرکز پوتسدام، پخوا د پرويس د پاچا هانو دربار ؤ. په دغه ځای کی بې حسابه قصرونه او شاهی پارکونه، د هغه وخت د طلايی وختونو شهادت ورکوي. د ښايسته معماريو په درلودلو، د ښه زيربنا له کبله او همدارنګه برلين ته د نژديوالی په خاطر، په دغه ايالت کی د ژوند کيفيت ډېر لوړ دی.

نيوليک

لنډ معلومات

  • نفوس: ۲،۵۰ ميليون
  • مساحت: ۲۹۰۴۷۷کيلومتر مکعب
  • ايالتي مرکز: پوتسدام
  • د جوړېدو نېټه: ۳،۱۰،۱۹۹۰
  • مهمه اقتصادی څانګه: ثقيل صنعت

د هواری مځکی يو پر دريمه برخه تر حفاظې اوساتنی لاندی ده.

د دې کبله چی براندنبورګ لاس نه خوړلی او د پوره اوبو درلودونکی طبيعت لری، نو دغه ايالت ورځ په ورځ د ټوريستانو د علاقې وړ هم ګرځي . ددغه ايالت يو پر دريمه هواره مځکه، د لاس نه خوړلی طبيعت په حيث ساتل کيږي . بې حسابه سيندونه، د درو زرو په شاوخواکی بحيرې،د زړودرختو کُندې او لوی ځنګلونه ، د چکر او تفريح دپاره سيلانیان او سياحان ځانته راجذبوي .

دجرمني د پايتخت برلين پر شاوخوا، د دغه کمربند مهمه اقتصادی څانګه، د اوسپنی عنعنوي صنعت، دهوايی ترانسپورت تخنيک او کيمياوی صنعت دی .په اوس وخت کی نوې تکنالوژی لکه د چاپيریال ساتنی تخنيک او بيوـ تکنالوژی ، د نورو تر څنګ د ماکس پلانک او فراونهوفر بې حسابه انستيتونه په براندنبورګ کی موجود دي .

د پرويسانو تاريخ

د براندنبورګ نوم په هافل کی د برينابورګ څخه چی پاچا،هاينریش اول په۹۲۹ کی د سلاويانو څخه تصرف کی، اخيستل سوی دی . تر څوارلسمی پیړۍ پوری دغه ځای د جرمنی د پاچاهانو سيمه وه. په نولسمه او شلمه پيړۍ کی براندنبورګ د برلين سره یو ځای د آلمان او د پرويسيانو په سیاسی مرکز واوښتۍ . بلاخره په ۱۹۴۷کال کی پرويسيان د متحدينو د کنترول د شورا لخوا منحل سوه .براندنبورګ پر ناحيو باندی وويشل سو،يوه برخه يې ( ډي ـ ډي ـ آر) يا شرقی آلمان ته ولاړه. د جرمني تر بيايوځای کېدو وروسته ،براندنبورګ د جرمنی د ايالت په حيث نوی تأسيس سو، يعنی د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر دريمه د جرمني د بيا اتحاد په ورځ .

سرچينې