انسلم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انسلم
انسلم

د کنټربري سېنټ اَنسِلم (۱۰۳۳ز زوکړې، اود اپرېل په ۲۲مه، ۱۱۰۹ز مړ) د منځنیو پېړیو اېټالوي فیلسوف، عقایدپوه او د کلیسا مامور، چې د کنټربري کلیسا ملاتوب یې له ۱۰۹۳ز تر ۱۱۰۹ز پورې په غاړه و. د ښوونځي (سکولاستیسیزم) بنسټگر پېژندل کېږي.

دې د څښتن د شتون لپاره د انتولوجیکي نقد، او د یو اسقف چې په خلاص مټ سره د صلیبيانو پر واړندې په ټینگه وردېد، له لامله ډېر زیات مشهور دی.

لومړنې ژوند[سمول]

انسلم د شمالي اېټالیا په برگونډي (د اوسني اوستا درې پلازمېنه) اوستا په نامه یوه ښار کې زېږېدلې دی. د انسلم کورنۍ یوه درنه او مړه کورنۍ وه، چې د ډېرو زمکو او جایدادونو څښتنه وه. د ده پلار (گندولف) له موره پیدا ... و، او له ورایه تریخ او عصبي ښکارېدو. اېرمېنبېرا (د هغه مور) یوه پرهېزگاره او محتاطه ښځه وه. هغې ماشوم انسلم ته په دېر احتایط سره دیني لارښوونې وکړې، او د عیسوي دین په بنسټونو یې ښه و روزه.