اناهيتا راتبزاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اناهيتا راتبزاد
اناهيتا راتبزاد

ډاکټره اناهيتا راتبزاد (زوکړه ۱۹۳۱ زېږدي کال - مړينه د ۲۰۱۴ زېږدي کال د سيپټمبر ۷، جرمني ) د افغانستان د کابل ولايت په گلدره ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. ددې پلار احمد راتب خان نومېد چې يو ليکوال وو . نوموړې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند چې وروسته د وطن گوند په نامه ونومول شو ، د پرچم ډلې له مشرانو څخه وه . اناهيتا راتبزاد د ببرک کارمل نژدې گوندي ملگريې او سلاکاره وه . دده د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ښوونې او روزنې وزيره وه .

مخينه

اناهيتا راتبزاد په لسمه کې د يوې کيڼ اړخې جگپوړې سیاسي غړې په توگه له لومړنيوښځينه کمونسټانو څخه په افغانستان کې شمېرل کېږي . نوموړې مارکسيستي سياسي تگلاره له خپل پلار څخه ترلاسه کړې . د پلار نوم ېې احمد راتب و . احمد راتب د وخت په حکومت کې د يوې رسنۍ چلوونکی و ، چې بيا وروسته ېې رسنۍ د حکومت لخوا بنده شوه . په رسنۍ باندې د بنديز وجه ېې دا وه چې نوموړي د افغانستان پخواني پاچا محمد نادر شاه ته په خپلې رسنۍ کې د سپکو سپورو ويناو او هغه ېې د ٫٫ انگرېز شغال٬٬ په نوم نومولی و. د افغانستان دوه گونده کمونيزم کتاب څخه ېې لیکوال انتوني آرنولډ د همدې ښځې په هکله داسې وايي،٫٫اناهيتا راتبزاد د پښتو ژبې سره سخت تضاد درلود او د همدې له کبله ببرک کارمل ، سلطان علي کشتمند ، مير اکبر خيبر ، او پخپله اناهيتا د پرچم په ډله کې سره يوځای شول او د خلق ډله چې بنسټ ېې يو پښتون ايښی و د دوی لپاره د منلو وړ نه وه . دوی د پخوا راهيسې د پښتنو پر ضد مشمشې پيل کړي وې څو ېې د غوايي اوومه په لاس ورغله او د سردار داود خان باندې ېې يرغل وکړ.

په افغان او بهرنيو مطبوعاتو کې د راتبزاد شخصيت

اناهيتا په خپل شخصي ژوند کې سياست ته ډېر لومړی توب ورکړ ځکه ېې د خپل خاوند سره هم د شخصي ملگري ببرک کارمل پر سر تاوتريخوالی رامنځته شو چې وروسته بيا د اناهيتا راتبزاد خاوند (کرام الدين کاکړ) ورته طلاق ورکړ . د اناهيتا راتبزاد او ببرک کارمل تر منځ د شخصي اړيکو په هکله په افغان او بهرنيو مطبوعاتو کې ډېرې خبرې رابرسېره شوې . اناهيتا راتبزاد دوه لوڼې لري چې يوه ېې د نور احمد نور په نوم يوه پخواني پوځي ته ور واده کړې، او بله ېې هم د ببرک کارمل ورور محمود بريالي باندې واده شوې . (انتوني آرنولډ)

زده کړې

اناهيتا راتبزاد خپلې لومړنۍ زده کړې پر ۱۹۴۵ ز کال د کابل دملالۍ په منځني کې ترسره کړي . اناهيتا پر همدغه کال له ډاکتر کرام الدين کاکړ سره واده وکړ او پر ۱۹۴۹ ز کال له خپل مېړه سره يو ځای د امريکا متحدو ايالتونو ته ولاړه. وروسته له هغه ېې د روغتيا د بېړنيو مرستوپه برخه کې يو کلن کورس ترسره کړ او بېرته يې د ملالۍ ښوونځي کې د ښوونکې په توگه دنده واخيسته. په ۱۹۵۰م زېږدي کې امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شوه او هلته ېې د شيکاگو نرسنگ سکول څخه د نرسنگ په لړ کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کړې . تر څه موده کار وروسته بيا بېرته د لوړو زده کړو په تکل د کابل پوهنتون د طب څانگې ته ورغله او له هغه ځايه ېې د ډاکټرۍ سند په کال ۱۹۶۳م زېږدي کې ترلاسه کړ .

دندې

په کال ۱۹۵۳م.زېږدي کې د ښوونکې په توگه د کار سره سره په افغانستان کې د ښځو په يوه روغتون کې نرسه مقرره شوه. همدغو کلونو کې د مارکسيستي اندونو فعاله بلواگره هم وه او وروسته له ۱۹۶۰مو زېږدي کلونو د کمونسټ گوند خلق فعاله يوازينۍ ښځينه غړې شوه . چې وروسته وروسته ېې نورې ښځې هم نوموړي گوند ته د غړيتوب لپاره د هڅوولو کار پر غاړه درلود. په ۱۹۶۵م زېږدي کې ېې د نوموړي گوند په پارلمان کې يوه څوکۍ په برخه شو . په هماغه کلونو کې ېې د ډيموکراټو ښځو گوند په نامه يو بنسټ کېښود او د هماغه بنسټ مشره ونومول شوه. په همدې بنسټ کې تر ۱۹۸۱م زېږدي پورې مشره پاتې شوې. نوموړې د خلق پرچم مرکزي شورا انقلابي غړې مسولیت ترڅنگ د مير اکبر خيبر په څېر د وخت د سردار داود خان د حکومت پر خلاف د مارکسيستي اندونو بلواگرو څخه شمېرل کېږي. په کال ۱۹۷۸م زېږدي کې د شوروي اتحاد په بلگرېډ ښار کې د صفيرې په توگه دنده لرلې . له هغه ځايه د ببرک کارمل سره مله شوه او د روسانو د راتگ سره د ببرک کارمل په حکومت کې د سياسي بيورو غړې شوه ، د همدې بيورو د کار موخې د روس ـ افغان ـ دوستي په نوم د ټولنې بنسټ ايښودل و . په نومبر ۱۹۸۰م زېږدي کې نوموړې ته د ببرک کارمل لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارې وروسپارل شوې.

سرچينې

  1. Afghanistan's two-party communism: Parcham and Khalq

Anthony Arnold

باندنۍ تړنې

۱- Afghanistan's two Party Communism : Khalq and Parcham, by : Anthony Arnold

۲- http://www.esalat.org/images/dr%20anahita%20ratebzad%20-%208%20march%202008%20-%20fazli.htm

۳- https://vk.com/@indoiranskiy.mgimo-afganskaya-passionariya-anahita-ratebzad