باد ماتوونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باد لنډه پېژندنه (Introduction to wind)

هغه متراکمه هواچې د زيات فشار در لودونکې وي د کم فشار او رقيقې هوا په لورحرکت کوي او باد منځ ته راوړي.يا په بل ډول د دوو جغرافيايي نقطو تر منځ د هوا د فشار يا حرارت توپير د هواد حرکت سبب کېږي او باد منځ ته راوړي [۱]. د باد سرعت او جهت د هواپه فشار، دو چې او سمندر موجوديت، دسيميزو توپوګرافي او د بحر څخه په لوړوالي پورې تړلي دي . د باد سر عت د ځمکې په سطحه نسبت د هوا لوړو برخو ته کم دي، ځکه د ځمکې په سطحه داسې خنډونه شته چې تر يوې کچې د باد سرعت کموي . دشپې او ورځې په مختلفو ساعتونو او د هوا په مختلفو ارتفاعاتو کې دباد سرعت توپير مومي .باد دنسبتي رطوبت دوچېدو، داوبو اوښتل په بړاس او دهغو د تراکم مهم عامل دي او همدانګه د ورېځې او باران د منځ ته راتلو سبب کېږي چې په پاي کې دا ټول د نباتاتو وده او نمو اغېزمن کوي. څرنګه چې ګرمه هوا سپکه او سړه هوادرنه ده نظر دځمکې د جاذبې قانون ته درنده هوا ښکته د ځمکې لور ته او سپکه هوا لوړې ارتفاع ته پورته کېږي. لکه په شکل .

شکل : د تودې او سړې هوا حرکت

د باد ډولونه (Types of wind)

  1. ملايم بادونه : دا بادونه د نباتاتو لپاره ګټوردي ، د نباتاتو لوړوالي او توليد زياتوي همدا رنګه د دې باد په موجوديت کې د نباتاتوزيات رطوبت کوم چې د قارچې ناروغيو سبب کېږي له منځه وړي د دې ډول بادونو سرعت تر 167cm/sec پورې رسېږي، دباد په دې جريان کې نباتات خپلې نورمالې ودې ته دوام ورکوي.
  2. ګړندي بادونه : دا بادونه نباتاتو ته څه ناڅه زيان رسوونکې دي سرعت يې د 167 cm/sec څخه زيات دي د نبات د زيات تبخير سبب کېږي، د CO2 په جذب کې ګډوډي راولي او د Sensitive نباتاتو لپاره د ميخانيکې زيان سبب کېږي . د دا ډول بادونو سرعت تر 200 cm/sec پورې رسيږي.
  3. ډېر ګړندي بادونه ياطوفان ( Storm) : ددې بادونو چټکتيا له200 cm/sec څخه زياته ده دا ډول بادونه نباتات ماتوي او له بېخه يې اوباسي او همدارنګه د خاورې د تخريب سبب هم کېږي حتي کېداي شي ښارونو او کليوته هم زيان واړوي.
  4. ګرد بادونه (Cyclic wind) : دا بادونه هم د زيات تخريب سبب کېږي ،نوموړي بادونه ونو اونورو نباتاتو ته او هم خاورې ته زيات زيان اړوي دا بادونه دايروي حرکت کوي .

دباد اغېزې (Wind Effects)

په تبخير(تعرق) باندې د باد اغېزه (Wind effects on evaporation) د نباتاتو څخه د تبخير اندازه تريوې معينې کچې پورې دباد د سرعت په زياتېدو سره زياتيږي له هغې ټاکلې کچې څخه زيات د تبخير ثابت پاتې کېږي اويابادپرې ډېرکم اثر غورځوي . د نبات څخه په تبخير باندې د باد اغېزه نظر د نبات ډول ته هم توپير مومي . باد دپاڼو د سوريو(Stomata) څخه د تبخير په نسبت په کېوتيکلي تبخير زياته اغېزه کوي، په دې توګه په هايدروفايت (Hydrophytes) نباتاتوکې کوم چې پکې کېوتيکلي تبخير رامنځ ته کېږي ،د تبخير کچه لوړه وي او زيات تبخير پکې رامنځ ته کېږي . د باد د لګېدو په ترڅ کې د نباتاتو د شاوخوا هوا او اوبه بې ځايه کېږي، هغه لنډه شيبه باد چې رامنځ ته کېږي د نباتاتو د تنکېو غړو او پاڼو د سوريو(stomata) څخه د اوزموس د قانون په اساس څه اندازه اوبه بهر وځي او د باد په واسطه هوا ته تبخير کېږي . د نبات په ډول سربېره په تبخير باندې د باد اغېزه نظر د تودوخې درجې او د نبات د شااو خوا لندبل ته تغير مومي. په و چه آب هوا کې، تېز او تاوده بادونه د نباتاتو د ژر مړاوي کېدو سبب کېږي . د باد او Transpiration تر منځ دقيق ارتباط نظر د نبات نوعي(Species) ته توپير مومي. په طبعي ډول په تبخيرباندې د باد اغېزه د نبات د بهرنۍ سطې جوړښت او په يوه واحده ساحه کې د Stomata تعداد ته په پام سره توپير مومي ، هغه نباتات چې د پاڼو مخ يې ښوي او د سوريو شمېر يې کم وي د هغه تبخير به د هغو نباتاتو په پرتله کم وي، کوم چې پاڼې يې زيږې او د Stomata شمېر يې زيات وي .پورتنۍ اغېزې په لوړو او ړنګيونباتاتو کې زياتې ليدل کېږي، د بېلګې په توګه د کوپرې (Coconut) د ونې څخه تبخير هغه وخت ٪۱۰۰ ته لوړ شوکله چې د لمر په پوره رڼاکې د باد سرعت 5 miles/hour ته ورسيد. همدا رنګه د نباتاتو د پاسنۍ سطحې شکل او د نبات Canopy هم په تبخير باندې اغېزه کوي، که چېرې د يوې ساحې دټولونباتاتو پاسنۍ سطحه همواره او ديوه نبات يا مېوه لرونکې ونې پاسني شکل (Canopy) تکميل او متراکمه وي په دې صورت کې به په Transpiration باندې دباد اغېزه کمه وي . تودوخه، باد او ځينې نور محيطي عوامل په تعرق باندې تاثير کوي چې په دې ډول باد له نباتاتو څخه يواځې ۲-۶٪ تبخير منځ ته راوړي . همدا رنګه د باد اغېزه تودوخې او لندبل ته په پام سره هم توپير مومي، په وچ اقليم کې ګرم او ګړندي بادونه د نبات د ډير ژر مړاوي کېدو سبب کېږي .

په ګرده شیندنې باندې د باد اغېزه (Wind effect on pollination)

باد د زياتو نباتا تو د ګردې د دانو په تيت کېدو کې ونډه لري . هغه نباتات چې د ګرده افشانۍ پروسه يې د باد په واسطه سرته رسيږي د Anemophile يا Anemogame په نومونو ياديږي جـــوار يولهAnemophile بوټو څخه دي، چې د هغه نارينه ګل د ۵۰ مليونو په شاو خوا کې د ګردې دانې توليدوي کوم چې دباد په واسطه د نوموړي نبات په ښځينه ګل باندې پرېوځي. د Anemophile بوټو نارينه ګل وږي ته ورته شکل لري او ګلونه يې عطري بوي نه لري او همدا رنګه د ګردې دانې يې سرېښيدونکې نه وي.

د تخمونو په تيت کېدو باندې د باد اغېزه(Wind effect on seed dispersal)

باد د ځينو نباتاتو د تخمونو په شيندلوکې هم ونډه لري او دا ډول نباتات چې تخمونه يې دباد په واسطه خپريږي د Anemochore په نوم ياديږي، د دې بوټو تخمونه ځانګړي جوړښت لري چې د تخمونوپه خپرېدو کې مرسته کوي د بېلګې په توګه د Centaurea depressa او د قاصد ګل تخمونه چترۍ ډوله تاج در لودونکې دي چې په اسانۍ سره د باد په واسطه حرکت کولاي شي. دکاربن ډاي اکسايد(CO2)په جذب باندې د باد اغېزې (Effects of wind on absorption of co2) د بادد ملايم جريان په صورت کې د CO2 دجذب اندازه زياتوالي مومي چې دا زياتوالي د باد سرعت تر يوې ټاکلې اندازې پورې لوړوي له هغه څخه پورته د CO2 په جذب کې کوم د پام وړ زياتوالي نه دي ليدل شوي . Deneke (1931) په نوم عالم د خپلې تجربې څخه داسې نتيجه واخيسته چې د کاربن داي اکسايد د جذب اندازه د باد تر 167cm/sec پورې ډېروالي مومي، له دې څخه په لوړ سرعت سره د کاربن داي اکسايد په اندازه کې ډېر لږ زياتوالي ليدل شوي . څېړنو د CO2 زياته تبادله هم ګټمنه ښودلې. د Photosynthesis په عمليه کې هغ وخت زياتوالي راځي کله چې د نبات لپاره په پوره توګه CO2 برابر شي. د باد زيات سرعت د نبات د ودې لپاره زيان رسونکې دي ، د Photosynthesis او Transpiration ظرفيت کموي. باد ځينې نورې اغېزې هم لري د مثال په ډول د آفاتو ضد دواګاني( کله چې د محلول په شکل استعماليږي )، ګازونو اواوبو(د باراني خړوبونې په وخت کې ) مهم انتقالوونکې عامل دي . دنباتاتودکرلوپه وخت کښې قطارونه ددايمي بادونودلګيدوله لوري دجهت سره سم جوړشې ترڅوباددهغوله منځ څخه تيراودنباتاتودماتيدواوچپه کېدوسبب ونه ګرځي. دنباتاتودقطارونوجهت معمولادځمکې دنشيب (ميلان )اودآبيارۍ داوبودتګ لوري په واسطه ټاکل کېږي په داسې حال کښې چې دګړنديوبادونوپه ساحه کښې بادله يوه ځانګړي لوري لګيږي بايدهڅه وشي دځمکې دجوړولواودآبيارۍ دسيستم دطرحه کولوپه وخت کې دبادجهت په نظرکې ونېول شي.

باد ماتوونکې (Windbreak)

بادماتوونکې دونو(Trees)يادرخچو(Shrubs)ليکې ياکرښي ته ويل کېږي چې په يومنظم شکل کرل شوي وي اودکرنيزي ساحې، کورونو، کانالونو (Canals) او نورو ساحو دباد اوخاورو الوتلوڅخه ساتنه کوي.دغه جوړښت حيوانات(Livestock)ديخي هواڅخه ساتې او Shelterbelt نباتات اوڅړځايونه له ګرم اووچونکې بادونوڅخه ساتې.دغه جوړښت دخاوري تخريب(Soil Erosion)کم اودWildlifeلپاره داوسيدوساحې برابروي،دغه جوړښت دکرنيزو ځمکودتبخېراندازه کموي اوMicroclimate رامينځته اواصلاح کوي چې دکټاري او يا سرحدرول اجراکوي چې داوړي په موسم کې ګازاتودرامينځته کېدواندازه کموي،علاوه له دې دغه جوړښت ځينې مهم توليدات لکه ډاګې دمختلفواهدافولپاره،دسونګ لرګې، ميوي علوفه، فايبراوملچ توليدوي.دغه جوړښت بايديوه برخه دبادته دتېريدواجازه ورکړي اوياهم بايددباددشدت اندازه د۲۵ـ۷۵ فيصده کمه کړي،دغه جوړښت دديوال په څېروظيفه اجراکوي چې دهوادلوړيدوباعث کېږي،چې دغه هوا شايدوروسته ديوڅه فاصلي طي کولوبيرته راښکته شي. دګڼ بادماتوونکې په وخت کې ستونزمنه ده چې بادله هغې څخه سرايت وکړي خوپه داسې حالاتونوکې دونودماتيدوباعث کېږي چې دابه په لاندينې بادونوکې اله ګوله رامينځته کړي.اوداډول بادماتوونکې دهغوساحولپاره مفيددي چې زيات اندازه حفاظت ته اړه لري اولږه اندازه پراخوالي ولري.دبادماتوونکې دغوښتنې وړنفوذدونوپه انتخاب اودهغوترمينځ په فاصلوپوري اړه لري.دغه جوړښت دباددسمت ښي لوري ته جوړيږي چې دساتندوي ساحې اوږدوالي دبادماتوونکې لوړوالي تعينوي. دWindbreak اوږدوالي هغه وخت موثره وي چې کله دونودلوړوالي څخه د۱۲ ځله څخه زيات وي.يوقطاره بادماتوونکې(Single row windbreak)دکوچنيوساحولپاره موثره وي چې بايددونوانواع يې ډبل علوفوي اوياپاڼيزه وده ولري .کله چې له دې قطارونوڅخه يوه ونه دمينځه لاړه شي دغه ډول بادماتوونکې خپل ارزښت له لاسه ورکوي چې له همدې وجې په کرونده کې د۳ـ۵ پورې قطارونه دبادماتوونکې عام اومعمول دي اودونوترمينځ فاصله بيادبادماتوونکې دمقصدپورې اړه لري په کوموځايونوکې چې دبادماتوونکې توليدته لومړنۍ اړتياوي نوبيادځمکې استعمالوونکې بايدزياته اندازه کوچنې لينونه اوزياته اندازه دکوچنيوونواودرختچوچې دزياته اندازه علوفي اوسونګ لرګې برابرکړي.خوکه توليددلرګې په موخه وي نوبيابايددبادماتوونکې لوړوالي اوددوي ترمينځ فاصلي بايدزياتې شي.کله چې هدف اوغوښتنه دباارزښته نباتاتوساتنه وي نوبيابادماتوونکې بايدلوړاوپراخه وي څومره چې ممکن وي ترڅوزياته ساتنه وشي.په وچوساحوکې نباتات بايدپه لري فاصلوکې وکرل شي ترڅو دوي درطوبت دلاسته راوړلولپاره سيالي ونه کړي.کله چې دروازه اوياهم لاره اړينه وي نوبايديوه ساحه کې فاصله (Gaps)پريښودل شي چې په دې ساحه دبادتاثيراوشدت هم زيات وي چې دا بايددباددشدت خلاف دشدت په تغېرد۴۵ درجې زاويه باندي جوړشي چې په عمومې ډول نرۍ اوعمودي وده لرونکې ونې بايدد Windbreakلپاره انتخاب شي. د پراخو سيمو لپاره دباد دتخريب دمخينوي څخه يو اصولي عمليه د باد ماتوونکو رامينځته کول دي باد ماتوونکې په حقيقت کې د کروندو ،باغونو، کورني حيواناتو او دساختمانونو د حمايت لپاره د شديدو بادو نو داثراتو راکمولو پخاطر رامينځته کېږي. باد ماتوونکې يومانع وي چې عموماً د زيات باد په لوري جوړ يږي ترڅو دباد دسرعت دکموالي په اساس تخريب کم کړي . يو باد ماتونکې هغه وخت ښه رول لوبولي شي چې په صحيح ډول جوړ او هميشه د خر ابيدو څخه وساتل شي.

د بادماتوونکو ګټي(Advantages of windbreaks)

۱- بادماتوونکې دباد سرعت کموي چې په نتيجه کې دبادپه واسطه تخريب کميږي . ۲- د با دماتونکې په واسطه د ميخانيکې زيانونو مخنيوي کيږي. ۳- دمحلي micro climate په تغير او د کرنيزو نباتاتو دزياتوالي لپاره موثره دي. ۴- داهلي حيواناتو حفاظت کوي . ۵- دوحشي ژوند لپاره خوراک او د اوسيدو ځايونه مينځته راوړي .

دباد ماتوونکو عيبونه (Defects of windbreak)

۱- په کرنيزو ځمکوکې د ماشين الا تو څخه د استفادي خنډګرځي . ۲- بعضي باد ماتونکې کرنيزي ځمکې اشغالوي. دځمکې د اشغال په اړه داسې نظر هم موجود دي چې باد ماتونکې دکښت ځمکې اشغالوي خو ولي د محصولاتو دلوړ يدو باعث هم ګرځي . مثلاً لکه څرنګه چې Stoekeler عالم راپور ورکړي وه چې د امريکا په پراخه دښتوکې باد ماتونکو د (۱ـ۵)فيصده پوري دښتې اشغال کړيدي ولي په همدي فيصدي يي په محصول کې زياتوالي هم راغلي دي . ۳- باد ماتونکې ونې د خپل ساحي ګرد چاپيره کرنيز نباتات راکموي . ځکه چې له يوي خوا پدغه نباتاتو سيوري کوي او له بلي خوا د هغې سره په رڼا، رطوبت ، غذايي موادو او داسې نورو کې رقابت کوي . ۴- باد ماتونکې کولاي شي چې مضره حيواناتو او نباتاتو لپاره پنا ځاي رامينځته کړي . په هرحال داعيبونه په ډيرو موار دوکې د باد ماتونکو د ګټو په نسبت ډيرکم دي .

د باد ماتوونکو ډولونه (Types of windbreak)

باد ماتوونکې ممکن دمصنوعي موادو او يا د ونو، درختچو او د لوړ قدو نباتاتو څخه را مينځته شوي وي. چې پدي اساس دوه ډوله باد ماتوونکې وجود لري .

غيري ژوندي ، مصنوعي يا ميخانيکې باد ماتوونکې

په مصنوعي باد ماتوونکو کې د تيږو ، فلزي ، لرګيو ، پلاستيکې ديوالو نو او په منطقه کې د موجودو ونو داړه ول شوو برخو ديوالونه شامل دي. دا باد ماتوونکې دباد دتخريب څخه علا ؤه دواوري د غورځيدلو لپاره په هغو ساحو کې چې واوره ښويدنه رامينځته کېږي او لويي لاري بندوي داوسپنو پټليو او هـــــمدارنګه دنقليه وسائيلو د حــــرکت مانع کېږي.هم رامينځته کېږي. ددې باد ماتوونکو په طرحه کې مهم او موثر عامل د اوليه موادو انتخابول دي . د بعضي غيري ژونديو باد ماتوونکو رامينځته کول لکه د تيګو او لرګيو ديوالونه معمولاً قيمته تما ميږي نو پدي اساس ددې باد ماتوونکو څخه په ډيرو ارزښت لرونکو محصولاتو يا هم دتخريب شوو منطقو دپوښلو لپاره استفاده کېږي . بعضي غير ژوندي باد ماتوونکې لکه :فلزي او داسې نورو ديوالونو رامينځته کول که څه هم هغه باد ماتوونکې کوم چې دونو پواسطه رامينځته کېږي په نسبت کم موثريت لري ولي ددې لپاره ورته ترجيح ورکول کېږي چې په اسانۍ سره د اشغال وړدي .مصنوعي باد ماتوونکې ممکن نيمه قابل نفوذ ياغيري قابل نفوذ وي . نيمه قابل نفوذ ډولونه يي د غيري قابل نفوذ څخه غوره دي ځکه چې په نيمه قابل نفوذ کې د باد پواسطه رامينځته شوي ګردونه د ديوال غاړو ته نه راجمع کېږي .په مجموع کې په هغه وختونو کې دغيرو ژونديو باد ماتونکو څخه استفاده کېږي چې:

  1. کله چې محيطي شرايط د باد ماتوونکې په حيث دنباتي پوښښ دودي لپاره اجازه نه ورکوي
  2. محيطي شرايط دنباتي پوښښ لپاره برابروي خوولي کله چې د ځمکې د سطحې دکمبود په اساس يو قطار ونې وکرل شي دباد په مخنيوي کې موثرنه تماميږي.
  3. په هغو منطقو کې چې کرنيز نباتات زرپه حاصل راځي خاوره ډير ارزښت لري .
  4. کله چې حفاظتي ساحه محدوده وي.

د دورمو باد ماتوونکې: مصنوعي باد ماتوونکو لپاره کولاي شوو چې د دورمو څخه استفاده وکړو ددې ډول باد ماتوونکو د جوړه ولو لپاره د دورمو غټي ساقي په يومشخص اوږودالي سره غوڅيږي او په هغه ژوروالي چې cm ۱۵ په اندازه په ځمکه کې جوړ شوي وي ودرول کېږي او وروسته پري خاوره اچول کېږي که چېري د باد ماتونکې ارتفاع يومتر او ياد هغې څخه زياته وي دزيات استحکام لپاره دورمې دسيم پواسطه يودبل سره وصليږي.لاندينې شکل دبادماتوونکې د يوي شبکې ښودنه کوي کوم چې د دورمو څخه جوړه شوي ده

او دا د مديترانۍ دبحر په ساحل کې کوم چې (km۶۵) کې دغرب الجزاير سره جوړه شوي ده هغو محصولاتو ساتنه کوي کوم چې په داشت کې پخيږي. اصلي باد ماتوونکې به په سيند باندي په عمو دي ډول جوړيدل چې ارتفاع يي (m۲) وه او يوله بل څخه يي فاصله (m ۱۰-۱۵) پوري رسيده فرعي باد ماتوونکې په عمودي ډول سره (حائل هاي) اصلي باندي رامينځته شوي وه .چې ارتفاع يي(۱-۷۵) پوري وه او يودبل څخه يي فاصله (cm۰،۷۵) وه چې (ګوجه فرنګي )به پکې دقطار په شکل کرل کېده چې دخاوري دحرکت کنترول اوکوم تاوانونه چې به دوچکالي له امله وه هغه به يي په ګرمواو وچو مياشتو کې راکمول. دپوزي ډوله باد ماتونکې دجوړه ولو لپاره دهغې پوزيوڅخه استفاده کېږي چې دلاندي موادو څخه جوړ شوي وي مثلاً د ګيا ګانو څخه لکه غله جات ، دورمه اونور ټول زراعتي محصولات په عمودي شکل په ځمکه کې ايښودل کېږي. ديولرګين باد ماتوونکې دجوړه ولو لپاره بايدپه لومړيوکې فلزي ساختمان په ځمکه کې نصب شې . ددې لپاره بايدm ۳په m ۳ کې فاصله وي . داوسپنيزي ميلې قاعده بايد په پنډوالي سره په خاوره کې کېښودل شې او دهغې څخه وروسته (۳) درې قطاره داوسپني په افقي شکل نصبيږي . دباد ماتوونکو دځاي نيول او دهغوي مخنيوي ترڅو چې له منيځه ولاړ نشي دهر يوي اوسپنيزي تختي لاندي داوسپنيزي ميلي په حدودو ۴متره په افقي شکل اوعموداً د باد ماتوونکو پرسمت رامينځته کېږي . او د پايو پواسطه کلکېږي او ګرد چاپيره دهغې پواسطه راحصاريږ ي .ددې لپاره چې دپايو رامينځته کول دخپل حد څخه زياته ستوماني رامنځته نکړي او په عوض کې د داسې سا ختمانونو مصارف خپل حداقل حد ته ورسيږي . هريوه پايه بايد د دوه سيمونو په واسطه وساتل شي او سيمونه په پورتني برخه کې د پايو سره او په لانديني برخه کې په دوه انجامونو د او سپنيزو ميلو کوم چې ۴متري کې د خاروي حجم په داخل کې وي تړل کېږي

دفلزي ساختمان دنصبولو څخه وروسته لرګينې تختي د او سپنيزو قطارونو د فا صلو په منځ کې د باد ماتوونکو پر مخ را مينځته کېږي . اوس که وغواړو چې متراکم باد ما توونکې رامينځته کړو نو ټول لرګي مينځته راوړو . په بل عبارت د لرګېو په منځ کې چې کومه فاصله وي هغه په نظر کې نه نيول کېږي . که چېرته وغواړي چې د باد ماتوونکو تراکم ۷۵٪ وي نو پدي حالت کې درې عدده تختي کېښودل کېږي او ديوي تختي په اندزه فاصله پريږدو. او که چېرته وغواړي چې ۷۵٪ تراکم سره يي رامينځته کړي نوتختي نصبوو او دهغوي په اندازه خالي فضاپريږدو او بيا ورپسي بله تخته کېږدو. په هر حال هره اندازه تراکم چې وغواړو کولاي شو چې رامينخته يي کړو . هغه لرګين باد ماتو نکې چې خلا لرونکې وي د باد دسرعت اندازه دغيري خلا لرونکو باد ماتوونکو په نسبت نه راکموي مګرم په دوي کې دباد فاصله د هغوي څخه زياته ده .دد ينه علاوه دهغوي د جوړولو او احداث مصارف هم کم دي. د واوري دکنترول لپاره کوم ديوالو نه چې رامينځته کېږي معمولاً په هغې کې د لرګېنو ډاګو څخه استفاده کېږي چې بايد cm۰،۷۵ ضحامت،cm۴ عرض او cm۱۲۰اوږدوالي لري او دسيم په واسطه يودله بل سره په کلک شکل تړل کېږي.په داسې شکل سره چې هر يوديوبل څخه cm۲،۵فاصله ولري .ياهم تقريباً ۴۰٪ خاليګاه بايد ولري. او دغه لرګين ديوالونه عموماً دهغو فولادي ميلو په مابين کې کوم چې په خاوره کې ښخ شويدي نصبيږي. او کله چې دي لرګينو د يوالو نوته ضرورت نه وي نو هغه دفولادي ميلوڅخه راوباسي او د ځمکې په سطحه اچول کېږي او وروسته ديوسلنډرپه شکل يودبل سره يو ځاي کېږي او حفاظت يي کوي . ۲- ژوندي يادونو باد ماتوونکې :ـ دونو باد ماتوونکې معمولاً ديو قطار يا څو قطاره ونو او درخچو څخه جوړ يږي چې عمو ماً په عمو دي ډول د باد په سمت قرار لري . بعضي کار پوهان پدې عقيده لري چې په کرونده کې د باد د تخريب دمخنيوي لپاره علاوه دباد ماتوونکو څخه ځينې نور عمليات هم په نظرکې ونېول شي. لکه : نوبتي کرنه ، د نباتي پاتي شونو پوسيله د خاورو پو ښل ، کرنيز تناوب او داسې نور هم بايد صورت ونيسي. دونو د باد ماتوونکو نمونه په لاندې شکل کې ښودل شويده .

دژونديو باد ماتوونکوطرحه د کروندو غاړو ته يو پخواني عمل دي او اوس په ښه شکل سره دنړۍپه زياتو ساحو کې دزيانمنيدو څخه دمحصولاتو دساتلو، د ګرمې د اثراتو دکمولو، دتبخير دکمولواو ديخ وهنې داثراتو دکمولو لپاره ديوي ښي عملې په توګه ورڅخه استفاده کېږي.د مثال په ډول دامريکا په متحده ايالاتوکې د ۱۸۵۰کال څخه تر ۱۹۷۰کال پوري km۳۲۰۰۰۰ څخه زيات باد ماتوونکې کرل شوي وه. اوپه ۱۹۷۰کال کې د امريکا دخاوري دساتني اداري په تخميني ډول وئيلي وه چې اوس هم دامريکا ۳،۲۴ميلون هکتاره پراخو سيمو باد ماتوونکو ته ضرورت لري.لکه څرنګه چې تروه Troeh په نوم عالم او دهغې همکارانو وئيلي دي چې په وچو او ګرد لرونکو طوفاني کلونو کې د ۱۹۳۵-۱۹۴۲ کال پوري يوازي ۲۱۸ميلونه ونې په ۳۱۰۰۰کروندوکې او km۳۲۱۸۰ باد ماتوونکې او ساتندويه کمربندونه په لسو دښتو کې دتګزاس دايالت څخه نيولي ترکاناډا دحريم پوري کرل شوي وي . داروپايي هيوادونو په بعضي برخو کې ځيني وختونه دُر (Rye) او انګور د قطار ونو په منځ کې دباد ماتوونکو په حيث کرل کېږي. دانباتات تيزه وده لري او په پسرلي کې په پوره اندازه ښاخونه او پاڼې لرې کولاي شي چې د باد په مقابل کې مقاومت وکړي . په جنوبي اسپانياکې ددې لپاره د ګنيوڅخه استفاده کېږي . دامريکا په متحده ايالاتو کې د کروندو د ساتني لپاره دځمکنۍ مڼو څخه پکې د نازکه برخو دشکرې څخه استفاده کېږي چې پورتني نباتات د باد ماتوونکې لپاره پکار وړل کېږي .معمولاً دغذايي موادو او اوبوپه خاطر خپل څنګ کې نباتاتو سره رقابت کوي ولي زيات توجو وړ مشکل مينځته نه راوړي نو پدې اساس ددې څخه داصلي نباتاتو په توګه استفاده کېږي. دونو دباد ماتوونکو څخه دباد دتخريب د مخنيوي لپاره په ټولو ساحو کې استفاده نه کېده ولي زياتره په مرطوبو او نيمه مرطوبو ساحو کې ورڅخه استفاده کېده ځکه چې باد ماتوونکې په ټولو شرايطو کې د باد د تخريب په پوره ډول مخنيوي نه کوي اوله بل طرفه باد ماتوونکې دکروندي ساحه په وړو برخو تقسيموي چې په نتيجه کې کرنيز عمليات او کرنه دستونزو سره مخامخ کوي . همدارنګه د باد ماتوونکو نباتي پوښښ د کرنيزو نباتاتو سره داوبو په سر رقابت هم کوي چې په وچو ساحو کې دايومحدودونکې فکتور دي او ددې څخه علا‌ وه په وچوساحو کې د باد ماتوونکو ونو دودي لپاره کافي اندازه باران وجود نلري .

دبادماتوونکو لپاره مناسبي ونې (Suitable trees for windbreak)

څرنګه چې دونه ډوله بادماتوونکو جوړول اواحداث ډيرو مصارفو او وخت ته اړټيا لري بايد دا په نظر کې ولرو چې ددې جوړول اوطرحه په داسې ډول وي چې مصارف يي کم او لوړ قدې ونې لاسته راوړو . اوددوي په انتخاب کې مهمترين اوموثر عامل دادې چې ونې بايدپه ښه شکل رامنځته شي اوهم ارزښتناکه وي .په عمومي ډول دونو انتخاب دبادماتوونکو په حيث بايد دالاندي ټکې په پام کې ولرو. ۱-دونې په انتخاب کې بايد دمحلي او کليو الي خلکو درهنما څخه استفاده وکړو. ۲-دبادماتوونکې په حيث دونې انتخاب کې هغه ونه بهتره ده چې چټکه وده ولري . ۳-په وچوساحو کې داسې نوعي انتخاب شي چې عمودي ريښي ولري ترڅود ژورواوبو څخه استفاده وکړي او دساتل شوي سيمې دغذايې موادو سره رقابت ونه کړي. که چېرته قوي ريښه لرونکې ونې پيدانشي نوښه خبره داده چې د کرل شوي ونې ريښي اصلاح کړو. ۴ – دهغه ونو څخه استفاده وکړو چې تنکې ښاخونه ولري او مناسبه ارتفاع ولري د څيړني په اساس دا ثابته شويده چې ښه خبره داده چې دنباتاتو څخه په مختلفو اندازو کې کار واخستل شي . د ونو دنوعو دانتخاب لپاره ضروري دا ده چې دتيزو بادونو موسم ته پام وکړو که چېرته تيز بادونه په اوړي کې وي نوکولاي شو چې دپاڼه ريژو ونوڅخه استفاده وکړو اوکه چېرته تيز اوشديد بادونه د خزان موسم کې وي په کوم وخت کې چې ونې پاڼې رژوي نو بايدد تل شنو ونو څخه استفاده وکړو اوکه چېرته بادونه دکال په دوه موسمونو کې وي يعني په ژمي او اوړي دواړو کې وي نوبيا داسې ونې وکرو چې تل شني وي.اويا هم لاندي خصوصيات ولري بايد انتخاب شي . ۱ : داوړي او وژمي بادونو په مقابل کې مقاومت ولري. ۲:دونې تنه په لاندي برخو کې ښاخونه او پاڼي ولري او بي ښاخه او بي پاڼو نه شي. د ونود بادماتوونکو په رامنځته کولو کې لاندې ټکې ډير اهميت لري:

  • ونې بايد لومړي په قوريه کې وروزل شي او معمولاً ۳۰٪ ونې دناغګي يا ضايعاتوپه ډول په پام کې ونېسو ترڅو احتمالي ضايعات وزغمل شي .
  • دخرابو شوو برخو معالجه لازمه ده چې په سملاسي ډول ترسره شي.
  • دځمکې اماده کول د باد ماتونکو دکاميابي لپاره ضروري ده ترڅو ونه پکې په چټکې سره وده وکړي هغه کنده چې دنباتاتو لپاره کېندل کېږي بايدپه مناسبه اندازه ژوروالي اوپراخوالي ولري ترڅود نباتات ريښي پکې ښه وده وکړي که چېرته داسې مواد چې له منځه نه ځي اونه خاوري کېږي دځمکې په سطحه کې موجودوي نو ضروري ده چې د ژوري يوي (Plough) څخه استفاده وشي يابل کوم سامان الات استعمال شي چې خاوره ورڅخه پاکه شي .
  • دونواوبخور په خاص ډول په وچوساحوکې ضروري دي.
  • هرزه ګياه بايد کنترول شي .
  • دونودافتونو سره بايد مبارزه وشي کنه نودونې دتاج پراخوالي به کموالي وکړي.
  • دباد ماتونکو څلورخواوي بايدداغزن تارپه واسطه احاطه شي ترڅوحيوانات او نورو دښمنانوڅخه په امان کې شي .
  • دسيمي خلکوته د بادماتوونکو اهميت څرګند کړو ترڅو دونو ساتنه وکړي.

هغه ونې چې دبادماتوونکولپاره استعماليږي په لاندې ډول دي. Coastal areas

No Botanical Name Common/English Name 1 Anacardium occidentale CashewNut 2 Grevilea robusta Silver oak 3 Casuariana equistifolia Causarina,JangliJhau 4 Saraca indica Ashok 5 Acacia albida Apple-ring acacia,winter thorn 6 Syzygium paniculatum Magenta lilly pilly 7 Popalous spp Poplar

Semi-arid zones(FAO 1980s)

No Botanical Name Common/English Name 1 Tamarix aphyala Hindi-Lal jhau, Tamarisk 2 Eucalyptus tereticornis Forest red gum, Eucalyptus 3 Prosopis chilensis Mesquite 4 Khaya senegalensis African mahogany, Kaya 5 Albizzia lebbek Albizia 6 Cassia siamea Kassod tree 7 Anogeissus leiocapus Chewstick tree, Axlewood tree 8 Parkia clappertoniana Nitta nut, Afrian Locust bean 9 Acacia albida Apple-ring acacia,winter thorn



Dry and Arid regions





No Botanical Name Common/English Name 1 Albizia lebbeck Siris,Albizia 2 Azadirachta indica Neem 3 Artocarpus heterophyllus Kat-hal 4 Pongamia glabra Karanj 5 Sesbania grandiflora Agast 6 Tamarindus indica Tamarind 7 Tamarix dioica Jhau 8 Eucalyptus spp Eucalyptus 9 Cassia siamea Kassod tree 10 Prosopis julifera Mesquite 11 Leucaena leucocephala Lead 12 Dalbergia sisoo Sissoo 13 Zizyphus spina-christi Christs thorn jujube 14 Parkinsonia aculeate Parkinsonia, Pailoverde

د باد دسرعت په کمولو کې د بادماتوونکې رول(The Role of windbreaks in reducing wind velocity) مخکې له دې چې بادپه بادماتوونکولګېږي ديوڅه فاصلي مخکې دبادسرعت کموالي کوي اوکله چې دبادماتوونکوڅخه تېرشي بېرته په تدريجې شکل سره زياتوالي کوي اوخپل اولنې سرعت ته رسيږي.ګرکو(Greco )په نوم عالم داسې وايي چې دباد دسرعت کموالي دبادماتوونکو په مخکې برخه کې په ۱۰-۹ برابره ارتفاع د بادماتوونکو ونوته رسيږي .اودبادماتوونکې ارتفاع شاوخوا ۳۰برابر دبادماتوونکې ونې ته رسيږي څرنګه چې ناهال(Nahal) په نوم عالم څرګنده کړي ده چې په يو ونه ډوله بادماتوونکې کله چې باد په متوسط تراکم په عمودي ډول لږيږي نو دباد سرعت ۶۰-۸۰٪ دباد ماتوونکو شاوخوا ته ونې کمه وي او هغې سره نيږدي تقريباً ۲۰٪ دونې ارتفاع په ۲۰برابره کموالي راولي اود بادماتوونکو ۳۰-۴۰ برابر ارتفاع کې په هيڅ صورت دباد په سرعت کې کموالي نه ليدل کېږي .


د يو بادماتوونکې شبکې خصوصيات (Charactristcs of a windbreak network)

هغه مهم عوامل چې دبادماتوونکې په احداث کې ضروري دي عبارت دي له : دبادماتوونکو ارتفاع ،اوږدوالي ،پيړوالي يا ضخامت ،تراکم اوفاصله دبادماتوونکو ده .

دبادماتوونکې ارتفاع (Height of windbreak)

دساتل شوي ساحي اوږدوالي دبادماتوونکو دارتفاع سره متناسب دي يعني هرڅومره چې دبادماتوونکوارتفاع زياته وي په هماغه اندازه به دساتل شوي ساحي اوږدوالي زيات وي . دساتل شوي ساحي ارتفاع معمولاً په (H)سره ښودل کېږي. يو بادماتوونکې خپل شاوخوا تر ۲ برابره دخپل لوړوالي په اندازه ساتي .دڅيړنو په اساس داڅرګنده شويده چې دباد دسرعت دکموالي اندازه دبادماتوونکې په خصوصيات يوشان دي اما په مختلفو ارتفاع لرونکو ونو کې دهر يوي ونې ارتفاع په اندازه دباد ماتوونکې ونې څلور برابره سره مساوي وي.

دباد ماتوونکو اوږدوالی (Length of windbreak)

داسې په نظر راځي چې د باد ماتوونکو اوږد والي يا طول بايد دهغې ساحي د عرض سره برابروي کوم چې ساتل کېږي په داسې حال کې چې دارنګه نده بايد د عرض څخه يي طول زيات وي . دباد درامينځته کېدو په وخت کې کله چې ديوي قايمي زاويه لاندي د باد ماتوونکې سره لګيږي. څرنګه چې د باد سرعت د باد ماتوونکو په دواړو انجامونو کې د لمړي بادد سرعت څخه زيات دي . ( معمولاً۱۱۰ په سلو کې د لمړي باد سرعت وي او بعضي وخت ددې څخه هم زيات ) .نو ددې شکل په اساس به ساتل شوي ساحه مثلثي شکل ولري اوس که دداسې ساحي ساتل هدف وي چې مستطيلي شکل ولري نو لازمه ده چې دساتل شوي ساحي سطحي ته بايد پراخوالي ورکړو پدي منظور د هر لوري د باد ماتوونکې مقدار: مثلاً شاوخوا د باد ماتوونکو دارتفاع ۶برابره دهغې په اوږدوالي کې زياتوالي راولو دا بايد په نظرکې ولرو چې داکار هروخت نه ترسره کېږي نو ددې لپاره چې د باد ماتوونکو په اوږدوالي کې د زياتوالي راوستلو لپاره مجبوره يو ترڅو نوره ساحه هم په برکې ونېسو.ځيني وخت د داسې شکلو نو دله مينځه وړلو پخاطر د باد ماتوونکو هر لوري ته دعمودي باد ماتوونکې رامينځته کوو چې تقريباً ۲-۳ برابره د باد ماتوونکو دارتفاع په اندازه طول ولري. ديو باد ماتوونکې په رامينځته کولوکې بايد کوشش وشي ترڅو په کې سوري او درزونه رامينځته نشې ځکه چې سوري او درز يا چاودديو باد ماتوونکې په څنډوکې د باد سرعت د تيزوالي لا مل ګرځي او دساتل شوي ساحي سطحه راکموي . چې داپه شکل کې دپورته خواڅخه ښودل شويدي . چې پدي شکل کې داپړکېدل (Flash) دبادد جهت جريان ښايي لکه څنګه چې کتل کېږي د کروندي په ټوله سطحه کې يواځي د مثلثونو سطحي په اهتزاز راځي او د باد څخه مخنيوي کوي

دباد ماتوونکو عرض (Wide of windbreak)

دڅيړنو په اساس داڅرګنده شويده چې د باد ماتوونکو عرض د باد د سرعت په کموالي کوم تاثېرنه لري بلکې تراکم د باد ماتوونکو دي چې د باد دسرعت په اندا زه کې کموالي کوي . ياپه بل عبارت د باد ماتوونکو د تراکم يوشان والي د کم عرضه باد ماتوونکو په نسبت په هماغه اندازه د باد ماتوونکو تاثېر پراخه او زيات وي . ودراف او همکاران يي پدي عقيده دي چې باد ماتوونکې بايد په پنډ او ضخيم شکل رامينځته کړو . چې پدي صورت سره امکان لري چې عرض د باد ماتوونکو ترڅو متروپوري ورسيږي. څرنګه چې ناهال په نوم څرګندوي چې د باد ماتوونکو غوره عرض د ۴-۱۰ قطاره پوري دونو موجو د يت دي تروه او همکاران يې داسې وايي چې معمولاً بايد باد ماتوونکې -۷- قطاره وي چې -۷- قطاره باد ماتوونکې په موثر ډول د باد سرعت کنترولوي. مګرم د ځمکې يوه پراخه سطحه د باد ماتوونکو پواسطه نيول کېږي . دامريکا متحده ايالاتو په دښتوکې (۱۰) قطاره پراخه باد ماتوونکې ونې رامينځته شويدي .همدارنګه د اولني او وسطي قطار ونو ارتفاع زياته دپاتي شونو څخه وي او همدارنګه د څنډو قطارونه د درخچو څخه تشکېل شوي وي . چې تراوسه پوري د دي باد ماتوونکو کوم عامل معلوم ندي .په هرحال پدي اړه تحقيقات او څيړني رواني دي چې داسې باد ماتوونکي مينځته راوړي چې زيات تاثير ولري او دونو څخه وي . په اصل کې د باد ماتوونکو عرض کوم چې د ځمکې په سطحه کرل کېږي بايد داقتصادي ګټو له نظره وټاکل شې . د باد ماتوونکو په عرض کې عموماً د قطارونو شمير ضروري دي . او همدارنګه د باد ماتوونکو رامينځته کولوپه وخت کې بايد د باد ماتوونکو اندازه د تراکم له مخې وټاکل شي.د ځمکې هغه سطحه چې دکمو ونو پواسطه نيول شوي وي دهغې ساتنه اسانه ده ځکه چې دونوڅو قطارونو څخه استفاده کول په يو ځاي کې د بادماتوونکوپه لاندي ډول دي.

  • که چېرته دونو ديو قطار څخه دباد ماتوونکو په حيث کار واخيستل شي نو خطر رامينځته کوي. هغه ونې چې د باد په مقابل کې مقاومت لري شايد د باد له امله زيانمن شي.
  • په هغه حالت کې چې دونو څوقطارونه موجود وي نو د اول قطار ونې دنور وقطارونو څخه ساتنه اوحمايت کوي چې په نتجه کې ددې سره د باد ماتوونکو دوام زياتيږي . که چېري دونو د يوقطار څخه د باد ماتوونکو په توګه استفاده وشي نو دونو ارتفاع به په يوه اندازه وي . پدي حالت کې فقط دونود تاج برخه دباد په مقابل کې مانع ګر ځي چې د ساقې د خالي برخو څخه باد تيريږي . په هغه حالت کې چې دڅو قطاره ونو څخه دمختلفو ارتفاعوتو په لرلو سره استفاده شوي وي کولا ي شي په بشړډول دباد مخنيوي وکړي . په مختلفو ارتفاعاتو کې دونو مختلف قطارونه په مختلفو وختونو کې کرل کېږي .پدي ترتيب چې لومړي دونو او ل قطار کرل کېږي او بيا په تدريجي تو ګه دونو دنورو قطارونو د کرلو پيل کوو. په هر حال ديو قطاره باد ماتوونکو څخه استفاده خطرناک دي او ددې احتمال لري چې خراب شي .
  • په هغه منطقوکې چې نيمه وچ او يا مرطوبي ساحې وي تقريباً چې دونو اوبخور ته پکې هم ضرورت نه وي عموماً د باد ماتونکو ۵ قطاره جوړه ول ګټور او اقصادي تما ميږي او زياته ځمکه هم نه اشغالوي . ځيني وخت دباد ماتوونکو جوړه ول دڅوهدفونو لپاره وي .په دي معني چې باد ماتوونکې پرته له دي چې دباد دسرعت دمخنيوي په منظور کرل شوي وي . دنورو مختلفو استفادولپاره هم تري کار اخستل کېږي لکه دونو څخه دسوخت لپاره ،دشاتو دمچېو لپاره دپناه ځاي په توګه او همدارنګه دغيراهلي حيواناتو داوسيدو ځاي په توګه تري استفاده کېږي . چې پدي حالت کې دباد ماتوونکو ۵ قطاره شکل دغوښتني وړ وي . په ډيرو هغه وچو ساحو کې چې دباد ماتوونکو ونې اوبخور ته اړ تيا لري. عموماً د يو قطاره باد ماتوونکوڅخه استفاده کېږي او ځيني وخت د ۳ قطاره باد ماتوونکو څخه استفاده کېږي چې په زياتو برخوکې ديوقطار باد ماتوونکو څخه استفادي ته ترجيح ورکول کېږي . ځکه چې دغه شکل باد ماتوونکې د ځمکې ډيره کمه برخه په برکې نيسي . او دځمکې څخه داستفادي موثره او ګټور حالت دي .علا وه له دي څخه پداسې ساحه کې کم شمير ونې کرل کېږي او دهغوي ساتنه هم په اسانې سره کېږي هغه څيړنې چې د امريکا د متحده ايالاتو په شمالي داکوتا کې ترسره شويدي څرګندوي چې د ونو يو قطار چې m۴،۵ ارتفاع ولري او تراکم يي د ۵۰٪ څخه کم وي کولاي شي چې دواوري تر۹۰متره فاصلي پوره مخنيوي وکړي .دغه باد ماتوونکې عموماً د تل شنو ونو څخه جوړ يږي ترڅو په ژمي کې هم خپله وظيفه سرته ورسوي . د دغه باد ماتوونکو دونو ښاخونه بايد دځمکې دسطحي سره نږدي فاصله ولري ترڅو دلاندي برخو څخه د بادونو د تيريدو مخنيوي وکړي بايد په نظرکې ولرو کله چې يوقطاره باد ماتوونکې جوړه وونو دا امکان لري چې تخريب شي اويا هم د هغې په منځته راتلو کې مشکلات راپيداشي. په عمومې توګه دباد ماتوونکو په يوسيستم کې د باد ماتوونکو دباد دتيريدو قابليت بايد د باد لپاره په يونواخت شکل وي نو پدي اساس چې يومنظم او صحيح تراکم لرونکې باد ماتوونکې په ټولو سطحو کې ولرو نو دمختلف اشکالو څخه دترکېب شوي باد ماتوونکو څخه استفاده کوو.او دڅو قطاره باد ماتوونکو د رامينځته کولو لپاره عموماً دلوړ قدو او ټيټ قدو ونو څخه استفاده کوو. چې لوړقدي ونې په وسطي يا منځنۍ قطارونوکې او ټيټ قدي ونې په خارجي قطارونوکې کرل کېږي .په هغه حالت کې چې وغواړو د يوي نوعه ونو څخه استفاده وکړو نو دنيالګيو کرل په مختلفو وختونو کې صورت نيسي . په هغه صورت کې چې لمړ ي په وسطي برخه کې دونو قطارونه وي او بيا په تدريجي ډول د قطارو نو په خارجي برخه کې دنيالګيو کرل پيل کوو. چې لاندې شکل کوم چې مثلثي قاعده لري ۵ قطاره بادماتوونکې راپه نښه کوي چې پدي کې ۱ قطار وسطي ۲ دګاونډيا دڅنګ قطارونه او ۳ دڅنډو قطارونه چې دونويابوټو څخه مينځته راغلي.لاندې شکل هغه بادماتوونکې ښايي چې دري قطاره دي پدي کې ۱ قطاردونو ۲ قطاره دمنځني يا وسطي ونو او ۳ قطاره هغه ونې چې په اخري قطار کې موجودي وي.په ۱۹۵۳ م کال Woodruffاو Zingg په نوم عالمانوداپه ډاګه کړه چې د۳ ،۵ او۷ قطاره باد ماتوونکې هغه وخت ډيرتاثيرلري او ياهم دباد دتخريب په کموالي کې هغه وخت موثره دي چې په ۴،۲ او ۵ قطارکې لوړقدي ونې وکرل شي.

دبادماتوونکو تراکم (Accumulation of Windbreak)

په يو بادماتوونکې کې يوڅه اندازه بادداخل لخوا بنديږي اويو څه اندازه باددهغې دپورته طرف څخه تېريږي.څرنګه چې بادتقسيم شويدي نوله دي کبله په ساحه کې په کم سرعت سره بادرامينځته کېږي او دساحي اوږدوالي دبادماتوونکوپه جوړښت اوارتفاع پوري تړاولري.هغه بادماتوونکې چې غيرقابل نفوذوي دباددټول سمت اوجريان دبادماتوونکې پورته طرف ته تغيروي اويا هم تيريږي.اوپه ساحه کې دهغه بادمخنيوي کوي چې سرعت يي کم وي.دهغې ځاي څخه چې دبادماتوونکې په داخل کې هيڅ ډول جريان دبادنه تيريږي بناًدبادماتوونکو په شاوخواکې دبادفشارکم وي اودغه حالت ددې باعث کېږي چې يودوامداره جريان لرونکې بادپه شاوخواکې رامينځته شي.اودساحي داوږدوالي په زيادښت سره به دکم سرعت لرونکې باد به رامينځته شي. نو له دي کبله ديو غيرقابل نفوذبادماتوونکې په شاوخواکې به دبادماتوونکو دبادسرعت کم مينځته راشي نو دهغې په اوږودوالي اوياهم دهغې په فاصله کې کم والي راوستل مهمه دي اوبادماتوونکې بايددبادجهت يا سمت ته تغير ورنکړي بلکې دبادجريان لپاره بايديوښه نيوونکې وي .اوهمدارنګه بايددباددسرعت حرکت او سمت بايد اصلاح کړي.نوبايدد بادماتوونکو تراکم په داسې اندازه سره وي تر څو دبادپه مقابل کې يوغير قابل نفوذ ديوال په شکل عمل اجرا کړي .دبادماتوونکو تراکم دډول ډول ونو او همدارنګه دصحيح ونو په کرلو سره او همدارنګه دونو دقطارونو اندازه بايد په صحيح شکل وي چې په دي سره دبادماتوونکو تراکم کنتروليږي .دبادماتوونکو دونډي په اړه چې دبادد سرعت اندازه راکموي ډيرزيات مطالعات او څيړني ترسره شوي چې په لاندي ډول دهغې څخه يادونه کوو.

Negliپه نوم عالم په سويس کې دهغې ونو څخه چې m۲،۲ارتفاع لري دبادماتوونکو په حيث استفاده کړي ده تر څو دبادسرعت اندازه را کمه کړي او همدارنګه ددوي دغه تراکم دتغير اوبدليدو وړدي .او هغه بادماتوونکې چې دهغوي د تراکم دتاثير برخه۱۵-۲۰٪ پوري وي متراکم او هغه چې دهغوي دنفوذ قابليت د۴۵٪ څخه زيات وي غير متراکم  په نوم نومولي دي .او هغه چې ددوي  دواړو  ترمينځ   قرارلري دنيمه متراکموباد ماتوونکو په نوم ياديږي .همدارنګه ددې څيړنو په نتيجه کې داپه ډاګه کېږي چې دمتراکم او غير متراکم بادماتوونکو دباد سرعت په راکمولو کې ۸ برابره دبادماتوونکوارتفاع دهغې په مخنيوي کې او ۳۰ برابره ارتفاع دبادماتوونکو په شاوخوا کې ظاهريږي. دمتراکم بادماتوونکوتاثيردباد د سرعت په راکمولوکې چې مخنيوي کې وي او همدارنګه ۴ برابره ارتفاع دبادماتوونکو په شاوخواکې او دې کې زيات تاثيردغيري متراکم بادماتوونکووي.دغيرمتراکم بادماتوونکي تاثير دبادماتوونکو په شاوخواکې د ارتفاع څلورچنده دمتراکمو بادماتوونکو وي .

Hagen په نوم عالم په۱۹۷۶م کال کې ددوه هغې بادماتوونکو تاثير چې ۲۰-۴۰٪خاليګاه يې په خپل منځ کې درلوده ترمطالعي لاندي ونېول اودهغوي دبادداندازي کموالي اوهمدارنګه دتخريب اندازه يي وڅيړله چې دهغې دڅيړني نتايج۷-۱۴شکل کې راوړل شوي دي .چې په دي ازمايښت کې دباد سرعت ارتفاع h۰،۱۲ دخاوري دسطحي څخه پورته اندازه شوي . چې په دي شکل U/Uکې دبادد سرعت نسبت دبادماتوونکو په ساحه کې اوهمدارنګه دبادسرعت اندازه په خلاصه ساحه کې . WE/WEدتخريب اندازه په ازاده بادماتوونکې ساحه کې .

  • هغه بادماتوونکې چې ۲۰٪ خاليګاه لرونکې وي .
  • هغه بادماتوونکې چې ۴۰٪ خاليګاه لرونکې وي .

لکه څرنګه چې معلومېږي د باددسرعت او دتخريب اندازه H۶ د فا صلي څخه دبادماتوونکود مخنيوي تر H ۲۴ دبادماتوونکو په شاوخوا کې دبادماتوونکو ۲۰٪ خاليګاه کې اودH۶ د فاصلي څخه مخنيوي دبادوتوونکوترH۳۲ پوري دبادماتوونکو په شاوخواکې تر۴۰٪ خاليګاه زياته شويده .همدارنګه په هغه ساحو کې چې دهغوي ساتنه شويده د۲۰٪خاليګاه په لرلو سره H۲فاصله کې وي دبادماتوونکې دمخنيوي په اړه اوهمدارنګه H۱۶دهغې په حمايت او دبادماتوونکو په باره کې چې۴۰٪خاليګاه ولري اود H۲فاصله ولري دبادوماتوونکو لپاره دښه مخنيوي لاره کېدلي شي ترH۱۷دهغې تقويه کې د ۵۰٪کم وي دساحي تخريب خلاصيږي. همدارنګه دې څيړنو دا ښودلي ده چې دتخريب اندازه دبادماتوونکو له وجي هغه چې ۲۰٪خاليګاه لري او همدارنګه H۴فاصله ولري .دبادماتوونکود تقويه په مقابل کې صفر ده يعني تخريب تقريباً سل په سلو کې کم شويدي .شکل ددوو بادماتوونکوپه ټولېزه شکل دڅيړنو په نتيجه کې دامعلوميږي چې دبادد سرعت داندازي په کموالي کې د متراکمو بادماتوونکو ښودل شويده.چې دمتراکمو بادماتوونکو تاثير دبادد سرعت په کموالي کې ډير دي ولي دا تاثير په لنډو فاصلو کې وي يعني متراکم بادماتوونکې دبادد سرعت په کموالي کې ډيره ونډه اخلي هغه چې دبادماتوونکو سره په نږدې فاصله کې وي. مګرم با لمقابل دغيري متراکم بادماتوونکو ونډه دباد دسرعت په کموالي کې کمه ده .خو دا تر اوږدو فاصلو پوري تاثيرلري . په بل عبارت هرڅومره چې د بادد سرعت په مقابل کې دباد ماتوونکو څخه زيات ونيول شي په هماغه اندازه به زياتوالي دباد دتقويې لپاره او همدارنګه دا باد ماتوونکې به يي حمايت زر او تيز وکړي . دداسې ځايونو لپاره چې په هغې کې اکثراً د بادد سرعت راکمول په نظر کې وي نو بايد دمتراکمو باد ماتوونکو څخه استفاده وشي او که نه نو بيا بايد د غير ي متراکمو باد ماتوونکو څخه استفاده وکړو . د ابايد په نظرکې ولرو چې د يومتراکم باد ماتوونکې په ساحه کې د ګرد رامينځته کېدل او د بادخطر دلومړني باد په نسبت کم وي . بالمقابل داچې يومتراکم باد ماتوونکې د باد د جهت د تغير دهغې د څنډو خواته کېږي په دي چې په داسې ساحوکې د باد سرعت تيز وي هم واقع کېږي . په داسې ساحو کې چې د باددمخنيوي لپاره دباد ماتوونکو په شاوخوا کې او يا په هغو ساحو کې چې شديد باد وجود ولري يعني د باد سرعت m/sec۱۰څخه زياتوالي وکړي. غوره داده چې دنيمه متراکمو يا د غيري متراکمو باد ماتوونکو څخه استفاده وشي .دجوړيدلو لپاره يي بايد دسطحي سره نژدي خاليګاه په خاطر او دهغې هوا د دوران او باد ماتوونکودمخنيوي لپاره کوم چې ددې په شاوخواکې وي ضروري ده لکه څنګه چې ګرکوپه نوم څيړونکي دڅيړنو په ترسره کولو سره داپه ډاګه کړيده چې غوره او بهترين باد ماتوونکې هغه دي کوم چې د هغوي دقطارونو ترمنځ خاليګاه ۲۵-۴۰په سلو کې وي .همدارنګه (تروه) او دهغې همکاران داسې عقيده لري چې دهغې باد ماتوونکو تاثيرات زيات وي چې پخپل منځ کې ۵۰په سلوکې خاليګاه ولري . هاګن په نوم څيړونکي داسې وايي چې هغه باد ماتوونکې چې د ۴۰-۵۰ په سلوکې خاليګا ه ولري نو مناسب دي . په روسيه کې پدې باور دي چې غوره باد ماتوونکې هغه دي چې د ونې دتاج برخه چې په ګڼ شکل وي او دتنې برخه يي په پراخه شکل وي .


