انګېلا مېرکل

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
انګېلا دوروتيا مېرکل

انګېلا دوروتيا مېرکل (الماني: Angela Dorothea Merkel) یوه الماني سياست پوهه او د ۲۲ نومبر ۲۰۰۵ څخه د المان لومړۍ وزيره يا کانسلره ده.

انګېلا د جوﻻی مياشتې په ۱۷ مه، ۱۹۵۴ ز کال کې، په هامبورګ کې زېرېدلې ده. پلار يې، هورست کاسنر د تيولوجي (الهياتو) زده کړې ترسره کړي او مور يې د ﻻتين او انګريزي ژبې ښوونکې وه.

د انګېلا تر زيږيدنې څو اوونۍ وروسته کورنۍ يې له هامبورګ نه ختيځ المان يا د جرمني دموکراتيک جمهوريت ته کډه وکړه.

نيوليک

[سمول] زده کړې

په ۱۹۶۱ ز کال کې نوموړې دپولي تخنيک لوړ ښوونځي کې شامله شوه او په رياضي او روسي ژبه کې يې ښې نمرې درلودې او ۱۹۷۳ ز کال کې فارغه شوه.

انګېلا مېرکل ﻻ د ښوونځي په دوران کې د فزيک د زده کړو پرېکړه کړې وه او په ۱۹۷۳ ز کال کې د کارل مارکس پوهنتون ته په ﻻيپزيګ ښار کې شامله شوه او ۱۹۷۸ ز کې يې لوړې زده کړې سر ته ورسولې . نوموړې دکمونيستي رژيم د اپوزيسيون محصلينو له ډلې څخه نه وه ، خو د انګېلا مېرکل په وينا هغه په دې مهال د خپلې خوښې ليکوال، راينر کونڅې ()Reiner Kunze چې ديسېدنت (د حکومت له مخالفينو څخه) و، ليکنې لوستي او نوموړي سره يې ليدنې شوي.

[سمول] واده

په ۱۹۷۴ زکال کې د زده کړو پر مهال په ﻻيپزيګ کې ، له مسکو او ليننګراد څخه د فزيک محصيلنو سره ، د نظرياتو د تبادلې په يوه غونډه کې له خپل لومړني هم مسلکه مېړه د فوګتلنډ Vogtland له سيمې څخه اولريښ مېرکېل (Ulrich Merkel) سره اشنا شوه او د سپټمبر په درېيمه نېټه کال ۱۹۷۷ ز کې يې په يوه کليسا کې د واده مراسم تر سره کړل.

څه موده وروسته د مېرکل کورنۍ ختيځ برلين ته کډه کوي او هلته مېرمن مېرکل په علومو اکاډمۍ کې تر ۱۹۸۹ زکال پورې دنده تر ﻻسه کوي.

په ۱۹۸۱ ز کال کې له خپل مېړه نه جلا کيږي او درې کاله وروسته له خپل دوهم او اوسني مېړه، ياخيم زاور سره اشنا شوه او دا ځل وروسته له څو کلنو په ۱۹۹۸ ز کې واده ته زړه ښه کوي.

د يادونې وړ ده، چې انکېلا مېرکل په ۱۹۸۶ ز کال کې د څو ورځو لپاره فدرالي المان يا لويديځ جرمني ته هم تللې وه ، چې په بېرته ستنيدو سره يې د شرقي دموکراتيک المان خلکو لپاره خپله وفاداري څرګنده کړه. هغه مهال د ختيځ جرمني نه لويديځ جرمني ته سفر کول يوه ﻻتري وه او په دې ﻻره کې يو زيات شمېر جرمنانو قربانۍ ورکړي دي. وروسته له هغې، چې خيتځ المان لويديځ المان سره د برلين نامتو ديوال اوچت کړ، زياتو خلکو له کمونيستي رژيم نه د تېښتې لپاره هلې ځلې وکړې، چې يوازې ډېر کم خلک يې په تېښته بريالي شوي او پاتې يې يا په مرميو سوري شوي او يا په کوم بل ډول د مرګ کومې ته ورغورځيدلي دي.

[سمول] سياسي هلې ځلې

د ۱۹۸۹ ز کال په مني کې وروسته له دې، چې د برلین دیوال وران شو، په ختيځ جرمني کې هم نوي سياسي دموکراتيک جوړښتونه رامنځته شول او له بلې خوا په ختيځ المان کې د علومو اکاډيمي په پخواني شکل سره خپل موجوديت له ﻻسه ورکولو. په همدې مهال انګېلا مېرکل په يوه نوي دموکراتيک جنبش، دموکراتيک پيل Demokratischen Aufbruch (DA) کې په سياسي فعاليتونو پيل کوي.

