اېنالاپريل

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
انالاپریل

اينالاپريل (په انګرېزی کی:Enalapril) د انجيوټېنسين کانورټېنګ اېنزايم مخنېونکی يا انجيوټېنسين بدلونکي اېنزايم مخنيونکې د ډلې درمل دي چی د وينې د لوړ فشار د درملنې لپاره کارېږی. دغه درمل د ناروغ په بدن کي د آی سی ای (ACE) د اېنزايم آغېزه بندوی او د وينې فشار کموي. د آی سی ای اېنزايم په بدن کې د انجيوټېنسين ۱ هورمون په انجيوټېنسين ۲ بدلوي. انجيوټېنسين ۲ رګونه کرارکرار تنګوي او د وينې فشار زياتوي. د انالاپرپل عادی کارېدنه د ورځی ۵ يا ۱۰ ميلي ګرامو نه ده خو دغه د ورځی اندازه د اړتيا په وخت کې ۴۰ ميلي ګرامونو ته رسېدلای شي. د اېنالاپريل آغېزه تر ۲ ساعتو وروسته اوج ته رسېږی او تريوڅو ساعتونو وروسته يې د بدن څخه د بډوډو په مرسته باندې وځي. هغه ښځې چې بلاربې دي هم اېنالاپريل کارولی شي.

دوينې لوړ خج

دوينې لوړ خج، هغه ناروغي ده چې په سلګونو ميليونوخلک پرې اخته دي. که د دې ناروغۍ ناروغان درملنې ته اړ شي، معمولا،دژوند تر پايه بايد خپله درمل،هره ورځ په منظم ډول ترلاسه کړي



د انالاپریل جوړول

د انالاپریل جوړول

سرچینې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې