ايليوشين-۷۶
د ويکيپېډيا لخوا
ایلیوشین ۷۶ ( په روسی: Ил-76 ) د جت یوه روسی وړونکی ( ترانسپوړټی ) الوتکه ده چې د ۱۹۷۶ کال څخه په روسییه کې جوړیږی. د ایلیوشین لمړی ماډل الوتنه په ۱۹۷۱ کال کې عملی شوه. تر اوس وخت پورې تقریبا ۵۰۰ الوتکې جوړ شوې.
نيوليک |
تاریخ
په ۱۹۶۵ کال کې په شوروي اتحاد کې نوی ترانسپورټی الوتکه طرح شوه. دغه الوتکه لمړی ځل په ۱۹۷۱ کال کې د پاریس په یو نندرتون کې کتل شو. د کارپوهانو په نظر د ایلیوشین الوتکه د امریکایی الوتکې ( C-141) څخه ښه ده. د ایلیوشین په الوتکه کې تانکونه، د استخراج ماشین او ډبه وړل کېدلای سی. د الوتکې پوځی ماډل یو ماشیندار لری.
د الوتکې ډولونه
- ایلیوشین ۷۶ غیر پوځی د الوتکې ماډل دی چې په نړۍ کی تر ټولو زیاته کاردونکی ماډل دی.
- ایلیوشین ۷۸ مینسټین ( Mainstain) یو ډول پوځی الوتکه ده چې پر هغی الوتکې باندی یو لوی د رادر آنتن نصبیږی. هغه رادر د هوایی هدفونو د څارلو دپاره کارېږی.
- ایلیوشین ۷۸ میډاس ( Midas) یو ډول پوځی الوتکه ده چې په هوا کې د هوا نوردۍ سون د ټانک کولو لپاره کارېږی.
ځانګړنې
- د کارولو ډول: د ترانسپورټ الوتکه
- د الوتکې شرکت: ایلیوشین
- اوږدوالی:۴۶،۵۹ متره
- سور:۵۰،۵۰ متره
- جګوالی:۱۴،۷۶ متره
- په یوه ساه الوتنه:۵۰۰۰ کیلومتره
- چټکتیا اخری حد:۸۵۰ کیلومتره په ساعت کې