امرخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امر خيل په ا صل کې غلجي پښتانه دي او په سليمان خيلو ور گډ يږي٠ دا سي ر وايتو نه مو جود دي چې د امر خيلو د قبيلې مشر نېکه امر بابا نو مېده چې زيار ت يې د ننگرهار په سېمه کې دی٠امر خيل د ننگرهار، ميدان، لغمان، پکتيکا او جوزجان په ولايتونو کې مېشته دي. د ميدان ولايت امرخيل د دغه ولايت د نرخ د ولسوالۍ او چا ريکه په سېمو کې استوگنه لري او په د غه ولايت کې دوی په لاندنيو خيلو نو ويشل شوي دي: يار خان خيل، الله دوش خيل، يوسفزي، ممي خيل، غونډا خيل او بوړخيل. همداراز يو شمېر امرخيل د ننگرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ د پېتاوي امرخيل په کلي کې چې د ننگرهار ولايت د ډرونټې بند ته نږدې موقعيت لري اوسيړي. همداراز د ننگرهار ولايت د چپرهار د ولسو الۍ د سپين جومات او سنگينه په سيمه کې هم د ا مرخيلو قبيلې يو شمېر کورنۍ مېشته دي. يو شمېر امرخيل د باميانو په ولايت کې هم او سيږي، خو هغوی کوچياني ژوند لري. د جوزجان په ولايت کې دوی د اقچې په ولسوالۍ کې مېشته د ي. د ١٣٦٠ کال د مر کزي احصايې د سر شمېرنې له مخې د ميدان په ولايت کې د امر خيلو شمېر ١٢٠٠٠ تنه، د ننگرهار ولايت د امرخيلو شمېر ٤٨٤٢ تنه او د لغمان ولايت د امرخيلو شمېر ٢١٨٨ تنه ښودل شوي وو، چې ښايې دا شمېر اوس دوه گونې وې.

امرخيل مېلمه پالونکي، غيرتي او د علم سره ډېره مېنه لري. په دوی کې يو زيات شمېر ښوونکي، استادان، اکادميک او پوهان او نظامي منصبداران شته. د ميدان ولايت په امرخيلو کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې په ولسي جرگې کې د ميدان ولا يت د خلکو استازی ار واښاد حفيظ الله خان امرخيل مشهور قومي مشر تير شوی دی. همداراز د هغه زوی خدای بخښلی سر محقق عزيزالله امر خيل د ا فغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز علمي غړی و چې په پښتو فولکلور کې يې د ستايني وړ علمي خدمتونه سر ته رسولي دي.

سرچينې

  • ١-حيات ا فغاني،محمد حيات خان
  • ٢-پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ،د سيد بها در شاه ظفر کاکا خيل تالبف٠
  • ٣-پښتني قبيلي، لطيف ياد