اکشې کمار

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
اکشې کمار
بديل=
اکشي کمار په 2009 کې
زېږېدنه راجيف هري اوم باټيا
9 سېپتمبر 1967 (1967-09-09) (عمر 47)
امرتسر, پنجاب, هند
مسلک فلم لوبغاړی, پروډيوسر, وړاندې کونکې
د فعاليت کالونه 1991–تر اوسه
ماندينه/خاوند ټوينکل کننا (2001–تراوسه)

اکشې کمار (۹ د سپټمبر، ۱۹۶۷ ز.) (هندي: अक्षय कुमार)، چې اصلي نوم يې راجيو هاری اوم بهاتيا دی، یو وتلي هندي فلم لوبغاړی دی.

پخواني وختونه

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې د ۱۹۶۷ ع کال د سیپتامبر د میاشتې په ۹ مه زېږېدلی دی.[1] د هغه پلار یو دولتي مامور وو. اکشې کمار د کوچنیوالی څخه د یو هنرمند په توګه په ځانګړي ډول د یو نڅاګر په توګه مشهور وو.

د دې نه وړاندې چې کمار د ممبی ښار ته ولاړ شي هغه د ډهلي د چاندني چوک (چیرته چې ګڼ شمېر پنجابیان اوسي) په ګاونډ کې اوسیده. هغه خپلي لومړنۍ زده کړې په ډان بوسکو ښوونځي کې ترسره کړې چي وروسته بیا د ګورو نانک خالسا کالج ته ولاړ او په هغه ځای کې د جنپال سنګ سره په سپورتي ډګر کې برخه واخيسته. د تېکواندو په بخش کې د تور کمربند تر لاسه کولو وروسته[2]، کمار د تايلنډ هیواد بنکاک ښار ته ولاړ او هلته یې د مارشل آرټ زده کړه تر لاسه کړه. هغه په تايلنډ کې د اشپز او ګارسون په ډول کار کاوه.


فلموګرافي

داهم وګورئ

سرچينې

  1. http://www.rediff.com/movies/2007/sep/05akshay.htm
  2. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Jasmine Teo. Kumar the kungfu fighter. Malaysia Star. URL accessed on 2011-04-11.