اېکزېما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېکزېما

اېکزېما يوه جلدي ناروغي ده چې د ډرماټايټېس يا د پوټکي د التهاب په بڼه رابرسېره کېږي. د اېکزېما اصطلاح په پراخه توگه د جلدي ناروغيو يو ډله دوامداره حالتونو لپاره هم کارېږي چې په دغو کې د پوټکي دوامداره وچېدل او په پوټکي باندې بخار چې د سوروالي، د پوټکي پړسوب، خارښ او وچتوب، د کترو په بڼه د پوټکي د مړو ژونکو (سلولونو) بېلېدنه، پخۍ، تڼاکې، د پوټکي درز، د وينې او زېم راوتل يې ځينې نښې نښانې بلل شوي. د جلدي سيمو لنډمهالی بې رنگي اکثرا د ټپونو د رغېدو په سبب ښکاري. د گرېدلو په نتيجه کې رامېنځ ته شوی ټپ د رغېدو نه وروسته نښه پرېږدي. د اېکزېما او اورټيکاريا تر مېنځ ټکنی کوونکی توپیر ليدل کېږي. او همدا شان د سورياسېز په پرتله، اېکزېما اکثرا د بندونو په قاتېدونکي مخ (د بندونو هغه اړخ چې قاتېږي) راولاړېږي.