ايساف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ایسف نښان

د افغانستان لپاره دامنیت او مرستندويه نړوال ځواکونه (په انگرېزی: International Security Assistance Force یا ISAF چې د ٢٠٠١م کال په اکټوبر مياشت کې د بن د کنفرانس په بهير کې رامنځته شو. مشري يې ناټو کوي، چې د ملگرو ملتونو له لوري يې هم ماموريت تاييد شوى دى. ائتلافي ځواکونه يا آيساف هغه اصطلاح ده چې د ۱۳۸۰ کال راهيسې په افغانستان کې د امريکې تر مشرۍ لاندې د پوځي سازمانونو لپاره کارول کېږي. دوی د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا تر مشرۍ لاندې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو یا آیساف څخه چې په افغانستان کې عملیات تر سره کوي، بیل دي.

ائتلافي ځواکونو د شمالي ټلوالې د ځواکونو په همکارۍ د ۱۳۸۱ کال د لړم په مياشت کې د طالبانو رژيم راوپرځاوه. دغه سرتيري د تلپاتې خپلواکۍ د عملياتو (OEF) د ماموريت پربنسټ په افغانستان کې د طالبانو او القاعده د غړو د موندلو او د افغان دفاعي ځواکونو د وضعیت د بیا جوړولو لپاره چې په پای کې به په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د راوستلو مسوولیت ولري خپلوعملیاتو ته دوام ورکوي. ائتلافي ځواکونه د افغانستان د حکومت دامنيتي سکټور د سمون د پلې کولو په برخه کې یو مهم ملگری دی .

که څه هم چې په افغانستان کې د پوځي برخو څخه بهر غیر ایساف ځواکونه یا د امریکې ځواکونه د ائتلافي ځواکونو په نامه یادیدل چې دغه ځواکونه د ۱۳۸۲ کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان د گډو ځواکونو د قومندانۍ (CFC-A) په نامه بیا ونومول شول. په ۱۳۸۳-۱۳۸۴ کلونو کې دې ځواکونو (CFC-A) ایساف ته د سیمه ییزې قوماندې په لیږد پیل وکړچې دا کار د ختیځو او شمالي سیمو څخه پیل شو د ۱۳۸۵ کال د چنگاښ په میاشت کې د سهیلي ولایتونو د قوماندې لیږد تر سره شو. دهیواد د وروستۍ څلورمې برخې یعنې د لویدیځو سیمو د قوماندې لیږد د ۱۳۸۵ کال د تلې په میاشت کې تر سره شو. او په دې توگه آیساف ته د ټول هیواد د امنیت د ساتلو دنده ور وسپارل شوه(که څه هم چې د ۱۳۸۷ کال د تلې د میاشتې راهیسې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د آیساف سره په همغږۍ کې یې په افغانستان کې د تل پاتې خپلواکۍ د ماموریت مسوولیت ځان پورې تړلی گڼلو). په ۱۳۸۵ کال کې آیساف ته د سیمو له لیږد وروسته د افغانستان د گډو ځواکونو قومنداني(CFC-A) نور د ائتلافي ځواکونو د یوې قومندانۍ په څیر غیر فعاله وه؛ په پای کې دغیر ایساف امریکايي ځواکونو پاتې برخه د امریکې د مرکزي قومندانۍ تر سر پرستۍ لاندې راغله. په وروستیو کې د ۱۳۸۷ کال د تلې په میاشت کې د ائتلاف ځواکونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په توگه له سره تنظیم شول(USFOR-A) او د امریکې د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) له خوا یې مشري او څارنه کیږي. په داسې حال کې چې آيساف د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواک دی. که څه هم چې د ۱۳۸۷ کال د تلې له ۱۷ نیټې راهيسې دغه دواړه ځواکونه تر يوې قومندانۍ لاندې راغلل او پر همهغه نیټه جنرال ډيويډ دي مک کيرنن د متحده ايالتونو تر ټولو لوړپوړی پوځي افسر په افغانستان کې وروسته له هغو انگیرنو نه چې د ۱۳۸۷ کال په غبرگولي کې به د آیساف د ځواکونو قومانده پر غاړه واخلي د امريکې د ځواکونو د قومندان پر دنده ونومول شو.چې وروسته بیا د ۱۳۸۸ کال د وري په میاشت کې دده پر ځای جنرال ستنلي ای.مک کریستال وټاکل شو، چې د ۱۳۸۹ کال د غبرگولي په میاشت کې د هغه پرځای ډیوید پتریوس ددې ځواکونو قومانده په غاړه واخیسته.

په افغانستان کې د امريکې ځواکونه د آيساف د ځواکونو د ماموريت څخه دامریکې د ملاتړ دهمغږۍ او اغیزمنتوب د د زیاتولو په موخه رامینځ ته شول. د دې ځواکونو نیت په افغانستان کې د ټولو امریکايي ځواکونو د کنټرول او قوماندې د تنظیمولو او اغیزمن کولو له لارې د آیساف او د امریکې تر مشرۍ لاندې دهڅو یو والی دی. د۱۳۸۸ ۱۳۸۹ کال د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې کابو ۱۳۵۰۰ امریکایي سرتیرې پر دندو گومارل شوي دي.

د ناټو او ايساف توپير[سمول]

اکثره مهال دولتي چارواکي او امنيتي ارگانونه د هلمند ولايت په خبرونو کې وايي چې په دې ولايت کې اتلافي ځواکونو داسې وکړل او په پلاني ځاى کې يې عمليات وکړل، يا.... دغه راز اکثره مهال خبريالان هم په دې برخه کې ځينې تېروتنې کوي.

خو تر هرڅه مخکې بايد پوه شو، چې ايساف او ناټو څه توپير سره لري.

ايساف[سمول]

د ايساف، يا د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په دې ډله کې بريتانويان، ډنمارکيان، ايستونيايان او د چک جمهوريت خلک ونډه لري، چې زياتره يې په جنوبي ولايتونو کې مېشت دي. چې دوى ته د ناټو ځواکونه هم وايي، چې د شمالي اتلانتيک د تړون غړي هېوادونه خپل سرتېري په کې لري.

ائتلافي ځواکونه[سمول]

د ائتلافي ځواکونو مشري د امريکايانو په لاس کې ده، چې ځينې مهال افغان ملي اردو يا ANA هم ونډه ورسره لري، چې ځينې مهال په گډه له ناټو ځواکونو سره پوځي عمليات کوي.