امان الله ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوکتور امان الله ساپي (په انگرېزي: Amanullah Safai) هغه افغان دی چې د افغاني ادب په اړه یې په عربي ژبه لسگونه مقالې او کتابونه لیکلي دي. هغه پټه خزانه او د رحمان بابا دیوان عربي ته ژباړلي او چاپ کړي دي.

پېژندنه

دوکتور امان الله ساپی د کونړ ولايت د پېچ درې د شمونډ په کلي کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل هېواد کې کړې او د ۱۹۵۰ ز کال شاوخوا کې د مصر د قاهرې ښار ته د لوړو زده کړو په موخه تللی دی.

لوړې زده کړې

امان الله ساپي لوړې زده کړې د قاهرې په الازهر پوهنتون کې د عربي ژبې او ادبياتو په څانگه کې وکړې او پر ۱۹۵۶ ز کال يې نوموړی پوهنتون پای ته ورساوه او د عربي ژبې او ادبیاتو لیسانس يې ترلاسه کړ. تر دې وروسته يې هلته زده کړو ته دوام ورکړ. پر ۱۹۵۷ ز کال یې د تدریس یا ښوونې په رشته کې ديپلوم پای ته ورساوه. ځوان ساپي په دې بسنه ونه کړه، د الازهر د همدې پوهنځي څخه یې په ادبیاتو او کره کتنه کې پر ۱۹۷۱ ز کال ماسټري او پر ۱۹۷۹ ز کال کې يې د ادبیاتو او کره کتنې په څانگه کې دوکتورا واخیسته.

دندې

امان الله ساپی په مصر کې تر لوړو زده کړو وروسته هېواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د ادبیاتو او انساني علومو په پوهنځي کې يې تدریس پیل کړ. بیا مصر ته ولاړ او په قاهره کې یې د الازهر پوهنتون د انجونو په اسلامي پوهنځي کې تدریس وکړ.

تر دې وروسته یې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملک عبدالعزیز پوهنتون د ادبیاتو او انساني علومو په پوهنځي کې د ښووند (استاذ) په توگه کار پیل کړ چې د ژوند تر پایه په همدې پوهنځي کې ښووند وو.

مړینه

نوموړی پر ۲۰۰۱ ز کال په سعودي عربستان کې موټر وواهه او ومړ. لوی الله دې ورته د نوموړي د خدمتونو په مقابل کې جنت فردوس ورکړي. امین.

ليکلي نښيرونه او ژباړې

خدای بښلي دوکتور ساپي د تدریس د سپیڅلې دندې تر څنگ تر دېرشو زیات کتابونه لیکلي او ژباړلي. له هغوی څخه يې يو شمېر دلته وړاندې کېږي:

۱- پټه خزانه (عربی ته ژباړه، الخزانةالخفیة). دوکتور صافي په ډېره ایماندارۍ دا تاریخي اثر ژباړلی او عربي نړۍ ته یې ورپېژندلی دی.

۲- د رحمان بابا ديوان (عربي ته ژباړه)، د ۱۹۹۶ ز کال چاپ.

۳- افغانستان او عربي ادب د وخت په اوږدو کې. (عربي ته ژباړه: افغانستان و الأدب العربي عبر العصور.)

۴- ابو الطیب المتنبي او خوشحال خان (دراسة ادبیة مقارنة). دا پرتلیزه لیکنه د سعودي عربستان د امام محمد بن سعود د اسلامي پوهنتون په مجله کې په کال ۱۹۹۴ ز د نومبر په گڼه کې د ۲۹۳ څخه تر ۳۴۳ مخونو کې چاپ شوې ده.

۶- د سید جمال الدین افغاني په اړه رښتیا او درواغ (عربي ته ژپاړه: السيد جمال الدين الأفغانى بين الحقيقة و الإفتراء).

۷- د شرق د ازادونکي (سید جمال الدین افغاني) د تاریخ خوشبویانې (عربي ته ژباړه: نفحات عن تاريخ السيد جمال الدين الأفغانى : منقذ الشرق.)

۸- بست او سیستان، تاریخي او ادبي ارزښت یې ( عربي ته ژباړه: بست و سيستان و أهميتها التاريخية و الأدبية) د ۱۹۹۱ ز کال چاپ.

۹- افغاني اسلامي ادب (عرلبي ته ژباړه: الأدب الأفغاني الإسلامي)، د ۱۹۹۶ ز کال کې چاپ.


۱۰- افغانيات .. خاطرې او نوښتونه (عربي ژباړه: أفغانیات .. خواطر و إبداعات). د ۱۹۹۵ ز کال چاپ.

۱۱- د نووي څلوېښتيز (له عربي څخه پښتو ته ژباړه). ليکوال: دا د مشهور اسلامي کتاب الأربعون النوویة چې څلوېښت حدیثونه په کې رانغاړل شوي پښتو ژباړه او شرح ده.

۱۲- کونړ: د اتلولیو او لومړي فتوحاتو خاوره، عربي ته ژباړه، (کونر أرض البطولات و أول الفتوحات)، ۱۰۶ مخونه لري او په ۱۹۹۰ ز کال کې چاپ شوی.

۱۳- شیخ شهید جمیل الرحمان( الشيخ الشهيد جميل الرحمن: موطنه- نشأته- دعوته). اوسیدنځای - ژوند- دعوت یې - دا کتاب په افغانستان کې د روسانو په مقابل کې د افغانانو د جهاد د مرحلې د یو رهبر او دیني عالم جمیل الرحمان بیوگرافي ده. دا کتاب ۳۵۸ مخونه لري او په ۱۹۹۵ ز کال کې چاپ شوی دی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۴- د اقبال په فلسفه کې د افغاني د فکر اغېزه (تأثیر فکر الأفغاني فی فلسفه إقبال) په دې کتاب کې خدای بښلي دوکتور امان الله ستاپي د اقبال لاهوري په فلسفه کې د سید جمال الدین افغاني د فکر په اغېزه لیکل کړي دي. دا کتاب ۸۱ مخونه لري او په ۱۹۹۵ ز کال کې چاپ شوی دی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۵- ضیاءالدین بن الأثیر ادیب، کره کتونکی او بلاغي (ضیاءالدین بن الأثیر ادیباً و ناقداً و بلاغیاً)، دا د عربي ادیب او ناقد په اړه چې د عراق د موصل په ښار کې په شپږمه هجري پېړۍ کې زېږېدلی وو، امان الله ساپي مفصله لیکنه کړې ده.

۱۶- په افغاني ژبه (پښتو) کې د عربي الفاظو قاموس (معجم الألفاظ العربية في اللغة الأفغانية ( البشتو ). دا کتاب د سعودي عربستان د امام محمد بن سعود د پوهنتون د ژباړې د یوې پروژې برخه ده چې دوکتور امان الله ساپي پرې کار کاوه. مخکې له دې چې دا کتاب خپور شي، دوکتور ساپی وفات شو او د چاپ چارې یې بل چا ته وسپارل شوې. لکه څنگه چې یې له عنوان څخه ښکاري، په کتاب کې هغه عربي الفاظ راټول شوي چې په پښتو کې تر اوسه کارول کېږي. (مالومه نه ده چې چاپ شوی او که نه).

۱۷- أفغانستان ... النور و النار.

۱۸- افغانستان ... رڼا او اور.

۱۹- الأدب و مذاهبه.

۲۰- ادبیات او مذهبونه یې (له عربي څخه پښتو ته ژباړه).

۲۱- أفغانستان و اللغة العربیة عبر العصور.

۲۲- افغانستان او عربي ژبه د وخت په اوږدو کې.‎