په اويايمو او اتيايمو کلنو کې د مېرمن مېرکل ملګري او دوستان له دې امله ډېر حيران وو، چې مېرکل مسيحي دموکرات ګوند سره همکاري کوي، ځکه هغه د نظرياتو له پلوه زياته ((شنو)) ګوند ته نږدې وه او مور يې د جرمني تربيا يو کيدو وروسته له سوسيال دموکراتانو سره په فعاله توګه کار کولو.

انګېلا مېرکل په دموکراتيک پيل کې سياسي هلې ځلې کولې او څو ځله يې د ګوندپه نوم او موخې کې هم بدلونونه راغلل، خو د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ مياشت په ټاکنو کې يې ډېر په نشت حساب رايې تر ﻻسه کړې او همدا راز په ورسته څو مياشتو کې بدلونونو دوی د مسيحي دموکرات اتحايې له ګوند سره نږدې کړل. د همدې کال د اګسټ په څلورمه نېټه، ددوی ګوند د لويديځ جرمني "د مسيحي دموکرات اتحاديې" له ګوند سره يوځای شول او له همدې مهاله يې په ګوند کې د پرمختګ لپاره ﻻره هواره شوه ان چې د وزارت څوکۍ ته په کې ورسيده.

[سمول] دندې

۱۹۹۱ - ۱۹۴۴ ز کلونو کې د ښځو او ځوانانو وزيرې په توګه؛ ۱۹۹۴ - ۱۹۹۸ ز کلونو کې يې د جرمني د چاپريال ساتنې وزيرې په توګه دندې تر سره کړي.

د سپټمبر ۲۷ مه ۱۹۹۸ زکال کې د جرمني پارلماني ټاکنو (بوندس ټاګ) ته، مسيحي دموکرات ګوند له ۱۹۴۹ ز کال راهيسې تر ټولو کمې رايې له دې امله وګټلې، چې ناڅرګند او نامالومې مادي مرستې د ګوند له اکونټ سره شوي وې.

د فبروري په ۱۶ مه ۲۰۰۰ ز کال کې وروسته له هغې، چې ولفګانګ شوبلې د ګوند او په پارلمان کې د فراکسيون له مشرۍ نه استعفا ورکړه، په دې مهال انګيلا مېرکل چې د ګوند عمومي منشي وه او د ګوندپه مالي جنجالونو کې يې ﻻس نه درلود، د ګوند مشرۍ لپاره وټاکل شوه. او په (۲۰۰۲ - ۲۰۰۵) ز کلونو کې يې په پارلمان کې د اپوزيسيون مشري کوله.

په ۲۰۰۵ ز کال کې د جرمني سوسيال دموکرات ګوند د شمالي راين وېسټفالن په ايالت کې د ايالتي پارلمان، ﻻندس تاګ ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شول او عاجلې ټاکنې د جرمني پارلمان، بوندس تاګ لپاره مخکې له وخته د همدې کال مني ته اعلان شوې او په ټاکنو کې مسيحي دموکرات ګوند زياتې رايې خپلې کړې.

انګېلا مېرکل د نومبر ۲۲ مه کال ۲۰۰۵ ز راهيسې د جرمنې د لومړۍ وزيرې يا کانسلر (چانسلر) په توګه دنده لري او دا دی له څو ورځې راهيسې د دوهم ځل لپاره هم په همدې څوکۍ پاتې شوه.

په دې وروستيو ټاکنو کې د مسيحي دموکرات اتحاديې ګوند رايې د پخوا په پرتله کمې شوي وې خو تر ټولو زيات بايلونکي د جرمني سوسيال دموکرات ګوند و. دا ځل انګېلا مېرکل د لېبرال دموکرات ګوند په برکت بيا د قدرت په ګدۍ پاتې شوه، چې دې ګوند د پخوا په پرتله تاريخي زياتې رايې تر ﻻسه کړي وې. همدا راز له څو کلنو نوی بيا تشکيل شوي د چپينانو ګوند (لينکې) او همدا راز د (شنو) ګوند هم زياتې رايې ګتلي وې .

انګېلا مېرکل په الماني، انګريزي او روسي ژبو خبرې کولی شي او او اوﻻدونه نه لري. د لومړني مېړه نه تر بېليدو وروسته يې ويلي وو، چې : "موږ ځکه واده وکړ، چې ټولو واده کولو اودا خبره به نن احمقانه ښکاري خو ما دې کار ته په سادګۍ سره غاړه ايښې وه. زه وغوليدم".


[سمول] سرچينې

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې