اناپلازموسېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اناپلازموسېز (په انگرېزي: Anaplasmosis) يوه انتاني ناروغي ده چې د شخوند وهونکو څارويو د رکېټېسيا پرازيت، اناپلازما جنس باکټېريا، په سبب رامنځ ته کېږي. دا باکټېريا د وينه زبېښونکو کنکو په وينه کې ژوند کوي. همدا راز دا باکټېريا په درمليزو چارو لکه جراحي، د څارويو د ښکرونو د غوڅولو په وخت کې، د څارويو خصي کولو او د ټاټو اوزارو او هغو ستنو له لارې چې تعقيم شوي نه وي، جوړ انسان ته لېږدول کېږي.

که څه هم چې ددې ناروغۍ اصطلاح اکثراً د اخته څارويو سره اړونده گڼل کېږی، خو همدا نوم د انسانانو انتاني ناروغۍ لپاره هم کارېږي چې د ناروغو څارويو په سبب رامنځ ته شوې وي.[۱]

ژوند څرخ

د اناپلازما اورگانيزم د کنکو په گېډه کې د يوه بشپړ ژوند څرخ نه تېرېږي. مچان بيا د همدغه اورگانيزم مېخانيکي لېږدونکي گڼل کېږي، او په همدې توگه د دې ناروغۍ په پېښولو کې اهمه دنده نه لري. په دې ناروغۍ اخته زاړه څاروي د وينې د کمښت شديد حالت او عضلاتي تخريب سره مخامخېږي. خو په کم عمره څارويو کې او په ډېرو شخوند وهونکو څارويو کې د اناپلازما تر اخته کېدو وروسته کوم کلينيکي نښې نه ليدل کېږي خو دا ډول څاروي د همدغه اورگانيزم وړونکي وي.

دا چې همدا اورگانيزم د اخته څارويو په سرو کروياتو کې ځانونه د معافيتي نظام د بريد نه پټوي، نو په همدې دليل د دغه انتان د بشپړه له منځه وړلو کار ستونزمن کېږي. کله چې معافيتي نظام پر انتان د بري موندلو کې پاتې راشي، نو بيا همدا اورگانيزم وده کوي او د کوربه حالت ورانېدو خواته خوځوي.

وېش

د امريکا په جنوبي او لوېديځو سيمو کې اناپلازموسېز د کنکو په ډرماسېنټور جنس کې موندل کېږي. که څه هم چې واکسينونه جوړ شوي خو تر دې دمه يو هم د عامو خلکو د کارولو لپاره نه دي راوتلي. د ۲۰ مې پېړۍ په پيل کې، دې ناروغۍ د لوېديځې امريکا په اقتصاد لويه اغېزه کړې وه. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کالونو کې، د کنک وژونکو داروگانو په مرسته د کنکو خپرېدل کنټرول شول او همداراز د اوږدمهاله اغېزو انټيبيوتيکي درملنې، لکه ټېټراسايکلين، وکولای شول چې د دغې ناروغۍ مخه تر دې حده ونيسي. اوس دې ناروغۍ ته د يوې سترې ستونزې په توگه نه کتل کېږي.

په تېرو لسيزو کې د اناپلازموسېز هم-مهاله انتان زياتې پېښې رامنځ ته شوي،[۲][۳][۴] چې احتمالاً دا هغه بېلابېلې ځانگړنې او کلينيکي غبرگونونه دي چې په کنکو-لېږدنده-ناروغيو اخته ناروغانو کې لیدل شوي. په داسې کلينيکي تنظيماتو کې، د هم-مهاله انتان د موندلو لپاره لابراتوري آزمېښتونو ته اړتيا ده چې د مکرب ضد يوه مناسبه درملنه په کار واچولی شي.

په 2005 کال کې، اناپلازموسېز اووېس د مغولستان په غرڅو کې وموندل شو.[۵] دا رنځزېږند او ورسره اړونده علايم (کمزوري، تبه او ژړ ميوکس مېمبرېن) پخوا د دې سيمې په ځنگلي پسونو او وزو کې ليدل شوی و خو په غرڅو کې د اناپلازموسېز اووېس دا لومړنۍ پېښه ده.