د باد ماتوونکوفاصله (Distance/Space of windbreak)

هرباد ماتوونکې ديو څه فاصلي پوري د باد سرعت راکموي . نوپدي خاطرديوي ساحي دساتني لپاره بايد ارومرو د پراخه او پرله پسي شکل باد ماتوونکو څخه استفاده وشي . ګرکوپه نوم عالم داسې عقيده لري چې د دوه باد ماتوونکو ترمنځ بايد ارتفاع ۲۰ برابره څخه زيادښت ونکړي . نګلي په نوم څيړونکي وايي چې د دوه باد ماتوونکو ترمنځ هغه چې نفوذپذيروي متوسطه اندازه يي بايد د۲۰-۲۵برابره دهغوي د ارتفاع وي. د باد ماتوونکو رول د خاوري د تخريب په کنترول کې کوم چې د باد له وجې متضرره کېږي بايد د باد ماتوونکو فاصله د پور ته اندازي څخه کمه وي او۱۰ برابره ارتفاع په اندازه کې بايد په نظرکې ونېول شي. باد ماتوونکې بايد په عمودې شکل په هغې لوري جوړ شي له کوم طرفه چې تخريب رامنځته کېږي په خاص ډول په هغې لوري عمودي د کوم لوري څخه چې په حساسوموسمونوکې د خاوري دتخريب د رامنځته کېدو باعث کېږي . په داسې حالاتو کې چې باد په ساحو کې دتخريب سبب کېږي شايد په دوه مخالفو لورو او وجهتونو کې وي. پدي صورت کې د ابهتره ده چې باد ماتوونکې هم په دوه مختلفو جهتونو سره ترتيب شي يا په بل عبارت دسطرنج په شکل بايد جوړشي . د باد د جهت د تعين رهنما بايد د هوا پيژندلو ادارو څخه واخيستل شي . په هغې حالت کې چې د باد دجهت په اړه کوم معلومات موجو دنه وي نو بايدد باد موثر جهت لپاره د شګلنو او ريګي تپو په شکل او د خاوري د امبارونو څخه کوم چې د بو ټو لانديني برخه کې راټول شوي وي . دهغې څخه معلومات ترلاسه شي. باد ماتوونکې بايد دباد د جهت په لور ي عموداً او هموار جوړ نشي ځکه چې په بعضو حالاتو کې د کروندي د اوبو کانالونه او نورو کړنو لپاره دا کار محدود وي نو باد ماتوونکې ځيني وخت د باد په اصلي جهت کې داسې يوه زاويه تشکېلوي چې هرو مرو به پدي صورت کې د باد ماتوونکو تاثيرکم شي نو ددې کبله بايد ددوه باد ماتوونکو ترمنځ کمه فاصله په نظر کې ونېول شي . چې د باد ماتوونکو فاصله پدي حالت کې د لاندي رابطې په واسطه لاسته راځي. W = d cos ѳ چې په دي کې W : عبارت دي د دوه باد ماتوونکو ترمينځ نوي فاصله . d : دهغې فاصلي څخه عبارت دي کوم چې د باد د اصلي جهت په لور د بادماتوونکو څخه لاسته راځي . Ѳ : دهغې زاويې څخه عبارت ده کوم چې د مستقيم خط او باد د جهت په مينځ کې د باد ماتوونکو څخه مينځته راځي شکل . څنګه چې معلو ميږي هرڅومره چې د ѳ زاويه لويه وي يا هم د باد جهت د انحراف زاويه د قايم خط کوم چې د باد ماتوونکو څخه زياته وي .نو د باد ماتوونکو ترمينځ فاصله به کمه شي. دباد ماتوونکو دفاصلي د تعين لپاره زياتي څيړني ترسره شويدي . ودراف او زينګ په نوم څيړونکي د باد دتونل دامتخانولو په اساس دي نتيجي ته رسيدلي دي چې هغه اوږد والي کوم چې يو باد ماتوونکې دهغې څخه حمايت کوي دلاندي رابطي په اساس په لاس راځي . چې په دي کې:ـ

d :  دساتونکو باد ماتوونکو اوږدوالي ياهم دباد ماتوونکو د قطارونو ترمينځ فاصله ده.

h : دباد ماتوونکو ارتفاع ده . د d دواحد په شان . Vm دتخريب سرعت کوم چې km/h۱۵ ارتفاع لري . V : د باد سرعت کوم چې موجود دي . Ѳ : هغه زاويه ده چې د يو مستقيم خط څخه د باد ماتوونکو په لور د باد جهت ته تغير ورکوي. همدارنګه دچپيل په نوم عالم وايې چې دهغې ساحې تخريب کوم چې لوڅه اوصافه ساحه وي.اودباران پواسطه لمده شوې نه وي35km/hدي.نوپدې حالت کې دبادماتوونکوفاصله دلاندې رابطې اساس حاصيليږي. d=595.h/v.cosө d:-دساتندويه باد ماتوونکواوږدوالې دمترپه اساس. h:-دبادماتوونکوارتفاع دمترپه اساس. V:-دموجوده بادسرعت په 15mارتفاع کې د km/hپه اساس. پورتنۍ رابطه دامپريال په سيستم کې په لاندې ډول سره وي. d=365.h/v.cosө چې په دې کې:ــ d:-دساتندويه باد ماتوونکو اوږدوالي دفوټ په اساس. h:-دباد ماتوونکوارتفاع دفوټ په اساس.

v:-دموجوده باد سرعت په 50فټي ارتفاع کې دmail/hپه اساس.

ө:-هغه زاويه ده دغالب جهت باددعمودي کرښې څخه تغيروي دباد ماتوونکې په لور. مثال:-دباد ماتوونکو تر منځ ارتفاع12mپه هغه صورت کې چې دباد سرعت د5 کلنه راګرځيدونکې دوره کې د15m ارتفاع په اندازه 40 کېلومتره په يوه ساعت کې وي. اودبادجهت 15 درجې دعمودي جهت لورته تغيرکوي.په لاس يې راوړي؟

d=595.h/v.cosө595.12/40.0,96=171m

دبادماتوونکوپه رامنځته کولو کې بايد لاندې نقطې په نظر کې ونېول شي. دباد ماتوونکو درامنځته کولولپاره لازم دي چې يوڅه نقطې په نظر کې ونېول شي چې مهم يې عبارت دي له: ۱-ديوبادماتوونکې دشبکې درامنځته کولولپاره لازم دي چې اولنۍ مطالعه دلارو،محدود ملکېت اوهمدارنګه دباد ماتوونکودجهت مطالعه ترسره شي. ۲-باد ماتوونکې دمختلفواهدافولپاره مثلاً دکروندود اوږدوالي دساتنې پخاطر،دڅړځايونو پخاطر، دځمکو دمختلفوساختمانونو دساتنې په منظور،دپناه ځايونو درامنځته کولوپخاطراو دغيراهلي حيواناتو دژوند لپاره دمناسب محيط دررامنځته کولوپخاطرچې ددې په خاطر درامنځته کولو سره تړاو لري هغه باد ماتوونکې کوم چې دځمکې دجوړښتونودساتنې په منظور جوړيږي دهغې باد ماتوونکو سره کوم چې دځمکې دپراخوالي اوحدوداتو دحفاظت اوساتنې په منظور رامنځته کېږي کوم فرق نه لري فقط دا فرق لري چې دباد ماتوونکو دتراکم او همدارنګه هغه فاصله چې دساختمانونودساتنې لپاره جوړيږي بايد په نظرکې ونېول شي.په داسې ساحوکې چې واوره هلته وجودولري که باد ماتوونکې دساختمانونوسره نژدې جوړ شي نودواورې دراټوليدوباعث کېږي په داسې برخو کې چې اصلاً هغه ځايونه بايددواورې څخه پاک وي هغه ګڼ باد ماتوونکې کوم چې غير قابل نفوذ دي ددې باعث کېږي چې واورې فاصله د5-2 برابره دباد ماتوونکې دارتفاع په شاه برخه دباد ماتوونکې کې اوزياته اندازه فاصله دباد ماتوونکو په مخنيوي کې راجمع شي په داسې حال کې چې دباداو واورې راجمع کېدل دباد ماتوونکو په تقويه کې په حدودد25-10 برابره ارتفاع کې دنفوذوړ باد ماتوونکې دي. په داسې ساحو کې چې ډير ګرم اووچ اوړي ولري متراکم اوساختمانونو ته نژدې باد ماتوونکې داوړي په حالاتو کې دډيرې ګرمۍ درامنځته کېدو باعث کېږي نوددې لپاره لازمه ده چې دهغې باد ماتوونکو څخه استفاده وشي چې دنفوذ وړ وي اويا هم ساختمانونوته ډير نژ دې نه وي.


دباد ماتوونکورول په وړو نباتي ټولنوکې يا هم دبادماتوونکورول په Micro climax کې باد ماتوونکې په محدودووړونباتي ټولنوکې په مختلفواشکالوسره اثرکوي چې عبارت دي له: 1- يو دمهمو اغيزو دباد ماتوونکې داده چې دباد سرعت راکموي چې دباددسرعت په کميدو سره دتبخيراندازه کميږي چې په نتيجه کې دخاورې درطوبت اندازه په ساتل شوې سيموکې زيادښت کوي نوحداکثردباددسرعت راکميدل دباد ماتوونکو په شاه برخه کې وي اودهغې په نژدې ساحو کې وي. نوددې له کبله اکثراًدتبخير کميدل دباد ماتوونکوپه شاه اونژدې شاوخوا کې وي معمولاًهرڅومره چې دبادماتوونکو څخه ليرې لاړ شو،نو دتبخيرشدت زياتوالي کوي.دجاپان په هيواد کې چې دباد ماتوونکواغيزه دتبخير په راکمولوکې ډيره څيړلې اومطالعه شويدي داپه ډاګه کوي چې دبادماتوونکو په شاه برخه کې يوبرابراندازه ارتفاع چې دهغې دتبخيرمقدار40%اوپه پنځه برابره ارتفاع دفاصلې سره په هوا کې دتبخيردمقدار اندازه 60% خلاصيږي. دتبخير اندازه دباد ماتوونکې دتقوې اومخنيوي کې دباددسرعت،دبادماتوونکوطبيعت او دبادماتوونکې دخاليګاه پورې اړه لري.دباد ماتوونکو تاثيردتبخير په راکمولو کې دباددسرعت په اساس لاندې شکل کې ښودل شوېده.په مجموعي شکل ديوباد ماتوونکې اغيزه دتبخير په راکمولو کې دباد ماتوونکو په شاه کې وي.چې داخاليګاه لرونکوبادماتوونکوکې دهغې په يوڅه اندازه فاصلې کې اوپه نسبتاًمتراکمو بادماتوونکوکې دهغې په ګاونډ کې وجود لري.

2-بادماتوونکې دلمر دوړانګومخنيوي کوي اوسيوري رامنځته کوي چې په نتيجه کې دحرارت درجه اوتبخير کموالي کوي.

3- يوه بله اغيزه دبادماتوونکوالبته په يوسيستم دبادماتوونکوکې دخاورې درطوبت زياتوالي دي داسماني راښکته شوي شيانوپه حالاتوکې هغه کرونده کوم چې دباد ماتوونکودشبکو پواسطه احاطه شوېدي دخلاصوساحو څخه کمې دي نو په دې اساس دونو سيستم دهوا په يخولو کې ونډه لري همدارنګه دهغې ځاي څخه چې دباد سرعت دباد ماتوونکو څخه وروسته په پورته ساحو کې زيات وي.

نو پس باد کولائ شي چې باران او واوره په زياته اندازه دباد ماتوونکو شاه طرف ته يوسي چې داباد کولائ شي دواورې او باران په شکل اوتقسيم کې مؤثر وي.په داسې ساحو کې چې دباد ماتوونکو يوه پراخه ټولنه رامنځته شوې وي نو باد ماتوونکې دباران دوريدو په اندازه اغيزه کوي.چې داامردپرله پسې اومعتددوڅيړنو په تائيداومنلوسره شوي دي.دروسي دهيواد عالمان پدې عقيده لري هغه وخت چې دباد ماتوونکو يوه ټولنه په يوه پراخه سطحه کې وجود ولري ديو ځنګل په شکل داسماني راښکته کېدونکوشيانو په اندازه اغيزه کوي اوهغه100%  زياتوي.((ګرکو))

4- معمولاً داسې ساحو کې چې يوه لويه ټولنه دباد ماتوونکوولري دداسې ساحو په نسبت چې دهغوساتنه نه وي شوي دهوا رطوبت اندازه يوڅه زياتوي. 5- هغه بادماتوونکې چې دونو دټولنو څخه منځته راغلي وي ګرم بادونه ملايم کوي.اويخ بادداغيزوتاوانونه راکموي. څرنګه چې کتل کېږي دباددسرعت په کموالي کې دباد ماتوونکو اغيزه د30h برابره دارتفاع دبادماتوونکوتر شاه وي.پداسې حال کې چې دباد ماتوونکو اغيزه دکوچنيو نباتي ټولنو په مختلفو عناصروکې تغيرراولي چې د1-16برابره ارتفاع دباد ماتوونکو کې يې اندازه وي دکوچنيونباتي ټولنواندازه تغيرهريوعامل دشرايطو په اساس دکوچني غالب نباتي ټولنواوهمدارنګه دباد ماتوونکو دخصوصياتو((ارتفاع،تراکم،ضخامت اوجهت))يودبل سره توپير لري. په توليد باندې دباد ماتوونکواغيزه (Effect of windbreak on production) شديداو تيز بادونه دنباتاتوپه رشداوانکشاف نامطلوبې اغيزې لري چې دتيز اوګرم باد دلګيدو په صورت کې دپاڼوتبخير زيادښت موي.چې پدې سره دونو دپاڼو دستوماتا سوري بنديږي اودتنفس مخنيويي کوي.چې په دې صورت کې دګاز تبادله يادCO2 اوO2 تبادله پاڼې کموي چې پدې سره دوچوموادو((نشايسته اوپروتين))ځنډيږي اوپه نتيجه کې دتوليد دکموالي باعث ګرځي چې دباد سرعت اود خامو اووچوموادودوزن دکموالي په اړه ډيرې زياتې څيړنې تر سره شوېدي.کومه څيړنه چې دعليزاده په نوم څيړونکي پواسطه دباد دسرعت اوهمدارنګه دوچو موادودوزن دکموالي په اړه ترسره شوې ده کوم چې په هغه ګياه ګانو ترسره شوېده چې دلمر مخنيوي کوي داپه نښه کوي چې دباد دسرعت په زياتوالي سره وچه ماده په ريښه،ښاخ او پاڼه کې کموالي کوي. بادماتوونکې دتبخير داندازې په کموالي همدارنګه دخاورې د رطوبت داندازې په پورته وړلوکې ونډه لري.چې په نتيجه کې دګياه ګانو وده ورسره زياتيږي.همدارنګه باد ماتوونکې دباد دسرعت په کميدو سره دځمکې سره د نژدې هواپه حرارت باندې اغيزه کوي چې پدې سره دګياه ګانو تبخير کميږي چې دتبخير په کميدوسره دمحصولاتودتوليد په اندازه کې زياتوالي راځي.پدې اساس په يوه مرطوبه اومعتدله هوا کې(روزنک)زيات خلاصوي چې دتبخير کموالي معمولاًدګياه ګانودوچېدو مانع ګرځي.چې دبادماتوونکوپه ساتنه کې وي اودوچکالۍ دتوليداندازې په کموالي کې اغيزه لري. له Windbreak څخه د باد د تيرېدوکچه له بادماتوونکوڅخه بايد يوه اندازه هواتيره شې کوم بادماتوونکې چې دبادد تيريدولپاره لاره ونه لري اودباديوڅه اندازه ورڅخه تيره نشي باد دبادماتوونکو ترشاسقوط کوي اوپه نتيجه کښې دبادماتوونکو ځانګړتيا له منځه ځې اودبادماتوونکو د تخريبيدولامل کېږې دباديوښه مخه نيونکې دخپلي ارتفاع شل برابره ساحې په اوږدوپه ښه ډول دبادسرعت کموي اوکېداي شي دبادڅخه دساتل شوي محصول اندازه زياته شي .دبادماتوونکو زيات تاثيرات دهغه دارتفاع ترلس برابره پوري ليدل کېږي . (الف) (ب) شکل : د باد دتيريدو کچه له Windbreakڅخه (الف): باد جذبوونکېWindbreak (ب): باد نه جذبوونکېWindbreak

Windbreak کولاي شي د باد سرعت دWindward ( د باد دلګېدو لوري) او Leeward ( دباد څخه مخفوظ لوري)، دواړو لوروته کم کړي خو د Windward په پرتله د Leeward لوري ته د باد سرعت زيات کمېږي او باد تر ټولو زياته قوه په مانع نقطه يا Windbreakباندې واردوي دباد څخه ساتل شوي (Leeward) لوري، Windbreak ته نږدې په يوه لنډ واټن کې د باد سرعت اصغري ټکې ته ښکته ځي له هغې څخه د فاصلې په زياتيدو سره د باد سرعت د دوهم ځل لپاره خپل مخکېنۍ کچې ته رسسيږي .شکل:هغه فاصله چې د باد سرعت پکې کم او زيات وي د Windbreak په ګڼ او ړنګيتوب پورې هم اړه لري ، هغه بادماتوونکي چې ګڼ وي او دباد تېريدو ته لاره ورنه کړي د زياتې فاصلې له وهلوڅخه به وروسته خپل لمړني سرعت ته ورسيږي او که باد شکن ړنګي وي او باد ته لاره ورکړي خپل لمړني سرعت ته به زر ورسيږي(۴) .

ګراف : د Windbreak دواړو لوريو ته د باد د چټکتيا تغير او د هغې د فاصلې اندازه د بادماتوونکو څخه . د باد دسرعت څخه په محفوظه ساحه کې د نباتاتو په وړاندې د ميخانيکې زيانونو او دخاوروله تخريب څخه مخ نيوي کېږي . هغه وخت چې د باد د سرعت څخه 39% كم شي او هم د ونو دلوړوالي ۱۰ برابره ساحه دباد دزيان څخه محفوظه و اوسي ، په ريګي ځمکوکې د ريګ دحرکت اندازه د آزادې ساحې په پرتله۵۰٪ته راټيټيږي . په هغو ځايونو کې چې دايمي او چټک بادو نه وجود ولري Windbreak د زيات Evaporation څخه مخنيوي کوي.


دبادماتوونکوتنظيم (Windbreak Management)

بادماتوونکې دکرنې او باغداري دفارمونولپاره يوه مهمه برخه ده.بادماتوونکې دبزګرانو داوسيدودځاي څخه ساتنه کوي.همدارنګه داهلي حيواناتواونباتاتوڅخه ساتنه کوي،دوحشي ژوند لپاره استوګنځاي برابروي دانساني ژوند دکورنې لپاره ديوسالم چاپيريال په رامينځته کولوکې مرسته کوي.ددوي داوسيدلوسيستم دځوانو،رسيدلواوزاړه عمر لرونکوونوسره وي.لکه دنوروډېروژونديوشيانوپه څېرکوم چې دخاصي توجواوتنظيم ته اړتيا لري اوددې اداره ترهغې دوام مومې ترڅودوي خپل وظايف بهترکړي.دبادماتوونکوتنظيم په دې پوهيدلوته اړتيا لري چې څنګه ستاسې بادماتوونکې کارسرته رسوي.دقوي ،سالمواويوشان بوټواوونوته چې کله پاملرنه کېږي چې ټول ساختمان دبادماتوونکودبادپه مقابل کې ديوه موثره مانع په ډول وي نوددې هدف دپوره کولولپاره ځينې عمليات بايدترسره شي.لکه دهرزه ګياوکنترول، دلويوحيواناتواوموږکانوڅخه ساتنه،په درسته ډول شاخه بري،دحشراتواوناروغيوکنترول اوهمدارنګه په هغه نږدې ځمکواوکروندوکې چې دمناسبوکېمياوي موادواستعمال ته اړتيا وي بايددبادماتوونکودتنظيم په پلان کې شامل وي.دښې پاملرنې اوتوجوسره بايد يوبادماتوونکې ددې جوګه شي چې داوږدعمر لپاره ساتنه وکړي.سره له دې چې دوحشې ژوندلپاره استوګنځاي برابروي اوپه طبعي منظره کې ښکلازياتوي.

دبادماتوونکوقوت اوصحت (Windbreak Health and Vigor)

۱ـ دهرزه ګياووکنترول (Weed Control) واښه اوهرزه بوټې چې دهر عمرلرونکې وي دونواوبوټوسره په رطوبت،رڼااوغذاکې سيالي کوي.دونودښه صحت لپاره په وده کې سيالي بايد دبادماتوونکودژوندپه هره برخه کې تنظيم شي.دتنظيم سطحه دبادماتوونکودعمرپه اساس،داقليم اوخاوري دوضعيت په اساس اودبادماتوونکوداهدافوپه اساس ترسره کېږي.سره له دې چې داستونزمنه ده چې په ټولوحالاتوکې د ټولوساحولپار خاصي سپارښتنې (Recommendation) برابري کړو.همدارنګه دپخوانې کرنې په نسبت نوي کرنه په عمومې ډول په پراخه پيمانه دهرزه ګياووکنترول ته اړتيالري.څنګه چې ستاسې بادماتوونکې ټاکلي وخت ته ورسيږي نوددوې پوتنشيلي ارزښت دوحشې ژوو دزياتونوعولپاره زيادښت کوي.اودهغه ګياوولپاره چې دونولاندې وي داوسيدوارزښت يې له خطرسره مخامخ کېږي.په محتاط ډيزاين سره دنوعوانتخاب اوتنظيم چې باارزښته شې نودهرزه بوټواعظمې کنترول اودوحشې ژوندداستوګنځاي ترلاسه کېدل.اوپه اخرکې به دواړه صحتمنداواعلي استوګنځاي لاسته راشي. ۲ـ نوي کرنه ( New Plantings):ـ نوي کرنه په ځانګړي ډول دوچکالي سره حساسه وي. دخاوري ښه رطوبت په اولنې وده يز موسم په جريان کې هميشه دريښودډادوړوده رامينځته کېږي.اودځوانونېالګيوپايښت زياتوي.دراتلونکوڅوکلونولپاره به دواښوسيالې په ټيټ حدکې وساتې.په وچوساحوکې چېرته چې دوديز موسم رطوبت محدودوي اوپه هغې ساحوکې چېرته چې دبادتخريب کومه ستونزه نه وي.په عمومې ډول داغوره ده چې واښه اوهرزه بوټې دقطارونو اودونودقطارونوکوم چې دبادماتوونکوپه مينځ کې وي بايددلمړي ۳ــ۵ کلونولپاره بايد دکرنې څخه وروسته کنترول شي.سره له دې چې نباتې ژوندپه مستقيم ډول دقطارونو او همدارنګه دهرزه بوټودقطارونوکنترول نورهم سختوي.په هغه ساحوکې چې مناسب رطوبت لري دپروړودلۍ(Mowing)بايداستعمال شې ترڅودقطارونوترمينځ وده کنترول شي.په وديزموسم کې دوه يادرې ځل ميخانيکې کرنه يوکلن اودوه کلن هرزه بوټې رازرغونوي اوڅوکلن نباتات متاثره کوي.سطحې کرنه (کوم چې د۲ـ۴ انچه څخه زياته نه وي) کله چې هرزه بوټې واړه وي نوبهتردي.ځکه چې ژوره کرنه دونوسره نږدې کولاي شي چې زياتي تغذيه کوونکې ريښۍ خرابې کړي اوهمدارنګه دخاوري رطوبت ضايع کوي.هريوکرنه خاوره وچوي اوسستوي اوهمدارنګه دتايلج په زون کې وړي تغذيه کوونکې ريښې له مينځه وړي .دکرنې په وخت کې بايدپاملرنه وشي ترڅوميخانيکې ټپۍ کېدنه تنواولويوڅانګو(Trunk,Limbs) لکه څنګه چې کرنه ترسره شوي وي وانه وړي. دکرنې ځنډول داوړي په اخرکې ددې لپاره چې دونې وده راکمه کړي اودخيشاوي لپاره يې اماده کړي دژمي درارسيدوله مخي صورت نيسي.په وديزموسم کې دريښوقطع کول دونووده تحريکوي اوداستراحت درامينځته کېدلومخه نيسې کوم چې دژمني ټپونودرامينځته کېدلوباعث ګرځي.کلني هرزه بوټي کوم چې دفصل په اخرکې ښکاره کېږي داپه سيالۍ کې لږه ونډه اخلي اوهمدارنګه داشايدترپسرلي پوري پاتې شي .همدارنګه ولاړفصل دواوري مخنيوي کوي.دباددفشارپواسطه دونودله مينځه تللومخنيوي کوي.دپسرلي په موسم کې دتخريب مخنيوي کوي.اودبشپړي کرنې مخه نيول دقطارونو او دخاورودغونډيوپه مينځ کې کوم چې دباددتخريب سبب ګرځي.ددې پرځاي هغه نباتات چې يوکلن دي اوپوښښ لري لکه: Corn،Sorghum اوSudan grass دبادماتوونکودقطارونوپه مينځ کې اوپه هره څنډه دبادماتوونکو کې وکرل شي ترڅودخاوري تخريب کنترول کړي اوهمدارنګه دځوانونېالګيواودخاوري ساتنه دبادڅخه وکړي چې دابه دواوري پوښښ له مينځه يوسي.همدارنګه د رطوبت برابرول دنوو بادماتوونکو لپاره اودارزښتناکه غذااواستوګنځاي برابرول دوحشي ژوندلپاره مثلاً:دصحرائې چرګ اومړزلپاره،په ځانګړي توګه دغوزه لرونکو لپاره چې دادژمې دباددساتنې څخه کوم چې ددې مراحلوپواسطه رامينځته کېږي ګټوردي. دمثال په توګه بادماتوونکې چې کله ورسيږي دقطارونوپه مينځ کې چې کومه وده وي دوي شايد داندازي مخنيوي وکړي اوپه اخرکې ددوې سيالي کوم چې په هغه پراخه ريښوکې وي له مينځه يوسي. په کېمياوي طريقي سره دهرزه ګياووکنترول هم يوه موثره لارده چې دغذاپه اخيستلوکې سيالي له مينځه يوسي.په ځانګړي ډول هغه ساحي چېرته چې دونودقطارونوپه خواکې کرنه تراغيزي لاندې راولي اوکرنه په کې ستونزمنه وي.همدارنګه واښه وژونکوپورې چې کوم اړه لري هغه ارزانه دي اوقيمت ډيرنه لري اودميخانيکې طريقې په نسبت دواښه وژونکويوځل استعمال ګټوردي.همدارنګه ددې استعمال سره هغه هرزه بوټې چې مخکې رازرغون شوي وي له مينځه يې وړي اوهمدارنګه واښه وژونکې به دهرزه بوټواودواښودتخمونودزرغونېدلومخنيوي وکړي.په تاسيس شوي اوڅوکلن واښواوهرزه بوټوکې هم ديته اړتيا وي چې داسې يوواښه وژونکې استعمال شې چې موثره وي.داهم بايدپه يادولروچې واښه وژونکې ونې اوبوټې وژنې اوهم ورته ټپونه اړوي چې بايدپه احتياط سره استعمال شې نوهغه لارښودپه ليبل کې موجودوي هغه بايد ولوستل شي اوهمدارنګه داستعمال په وخت کې محافظوي کالې واغوستل شي کوم چې ددې لپاره ځانګړي شوي وي اوهمدارنګه داستعمال په وخت کې بايد حساس نباتات وساتل شي. ملچ اوهمدارنګه دلرګيوکوچنۍ ټوټې هم کولي شي چې دونواوبوټوپه شاوخواکې هرزه ګياوو دسيالې مخنيوي وکړي . دخاورې متوسطه تودوخه ‎پدې کې مرسته کوي ترڅوپه وچووختونوکې دخاورې ساتنه وکړي ملچ مونږسره دونوپه کتلوکې مرسته کوي اوهمدارنګه دهغوۍ دزخمونودپرمختګ مخنيوي کوي. کوم چې داستراحت په حالت کې دبادماتوونکوپه ساحه کې دسرکپولوپه نتيجه کې رامنځته کېږي. دکرنې څخه وروسته سمدستي بايددرې څخه ترڅلورانچه ډبله طبقه دملچ دونوابوټوپه شواخواکې واچول شي اوکم ترکمه بايددپنځه کلونوپورې ددې ساتنه وکړواوملچ بايددونوابوټودتنوڅخه درې څخه ترڅلورانچه پورې لرې وساتل شي ترڅودهغې کوچنيوخرابيوکوم چې دموږکانوپواسطه رامنځته شوي وي مخنيوي وکړي دپروړې اوبوسوداستعمال څخه بايدپدې پالنه کې مخنيوي وشي ترڅوواړه موږکان کوم چې خرابي رامنځته کوي اوځوان نيالګي له منځه وړي راجذب شي. په هغه ساحوکې چې کم باران ولري دتوروپلاستکې خنډونوجوړول دهرزه ګياوودحدوداتولپاره موثردي دهرزه ګياووپه سيالۍ کې اوهمدارنګه دخاورې په رطوبت کې کوم چې دنوو باد ماتوونکوپه کرنه کې يې له لاسه ورکوومخنيوي کوي چې داپه مختلفواندازواوپنډوالي سره وجودلري. واړه مربع شکله کوم چې (۳ * ۳) فټ کې وي. اوهمدارنګه دوام ددې بايدد6- 8 فټ پورې پراخوالي ولري. کوم چې ډيره عامه اندازه ده کله چې په ښه شکل نسب شي نودادساحې لپاره دهرزه ګياوودکنټرول د۵ – ۱۰ کلونوپورې ارزښتمندتماميږي. همدارنګه دادزيات کارکوم چې دهرزه ګياوودکنټرول په صورت کې رامنځته کېږي راکموي . اوددوۍ څارنه اسانه نه ده هرزه ګيااوس هم دقطارونوپه منځ کې رامنځته کېږي اوددې جوړښت په امتدادکې توجه وشي ترڅودې جوړښت ته دورپيښوزيانونومخه ونېسي. کله چې کرنه اوسرکپول صورت نيسي. پداسې حال کې چې په پيل کې دملچ دجوړښت دجوړولومصارف لوړوي دادزيات عمرلپاره جوړيږي اودنوروهرزه ګياوودکنټرول دعملياتوپه نسبت قيمته دي نوکله چې دفايبري ملچ انتخاب کوونودې ته بايديوځل وکتل شي چې دUltra violet دوړانګواوکم ترکمه بايددپنځه کلونوپورې زيمواري ولري. دمشابه مربع شکل نصبول په عادي ډول اسانه دي مګرداوږدامتدادلرونکوفايبري ساختمانو نه Fabric laying ماشين ته اړتيا لري چې بايدموجودوي اودهغې شخص په واسطه استعمال شي چې ښه تجربه پکې ولري اوفايبربايدپه ښه شکل کلک شي ترڅودخارج له لوري دبادپه واسطه ونه شکېږي.غوره داده چې داجوږښت په يخواووريځ لرونکوورځوکې جوړشي مګر دهميش لپاره داسې نه ده ښه نتيجه هغه وخت ترلاسه کېږي کله چې يوشخص دFabric Laying ماشين څخه استفاده کوي اودفايبرلاندې دتخمونواستعمال وکړي.څيړنۍ او مطالعات داپه ډاګه کوي چې بايدپه لمريزوورځوکې ترسره شي.دفايبرلاندي دتودوخي درجه بايددېوڅودقيقولپاره د۱۶ فارنهايت څخه زيات نه وي.په داسې حال کې چې دهواتودوخه په مکمل ډول يخه وي په داسې حال کې تودوخه شايدنوي نيالګې له خطرسره مخامخ کړي اوددهغې حالاتولاندې شايددنوي نيالګې وژنه د ۵ دقيقوڅخه په کم وخت کې رامينځته شي. ملچ اوهمدارنګه دساحې دفايبري جوړښت تيارول،نه بدليدونکې دهرزه ګياوکنترول دوديزموسم په وخت کې له مينځه وړل کله چې رطوبت محدودوي چې وخت پيداکړي نوپه کال کې څوځلي ترسره کېږي چې په دي سره دهرزه ګياوکنترول په ميخانيکې طريقې سره صورت مومې.نوملچ اودساحي فايبري جوړښت په موثره توګه درطوبت دلاسه ورکولواوسيالۍ مخنيوي کوي اودنيالګيودژوندې پاتي کېدلوچانس زياتوي.

