بخارست (په رومانیایي:Bucureşti)د رومانیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. همدا شانې بخارست د رومانیا د سوداګری او صنعت مرکز هم دی، په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی د بخارست په ښار کې د وګړو شمیر 1,944,367 تنو ته رسیده چی د وګړو د شمیر له مخې دغه ښار د اروپایي اتحادیې شپږم ښار ګڼل کیږي.