باچا خان پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باچا خان پوهنتون
اړوند
په نامه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
اړين معلومات
مهمې پیښې
ډیزاین او جوړونه
بنسټګر
Ihsan Ali (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
نور معلومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۴°۰۸′۱۳″شمال ۷۱°۵۰′۱۸″ختیځ / 34.13692°شمال 71.83825°ختيځ / 34.13692; 71.83825 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

باچا خان پوهنتون یو عام پوهنتون دی چې د پاکستان هېواد، خیبر پښتونخوا پهچارسدې ولسوالۍ کې موقعیت لري.[۱] د چارصدې پوهنتون جولای په درېیمه، ۲۰۱۲مه نیټه جوړ شو چې موخه یې د څېړنو او تعلیم په وسیله د پوهې او زده کړې هدف رسول وه.[۱]

پوهنځي[سمول]

په دې پوهنتون کې د انگلیسي، ځمکپوهنې (جيالوجي)، جیوتخنیکپوهنتې (بایو ټېکنالوژۍ)، شمېرپوهنې، بوټپوهنې (باټني)، کیمیا، پنځپوهنې (طبیعیات یا فېزېکس)، کمپیوټرپوهنې، مېنېجمنټ ساینس (مدیریت) ، ټولنپوهنې (سوشیالوژۍ)، کرنې (زراعت) او خزدکپوهنې (علم الحشرات یا اېنټامولوژي) څانگې شاملې دي.

پر دې سربېره په دغه پوهنتون کې د پښتونخوا د مطالعاتو څېړنیز مرکز هم دی.

ترهگریزه برید[سمول]

کينډۍ:آرنۍ د جون په ۲۰مه نیټه، ۲۰۱۶ز کال تحریک طالبان غړو د خیبرپښتونخوا ایالت، چارصدې ولسوالۍ په باچا خان پوهنتون وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۲ زده کړیالان (محصلین) ووژل شول او څه باندې ۶۰ ټپیان شول چې په وژل شویو او ټپیانو کې څوکیداران، محصلین، استادان او نور شامل دي.[۲] په ورته وخت کې د باچا خان په پوهنتون باندې د برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې په قابیلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غچ کې کړی دی. په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له برید نه پس د پاکستان د پوځ ویاند وویل په برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه، څلور واړه وژل شوي او دوی پوره معلومات لري چې دوی څوک وو ؟ څنگه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟ عاصم باجوه دا هم وویل چې دوی کافي شواهد او معلومات راټول کړي چې په تناظر کې یې دوی پلټنې کوي خو په دې اړه یې رسنیو ته نور معلومات ورنکړل.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.bkuc.edu.pk/
  2. "Pakistan Charsadda: Gun battle at Bacha Khan university". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)