انټيکولينرجيک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټيکولينرجيک يا د کولينرجيک ضد هغو کيميايي مرکبونو ته وييل کېږي چې په مرکزي او پېرېفېريال عصبي سيستم کې د عصبي ټرانسمېټر اسيتيلکولين مخه نيسي. د داسې مرکبونو يوه بېلگه انټيکولينرجيک درمل ډايسايکلوويرين دی، خو يوه بله کلاسيکه بېلگه اټروپين درمل دی. انټيکولينرجيک درمل د اسيتيلکولين په رېسېپټرونو د اسيتيلکولين اغېزه د سيالي گرو انهېبېټرو يا مخنيونکو مرکبونو لخوا راټيټوي.

انټيکولينرجيک د عصبي ژونکې پرمخ اسيتيلکوليني ريسيپټرونه بلاک کوي او په همدې ډول د پاراسيمپاتيک عصبي امپلسونو مخنيوی رامېنځ ته کېږي. د پاراسېمپاتيک عصبي سيستم عصبي فايبرونه د هضمي نظام، بولي تناب، سږو او نورو غړو د ښوی عضلاتو غير ارادي خوځښتونو مسؤليت په غاړه لري. انټيکولينرجيکونه په مرکزي او پېرېفېرال عصبي سيستم کې د خپلو هدفي رېسپټرونو په نخښه کولو له مخې په درې وېشنيزو وېشل شوي: چې هره وېشنيزه د انټي موسکارېنيک اجنټونه، گانگليونيک مخنيونکي او نيورومسکولار يا عضلاتي-عصبي مخنيونکي په نامه يادېږي.