په آسټراليا کې، د غويانو اناپلازموسېز چې د اناپلازموسېز مارجينال په سبب رامېنځ ته کېږي، د دغه هېواد په شمالي او ختيځو برخو کې موندل کېږي. دا هغه سيمې دي چې د څارويو کنکې هلته ډېرې دي. احتمالاً دا کنکې (بوفيلس ميکروپلس) په ۱۸۲۹ کال کې د اندونيزيا نه د راوړل شويو څارويو سره يو ځای دې هېواد ته راغلې وي.[۶]

کلينيکي نښې نښانې او تشخيص

د وينې شديد کمښت د دغې ناروغۍ يوه جدي نښه ده چې د زړه او رگونو کړنې اغېزمنې کوي لکه د زړه د فعاليت ډېرېښت چې د وينې کمښت په وخت کې پېښېږي. هېماټوريا يا په متيازو کې وينه د سره کروياتو د حل کېدو په سبب هم پېښېدلی شي. په ټول بدن په سيستمي نښو نښانو کې نس ناستی، انورېکسي او وزن بايلنه هم کېدای شي موجوده وي. په داسې وخت کې د ناروغ بدن وينه په جېمسه سره ولړل شي او اورگانيزم په وينه کې وپېژندل شي چې دا د ناروغۍ په پېژندلو کې يوه اهمه پروسه ده.[۷]

درملنه او کنټرول

د دې ناروغۍ درملنه اکثراً د ډوکسيسايکلين په انتيبيوتيک ترسره کېږي. آکسيټېټراسايکلين او اميډوکراب هم په درملنه کې اغېزمن دي. د دې تر څنگ ملاتړه درملنه لکه د مايعاتو او د وينې سره کروياتو تذريق کولو اړتيا هم ليدل کېږي.[۷]

د اناپلازموسېز واکسين جوړ شوی. هغه څاروي چې د دې اورگانيزم کوربانه دي، بايد له نورو څارويو بېل ووژل شي. د کنکو کنټرول ډېر ستونزمن خو گټور کار دی. کنک وژونکي کيميايي مرکبات تر ډېره حده د کنکو په کنټرول او خپرېدا کې مرسته کولی شي.[۷]

د ياد وړ پېښې

د ۲۰۰۹ کال د جولای په 30 مه، ډېوېډ لېټرمن خبر ورکړ چې هغه د اناپلازموسېز په انتان اخته شوی. هغه په دې باور و چې کله دی او د ده ۵ کلن ځوی په مېله دباندې وتلي وه نو دا ناروغي ورته د کنکې د چيچلو وروسته ورپېښه شوې.

سرچينې

  1. "CDC - Anaplasmosis: Questions and Answers | Tickborne Rickettsial Diseases". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Paul D. Mitchell,* Kurt D. Reed, and Jeanie M. Hofkes “Immunoserologic Evidence of Coinfection with Borrelia burgdorferi, Babesia microti, and Human Granulocytic Ehrlichia Species in Residents of Wisconsin and Minnesota” // Journal Of Clinical Microbiology, Mar. 1996, p. 724–727.
  3. Micha Loebermann, Volker Fingerle, Matthias Lademann, Carlos Fritzsche, Emil C. Reisinger “Borrelia burgdorferi and Anaplasma phagocytophilum Coinfection” // Emerging Infectious Diseases, Feb, 2006.
  4. Walid MS, Ajjan M, Patel N: Borreliosis And Human Granulocytic Anaplasmosis Coinfection With Positive Rheumatoid Factor And Monospot Test: Case-Report. The Internet Journal of Infectious Diseases. 2007; Volume 6, Number 1.
  5. Haigh J, Gerwing V, Erdenebaatar J, Hill J. 2008. A novel clinical syndrome and detection of Anaplasma ovis in Mongolian reindeer (Rangifer tarandus). J Wildlife Dis 44(3): 569-577.
  6. "bovine anaplasmosis". Tick fever. Department of Agriculture, Fisheries and Forestry, Queensland Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Anaplasmosis Archived 2012-07-16 at the Wayback Machine. reviewed and published by WikiVet, accessed 10 October 2011.

باندنۍ تړنې

  • CFIA د څارويو د ناروغيو مالومات