اندانۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن اندانۍ د افغان ويدي پېر (۲۰۰۰- ۱۰۰۰ کاله تر ميلاد دمخه) شاعره وه چې اشعار يې د رېگويدا د لسم کتاب په ۱۴۵ سرود کې راغلي دي. او د يوه شعر د څو بندونو پښتو ژباړه يې داسې ده.

د سپېتنيبادهنم (sapetnibadhanam) په نامه
زه دا واښه له مځکې راشکوم - دا داسې بوټي دي چې د خورا لوی اثر قوه لري - کېدای شي چې زه به په هغه خپله بن مغلوبه او مېړه به د ځان کړم اې ښکلې واښه! اې د پسورو پاڼو لرونکې - چې خدای رالېږلې يې - اې برياليه واښه! بن وشړه او مېړه مې يوازې زما کړه!
اې هغه څوکه چې ته غښتلی يې! اې تر هر واکمن واکمنه! زه غښتلې يم او زما بن تر ډېرو ښکتو ښځو ښکته ده. د هغې نوم زه نه يادوم - دا له دې مېړه سره خوښه نه ده، موږ دا بن ډېر ليرې ليرې شړو.
زه بريالۍ يمه او ته، ته هم بريالی او برېمن يې - نو چې د بري کاته زموږ خوا ته دي موږ دواړه به زما بن مغلوبه کړو. ما ته لاس ته راوستلې يې - ته مې ډېر غښتلي جادو په منگلو کې نيولی يې لکه غوا چې د خپل سخوندر خوا ته ځغلي - پرېږده چې ستا روح هم هغسې زما لوري ته راوځغلي د تندو اوبو په څېر چې په وياله کې منډې وهي، په ډېر تلوار زما خوا ته راوځغله!

سرچينې

  1. پښتنې مېرمنې - ۲۴ مخ
  2. آريانا مجله - ۶ مه گڼه