اوکټوجن
| HMX اوکټوجن Cyclotetramethylentetranitramin |
|
|---|---|
| د کیمیاوی فورمول | C4H8N8O8 |
| نقطه ذوب | ۲۰۳ درجې |
| کثافت | ۱,۹۱ g/cm3 |
| د چاودونکی سرعت | ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې |
اوکټوجن ( په انګریزي کی:Oktogen ) د نیتروژن (ښورې) ترکیبونو څخه یوه آغېزمندي چاودونکي توګه ده چی د HMX په نوم هم یادېږي. دغه چاودونکي توګه په ځانګري ډول د توغندیو، بمونو او ماینونو د جوړولو لپاره کارېږي.
توصیف
اوکټوجن یوه کریستالي سپینه ماده ده چی په عصوي مواد کی ویلېږي. د چاودونکی سرعت یی ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې دی.د چاودونکی حرارت یی ۳۴۰۰ درجې ده. د اوکټوجن نقطه ذوب ۲۰۳ درجې ده. د اوکټوجن چاودونکي فشار ۳۴۹،۹۶۰ باړونو ته رسېږي. اوکټوجن د هیکسوجن څخه کمزوري چاودونکي توګه ده او د دی لپاره اوکټوجن د هېکسوجن یا تی ان تی په چاودونکي توګو کی ګډېږي.
د اوکټوجن جوړول
اوکټوجن یوه دښورې تیزاب دايره وي عصوي توګه ده چی د C4H8N8O8 کيمياوي فورمول لري.
- ۱
هیکسامین او د ۹۸ ٪ د ښورې تيزات سره تعامل کوي.
(CH2)6N4 + 6 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 6 H2O + 3 CO2 + 2 N2**
(CH2)6N4 + 4 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 3 CH2O + NH4NO3**
- ۲
د هغو عکس العملو څخه هیکسوجن او اوکټوجن منځ ته راځي.