۳ـ پخوانۍ کرنه(Older Plantings) په پخوانۍ کرنه کې دهرزه ګياوو کنترول ښه ګټه لري.په غذايې موادوکې دسيالي کنترول کوم چې دونودقطارونوتراغيزې لاندې وي دابه دودې اندازه لوړه کړي اودهغې وخت مخنيوي به وکړي کوم چې ديوموثره بادماتوونکودتوليدلپاره ورته اړتيا وي. دقطارونوپه ساحه کې به دهرزه ګياووکنترول څومره چې اوږدوخت وي په مناسب شکل دوام وکړي مګرپه ځانګړي ډول د۵ــ۱۰ کلونوپوري دوام ولري.دکرنې تعقيبول ياهم دنوو کرل شونېالګيوڅارنه بايدشاوخواتر۱۰ کلونوپوري ترسره شي.دهرزه ګياوو دکنترول په وخت کې بايدډيره پاملرنه هغې هرزه ګياوو ته وکړي کوم چې دکروندي لپاره دهغې شتون زيان رسوونکې اومضره وي.همدارنګه شينلۍ ياهم دفارم واښوته هم متوجه اوسو.واښه لکه: Smooth Brome ،Quack grass اوهغه واښه چې دغنموڅخه لاسته راغلي وي بايدمخنيوي يې وشي اودبادماتوونکوله ژوندڅخه بيرون شي چې په دې سره به يوصحتمنداوقوي بادماتوونکې کنترول شي.دشينلۍ دموثره کنترول دبادماتوونکودژوندپه لوري کولاي شي چې دڅولسيزو لپاره دهغوي هغه ګټورژوند ته اضافه شي.بايدپه يادولروچې دځمکې دسطحې پرمخ دټولونباتاتودله مينځه وړل به دوحشي ژونددارزښت مخنيوي وکړي کوم چې په بادماتوونکوکې شتون لري.چې په دې حالت کې به ددې استعدادزيات شي چې Erosion زياته خرابتيارامينځته کړي.کله چې بادماتوونکې پاخه شي(Mature ) شي نودلته يوطبعي پالنه دونودلاندينې برخو لپاره وجودلري ترڅودDie Back ګڼوالي راکم کړي.په بل اړخ کې ديوموثره ساختمان درامينځته کولولپاره ځينې ډولونه دلاندينې نباتاتوضروري دي.همدارنګه مورني(Native ) ونې اوبوټې ښه وي چې وکرل شي ځکه اکثره وخت دهغوي رامينځته کېدل په طبعې شکل وي.سره له دې چې بعضې نوعې لکه Thorny Honey شايد ددوې سره علاقه ولري نوري نوعې لکه:نښتر(Cedar)،چمبه ګل(Honey Suckle)،Dog Wood او توت (Mulberry) يوارزښتناکه اوموثره غذااوپوښښ دوحشي ژوندلپاره برابروي.که چېرته بيانوي کرنه په طبعي شکل واقع نه شوه نوداضروري ده هغه نباتات ،بوټې چې سيوري زغملي شي بايدوکرل شي ترڅولاندينې ساختمان ته زياتوالي اوپرمختګ ورکړي.کله چې بادماتوونکې غوزه لرونکې اوهغه بوټې ولري چې Sucker توليدوي نودهرزه ګياوو کنترول بايد په ښه شکل وشي ترڅوچې غوزه لرونکې پخيږي دوي چې سيوري توليدکړي اوهمدارنګه دوي به دستنويوه غالۍ(Carpet of Needles) کوم چې په موثره توګه به زياتې هرزه ګياوي کنترول کړي توليدکړي.نوپه داسې حالاتوکې بايدپه دغه شان ساحوکې دتايليج دعملياتواجراکول وځنډول شي ترڅوپه طبعې شکل دهرزه ګياوو دکنترول طريقه په بشپړډول رامينځته شي په بعضې حالاتوکې په داغونو(Spots) سپري کول اوهمدارنګه رمبې کول اړين وي ترڅوپه کرونده کې دشينلۍ اونوروهرزه ګياوو کنترول پرې وشي.اوهغه نباتات چې سکرتوليدوي بايددې ته وهڅول شي ترڅوسکرتوليدکړي اوپه مکمله توګه دساحې په تيارولوکې ونډه واخلي.دوي دبادماتوونکودموثريت مخنيوي نه کوي.همدارنګه دوړوبوټوټوکېدنه به هم په اغيزمنه توګه داکثره هرزه ګياوودکنترول باعث شي مګردسيوري له امله به يې دبادماتوونکوګڼوالي زيادښت وکړي.دداسې ساحوپه هغه نقاطوکې چې دواوري لوي غونډې موجودي وي ددوې رامينځته کېدل زيات وي. ۴ـ دحيواناتوڅخه ساتنه (Protection From Animals) هغه ساتنه چې دبادماتوونکوپه واسطه رامينځته کېږي دحيواناتواوڅارويولپاره ګټوره تماميږي..چې دغه څريدل به دچېت پيت کېدلو(Trampling) اودبادماتوونکودمات کوډکولوباعث شي چې په دې سره دبادماتوونکووده ځنډيږي چې دابه دکمزورو اونارسيدلو ونودمړينې سبب شي اوکله چې حيوانات دنږدې ونوسره راغونډشي نودادخاوري راټوليدل به يوستونزه رامينځته کړي چې په دې سره به داوبواواکسيجن موجوديت کوم چې په ريښوکې وي محدودشې.ټول هغه بادماتوونکې کوم چې په ساحه کې شتون لري اوپه کوم ځاي کې چې دوي دکومې موخې لپاره رامينځته شوي وي بايدساتنه يې وشي. دحيواناتوپواسطه هغه ضايعات کوم چې دغليظ محيط څخه لاسته راځې کولاي شي چې په ټولووختونوکې مختلفې ونې ووژنې.چې دابه ټول بادماتوونکې له مينځه يوسي کوم چې په غذااوRun off کې دنايتريت دلوړي اندازي له وجې وي.چې دغه ويجاړتوب کولاي شي دمناسب بادماتوونکومخنيوي وکړي.دDrainage دلاروجوړول په هغه صورت کې چې دRun Off په واسطه دضايعاتودرامينځته کېدل موجودوي که په دې مراحلوکې اړين وي بايد جوړشي. وحشې حيوانات په ځانګړې ډول هوسۍ(Deer)،سوي (Rabbits) اوموږکانوکنترول ستونزمن کاردي.چې داپه نووکرنوکې دتيښته کوونکونېول اوپه لومه کې اچول ستونزمن دي.اوهمدارنګه دجاليوجوړول دمحافظ په شکل دنيالګېوپه شاوخواکې امکان لري چې يوڅه کنترول رامينځته کړي. خوشبختانه پخواني کرنه چې کوم ده هغه دوحشي حيواناتودتغديې سره حساسه نده يعنې که وحشي حيوانات هلته تغديه وکړي اوخرابي رامينځته کړي دوي ته په کې کوم زيان نه اوړي.په حقيقت کې زيات کروندګراودځمکوخاوندان ددې سره ليوالتيالري ترڅوپه خپلوځمکوکې وحشي ژوي ولري.اوپه احتياطې اواداري ترتيب سره کوم چې ددې په واسطه برابريږي يوڅرګنده اوګټوراستوګنځاي دوحشي ژوندلپاره رامينځته کړي.نوددې لپاره بايددخپلوځنګل پوهانواوهمدارنګه دوحشي ژونددبيولوجيستانوسره مشوره وکړوترڅوداسې يوه کړنلاره راوښايې چې دوحشي ژوندپه کنترول اوهمدارنګه دخلکوپه جلبولوکې اغېزمنه وي. ۷ـ شاخه بري (Prunning)

  • په دې بايدټينګاروشي اوخلک دې ته تشويق شي ترڅودبادماتوونکوشاخه بري وکړي.چې دحويلې اوداوسيدودځاي په شان ښکاره شي.دژونديوښاخونوشاخه بري دزړوونوڅخه دونوګڼوالي راکموي.اوهمدارنګه دبادماتوونکودموثريت مخنيوي به وکړي.دابايدپه يادولروچې دبادماتوونکواغيزمنتوب په ټول ساختمان دبادماتوونکوکې کوم چې دڅارنې لاندې وي وجودلري اوداهيڅکله هم دمختلفوونوپه شکل پورې تړاونه لري سره له دې چې دښه بادماتوونکوتنظيم ديته اړتيالري چې په ځينوحالاتوکې دهغې شاخه بري وشي.ښه اوبهتره لاره داړولوترڅو دبادماتوونکوونومخه ونېسي سره له دې دلته يوه مهمه وجه ده چې دا بايد اجراشي.
  • ښاخونه چې ديخ،باد،دحيواناتودڅراودمرغانودجالوپه واسطه زيانمن شوي وي بايدله مينځه يوړل شي.دغوزه لرونکومرکزي تنې ته چې کوم زيان اوښتې وي ددې سبب کېږي چې جانبې ښاخونه رامينځته کړي ترڅودمرکزي رهنما رول په غاړه واخلي اوددې جريان پيداکړي چې پورته خواته ولاړشي اوکه چېرته پاتې شي نوشايدچې دوه رهنماکوونکې پرمختګ وکړي.ديوکمزوري داغ جوړول په تنه باندې په هغه وخت کې کله چې ونه پخه شي ياهم خپل وخت ته ورسيږي نودوښاخه شوي اوڅوتنولرونکې ونې ديته چمتووي ترڅودبادماتيدنه رامينځته کړي اوپه داسې حالاتوکې بايدلوړه اوتنها ونه ونه کرل شي.په هرحال مخکې له دې چې دوي له مينځه ولاړشي بايدپه دې ځان مطمن کړوچې دبادماتوونکودساختمان اواداري بشپړتيابه دله مينځه وړلوڅخه وروسته باقي پاتې نه شي.
  • شاخه بري اکثره وخت دکارکوونکودتوجواوتاکېدله امله بايد وي.مګرکله چې ددې اړتياوي چې سالم بادماتوونکې رامينځته شي.کلنې پلټنې اوڅيړنۍ داڅرګندوي چې ددې لپاره بايدزيانمن شوي اوبدشکله شوي ونې لري شي چې په دې کارسره به زمونږکاردسمون وړوي اودابه مونږسره په دې کې کومک وکړي چې يواوږداوسالم بادماتوونکې به ولرو.شاخه بري په مناسبوطريقو سره په عمومې شکل دژمې په اواخروکې به ددې امکان ولري ترڅودشاخه بري دقيمته تماميدومخنيوي وکړي اوهمدارنګه شايددطوفان دخرابيودرامينځته کېدومخه ونېسي.اوکه چېرته په مناسبي طريقې سره اجراشي نوموثره شاخه بري کولاي شوچې په لاسې قيچې ګانواوکوچنيواروکوم چې دشاخه بري لپاره وي ترسره کړو.چې صافه قطع کوونه به زر جوړه شي اوهمدارنګه دحشراتواوفنګسونوديرغل دپرمختګ مخنيوي به وکړي.قطع کوونه بايددپړسيدلوښاخونوپه بحرنې ساحه کې ترسره شي اودښاخونوقاعدي بايدراتاووشکل غوره کړي.که چېرته لوي ښاخونه حتماً له مينځه ولاړشي نوسمدستې داول ځل لپاره لاندينې قطع کوونه وکړي اوبياټوله قطع کوونه بايدصورت ونېسي.ددې لپاره چې دغورځيدلوښاخونووزن ددې باعث نه شي چې دتنې په پوستکې کې شليدنه رامينځته کړي بايدمخنيوي يې وکړو.کله چې شاخه بري شوي ونې داسې وګڼل شي چې دناروغيوپناګاه ده نوټول د شاخه بري سامانونه اووسائل بايددکلورين دپاکوونکې محلول په واسطه تعقيم شي اودابايد۱:۱۰ وي يعنې يوبرخه دکلورين محلول اولس برخواوبوسره يوځاي شي چې دابه ددې احتمال مخنيوي وکړي چې ناروغي به روغوښاخونوته انتقال ومومې.
  • داګروفارستري په بعضوعملياتوکې کوم چې په کې دلوړارزښت لرونکې کلک لرګي ونې شاملې وي نوشاخه بري ددې لپاره چې دغېرومعينواندازوله مينځه وړلولپاره وي دابه يوبشپړونکې برخه دبادماتوونکودتنظيم څخه وي.چې ددې حالاتولاندې به ددې اړتياپيداشي ترڅواضافي کرنه دبوټواوغوزه لرونکووشي ترڅودبادماتوونکودلاندينې برخوګڼوالي زيات کړي.

حشرات اوناروغي(Insects and Diseases)

په سالمواوصحتمندوونوکې دهميش لپاره حشرات اوناروغي کومه ستونزه نه ده.هغه ونې چې دخطرسره مخامخ دي اوهمدارنګه خپل قوت اوسلامتياله لاسه ورکوي اوپه کمزوري بڼه وده غوره کوي نوداټول دهرزه ګيادسيالۍ له وجې دي.اوهمدارنګه هغه چې دحيواناتوپه واسطه زيانمن شوي وي هغه ډيرزيات دحشراتواوناروغيودستونزوسره حساس وي په مکررډول پلټنې داپه ډاګه کوي چې په لومړيووختونوکې ټپونه به دناروغيواوحشراتودستونزودرامينځته کولولپاره زمينه مساعده کړي.په پسرلي اومني کې بايددخپلوبادماتوونکوڅخه څارنه وکړوکه چېرته کنترول ته اړتياولري بايددخپلومحلي ساتونکواودترويج داداروسره ددې لپاره مشوره وکړوترڅودمخنيوي غوره لاري چاري راوښائي.

واښه وژونکې(Herbicides)

زياتره بادماتوونکې ددې لپاره کرل شوي وي ترڅودکرنيزوعملياتوساتنه وکړي کوم چې دمختلفوواښه وژونکواستعمال ته اړتيالري.نودبادماتوونکوپه ساحه کې به بوټې اوونې به دهغه واښه وژونکوسره حساسيت ولري کوم چې ستادکروندي شاوخواپه نوروکروندوکې استعمال شوي وي.دهرکال ستونزي اوکېمياوي موادبه زمونږدبادماتوونکوعمررالنډکړي اوهمدارنګه هم به دحشراتواوناروغيوستونزي رامينځته کړي.نوپه دې بايدخبراوسي چې دبادحالت بايد په نظرکې ونېول شي کوم چې واښه وژونکې له يوځاي څخه بل ځاي ته انتقالوي اوپه دې بايد هڅه وکړوترڅومونږپه خپلوبادماتوونکوکې اوياهم دهغې شاوخواواښه وژونکواستعمالوبايدپه داسې طريقه استعمال شي چې زمونږبادماتوونکوته خطرمخامخ نه کړي.

سره ورکوونه (Fertilization)

په زياتوحالاتوکې به ستاسې ونې ديته اړتيا ونه لري چې سره په کې استعمال شي اودسري زيات استعمال به ددې باعث شي ترڅوتېزه وده کوم چې دونودغټيدوسبب کېږي اوهمدارنګه کمزوري رهنمارامينځته کوي اودګڼوالي مخنيوي به وکړي.دفصل په اخرکې سره ورکوونه به داستراحت پيل کمزوري کړي اوشايددژمني ټپونودرامينځته کېدولامل شي.اوکه چېرته داسې وګڼي چې خاوره دغذادکمبودسره مخامخ ده نوبايدځان په دې مطمن کړواودسري استعمال څخه بايدمخکې دخاوري ازمايښت ترسره شي.

Structural management

  • پخوانۍ ويناده چې ځنګل دونولپاره نه شي ليدلي(You con not see the forest for the trees)داداکثره وخت لپاره هغه لامل دي چې خلک يې په بادماتوونکوکې ګوري.خلک تراوسه هم ددې پالنه کوي ترڅودمختلفوونوشکلونه اوفورمونه وګوري چې داکتل دبادماتوونکوپه حدوداتوکې وي اوددې توقع درلودل چې هغه ونې دمخامخ کروندې سره يوشان وي.مګردبادماتوونکودترتيب په حالت کې کوم چې دپاڼواوښاخونوترتيبونه ده دمکمل بادماتوونکوموثريت څرګندوي.هغه ونې چې دنږدې اوجوړه کرنې لپاره انتخاب شوي وي ترڅودبادماتوونکې رامينځته کړي اودهغه مطلوب ساختمان په خاطرکوم چې ددې توانائي لري ترڅوستادليدلوهدف وړوي.فقط دبادماتوونکوروغتيااوقوت تنظيم ته اړتيالري همدارنګه ټول ترتيب اوساختمان دبادماتوونکومعالجي اوتوجوته اړتيالري.
  • ښه وخت دساختمان دترتيب اوتنظيم لپاره هغه تصميم دي کوم چې دپلان نيونې په مرحله کې جريان مومي.دنوعوپه انتخاب،دقطارونوپه شمېرکې تصميم نيول اوهمدارنګه دفاصلوڅرګندول کوم چې په اينده کې دبادماتوونکوپه ګڼوالي پوري اړه لري چې دادساختمان دتنظيم يومهم اړخ دي.دونونږدي اوجوړه کرنه به ددې باعث شي چې ديولږوخت لپاره ساتنه رامينځته کړي مګرددې په نتيجه کې به يوبادماتوونکې ګڼ وي اوستاسي داهدافواودحشراتواوناروغيودلوړواوزياتوستونزودرامينځته کېدولامل به شي.دونوډېره لرې کرنه شايديوه کمه برخه يې نتيجه ورکړي اوياهم هيڅ محافظت رامينځته نه کړي.
  • څرنګه چې ونې وکرل شي،نوددوي په مينځ کې هغه خپل منځې اړيکې تغيرمومي نودونودتاجونوګڼوالي اوموقعيت دتاجونواودارتفاع دتړاوپه اړه کوم چې ددوي دځمکې په سطحه ددوي په ګاونډکې نوري ونې وي چې اکثره دابدلونونه اوديوښه بادماتوونکودکرلوسره کوم چې ستاسوپه اهدافوکې وجودلري په ځينووختونوکې دوام وکړي.په ځينووختونوکې به داتغيرات دبادماتوونکوټول ساختمان اغيزمن کړي کوم چې ستاسي دهدف وړوي.نوپه داسې حالاتوکې دساختمان دتنظيم ځينې ډولونوټه اړتياده دمثال په ډول که چېرته بادماتوونکې ډېرزيات ګڼ وي نوساختمان بايدپه احتياطي اوڅرګندډول دونودله مينځه وړلوسره بدل شي همداشان که چېرته بادماتوونکې کافي ګڼوالي ونه لري نوپه داسې حالاتوکې داخلي اولانديني کرنې ته اړتياده چې بايدترسره شي چې دتنظيم داطريقه اوچل نه ختميدونکې اومهم دي ترڅوخپل اهداف په دماغ کې وساتو.نودامهمه ده ترڅومخکې له دې چې دبادماتوونکودتنظيم چاري په غاړه واخلونوبايددېومتخصص دنظراومشوري لاندې کارترسره کړو.

دقطاري کټاروبادماتوونکې(Fence row windbreaks)

يوبې ساري چانس دادي کله چې دقطاري کټاري په رامينځته کېدلوکې ونې اوبوټې په مناسب شکل تنظيم شوي وي.په احتياطي ډول دقطع کولوانتخاب دکټاروپه حدوداتوکې به داديته برابرکړي چې دځمکې په يوه موثره بادماتوونکې بدل شي.ډيرې بومې اومورنې نوعي دونواوبوټوکوم چې دکټارودقطارونودساتني لپاره مناسب وي اوديوبادماتوونکې دمشخصولولپاره وي بايداستعمال شي.کله چې دانتخاب لپاره مناسبې نوعې کوم چې داوږدعمرلرونکې وي،دناروغيوپه مقابل کې مقاومت ولري،دماتيدنې په مقابل کې مقاومت ولري اودګڼ تاج دپرمختګ مقاومت ولري.مثلاًڅيړۍ(Oak)،آش(Ashes)اوسخت Maples اوهمدارنګه Eastern red Cedar بايد انتخاب شي.که چېرته امکان ولري بايدونې د۱۰ــ۱۶فوټ اويودبل سره ديومستقيمي کرښي په شکل سره تړاوولري که چېرته درزواقع شي نوپه ازادوفاصلوسره اودوړونېالګېودمعمولي نوعوکوم چې په قطارونوکې وي بايدوکرل شي.تاسوبايدکوشش وکړي چې دمطلوبه نوعوتخمونه اوزړي هم وکري.دايوه ښه نظريه ده چې داړتياڅخه بايدزياتې ونې وکرل شي.په خاص ډول په هغې صورت کې چې په مستقيم ډول دنيالګيوکرنه ترسره شوي وي.تردې پورې چې موجوده اندازه کوم چې دسيالې له وجي کمه وي چې دا په خاص ډول په وچوساحوکې صحيح ده اوداداوبواوواښودکنترول دحالت بشپړونکوته به دلومړيوڅوکلونوپورې اړتياوي.دکم تصوراوخيال سره دمعمولي احساس اوهغه ټيټ ارزښت کوم چې دقطاري کټاروسره تړاولري امکان لري چې ديوباارزښته بادماتوونکې په په توګه .

سپارښتنې (Recommendation)

۱ـ دنباتاتودفعاليتونو دتخريب دمخنيوي لپاره يوه اغيزمنه لاره ده چې ترڅورامنځ ته اوتاسيس شي . ۲ـ دباددتخريب دمخنيوي څخه دبادماتوونکي تخنيک يوه له اغيزمنولاروڅخه ده چې دباد څپوته پورته خواته ميلان ورکوي اودهغې پواسطه دتخريب څخه مخنيوی کوي. ۳ـ بادماتوونکي دخاوري دتخريب څخه مخنيوي کوي نوددې لپاره بايدرامينځته شي. ۴ــ‏ بادماتوونکې دباد سرعت کموي چې په نتيجه کې تخريب کميږي بايدتاسيس شي. ۵- د با دماتونکې په واسطه د ميخانيکې زيانونو مخنيوي کيږي چي بايدرامينځته شي. ۶- دمحلي micro climate په تغير او د کرنيزو نباتاتو دزياتوالي لپاره موثره دي نوپه همدي وجه بايد جوړاوتنظيم شي. ۷- داهلي حيواناتو حفاظت کوي نوددې لپاره يې رامينځته کول مهم دي. ۸- دوحشي ژوند لپاره خوراک او د اوسيدو ځايونه مينځته راوړي نوددوي په رامينځته کولوکې بايد هڅه وشي. ۹ـ بادماتوونکي دمحصولاتوپه زياتولوکې مهمه ونډه لري نوددې په خاطربايدچې جوړشي.

تړلې لیکنې

  1. دځمکې لاندې اوبو ککړتيا
  2. دهوا لوړ او ټیټ فشارونه

سرچینې

۱ـ (رفاهي)حسينقلی.(۱۳۸۷).فرسايش بادی وکنترول آن.استاددانشګاه تهران،انتشارات دانشګاه تهران.(۱۵۳ـ۱۷۷). ۲ـ (يوسفزي) امين الله.(۱۳۹۲).ټولنيزه ځنګلداري لکچرنوټ،سيدجمال الدين افغان پوهنتون کونړ.(۴۱ـ۴۴) 3- B.S chundawat &S.K Gautam. translated by: A.Javanshir, F.Shekari, A.D Mohammadi,(1383).Agroforestry. Tehran(53-59) 4- Windbreak Management,Pdf.By Craig Stange,Natural Resources Conservation Service,USDA and James R.Brandle,Forestry,Fisheries and Wildlife,Univarsity of Nabraska. 5- WWW.Google.Com/Search/Images.

  1. پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون کرنې پوهنځی دچاپيريال ساتنې او ځنګلونوڅانګې د څلورم صنف محصل