اوميپرازول

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
د اوميپرازول کيميايي جوړښت

اوميپرازول ‏(په انګرېزي: Omeprazol) د کيميايي جوړښت له نظره له سيميټيدين سره نږدې درمل دی. دا د معدې د ټپونو د درملنې يو قوي او اغېزناک درملو له ډلې نه دی. اوميپرازول د معدې د عصارې ترشح ډېر قوي نهي کوونکی دی، د معدې په مخاطي غشا کې ښه جذبېږي او د معدې او کولمو د مخاطې غشا ډېره ښه ساتي.دا محافظه کوونکی درمل په ټولو قرحوي مراحلو کې ډېره ښه اغېزه کوي. په دې توګه اوميپرازول د هايډروجن-پوټاشيم پمپ نهي کوونکی دی، دغه پمپ د معدې په سلولي غشا کې د تېزابونو په افرازوونکو حجراتو کې شتون لري. د دغه پمپ د نهي په اثر د معدې د اسيدو افراز کموالی مومي، خو د پېپسين پر افرازېدو باندې تاثير نه لري. دغه درمل د معدې او اثناعشر په سليمو قرحاتو او د زولېنګر اېليسون Zollinger Ellison او ريفلکس اېسوفېګالېس Reflŭ Oesophagalis په سنډروم کې کارېږي.

نيوليک

[سمول] جانبي عوارض

د دغو درملو جانبي عوارض اسهالات، د سر درد، د زړه بدوالی، قبضيت، د ګېډې باد، خوبجن کېدل، بېخوبي، پت (لړمۍ) د عضلو درد، د وينې تشوشات، د پوستکي تشوشات، د ځيګر ډنډو کې بدلونونه او عصبي تشوشات دي.

[سمول] کارېدنه

د دغه درمل کارول سره د سرطاني ناروغيو احتمال بايد رد شوی وي. د بلاربښت او د شيدو ورکولو په وخت کې دې نه تطبيقېږي. د لويانو لپاره د اثناعشر او معدې په ټپونو کې ۲۰ ملي ګرامه په واحد ډوز له څلورو نه تر اتو اوونيو پورې او په شديدو پېښو کې دې د ورځې ۴۰ ملي ګرام تطبيق شي. له روغتيا نه وروسته په تعقيبي بڼه ۲۰ ملي ګرامه د اثناعشر په ټپونو کې تطبيق کېېږي.

د زولېنګر اېليسون Zollinger Ellison سنډروم په درملنه کې لومړی په ورځ کې ۶۰ مليګرامه تطبيق کېږي. د اوميپرازولو ۲۰ او ۴۰ مليګرامه کپسولونه په ټولو درملتونونو کې موندل کېږي.

[سمول] سوداګريز نومونه

[سمول] باندنۍ تړنې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې